نړیوال نظم ته د نړیوالو اړیکو د پوهانو لیوالتیا

نصيراحمد څپاند

253

د نړیوالو اړیکو پوهان، د نظرونو او مکتبونو له توپیر سره سره، له ډېرې مودې راهیسې د “نړیوال نظم” (International Order) له مفکورې سره ژوره لیوالتیا لري. په عمومي کچه، نړیوال نظم د هغو لارو چارو یو ډول منظم تکرار، وړاندوینه‌کېدنه او ثبات ښيي چې پکې نړیوال لوبغاړي یا دولتونه له یو بل سره تعامل کوي.
خو که دغه نظم ته له ځانګړې زاویې وګورو، نو بین‌المللي نظمونه د یو شمېر مهمو ابعادو یا “اختلاف‌يېزو کرښو” (fault lines) له مخې له یو بل سره توپیر لري. دا ابعاد عبارت دي له:
نازک یا ژور نظم: نظمونه یا خو سطحي، نازک او کم‌زور وي، یا هم ژور، هراړخیز او بنسټیز؛
د اصولو یا د مقام پر بنسټ ولاړ نظم: نظمونه یا د ارزښتونو، اصولو او قواعدو پر بنسټ جوړېږي، یا د قدرت لرونکو هېوادونو پر مقام، ځای او حیثیت؛
سیمه‌يیز یا نړیوال نظم: نظمونه ښايي یوازې یوه جغرافیایي سیمه رانغاړي یا هم نړیوال پراخوالی ولري؛
یو‌موضوعیز یا څو‌موضوعیز نظم: نظمونه کېدای شي یوازې یوه موضوع رانغاړي (لکه امنیت)، یا څو برخې (امنیت، اقتصاد، چاپېریال، حقوق، او نور).
د نظم د رامنځته کېدو ډولونه
د نظم د جوړېدو یا رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه، تر ټولو ډېر موجود تحلیلونه د دوو اساسي پوښتنو له مخې وېشل کېدای شي:
1. د نظم جوړونکي څوک دي؟
آیا نظم د یو ځواکمن دولت یا د یو شمېر محدودو، خو ځواکمنو لوبغاړو له خوا رامنځته کېږي؟
که نه، دا نظم د هغو دولتونو له خوا جوړېږي چې د قدرت او موقف له پلوه سره نږدې یا برابر دي؟
2. نظم قصدي دی که غیر‌قصدي؟
آیا نظم د ځينو مشخصو دولتونو د هدفمندې، محاسبې شوې او قصدي تګلارې پایله ده؟
که نه، نظم د ګڼ‌شمېر دولتونو د متقابل تعامل، تصادفي حرکتونو او ګډو اقداماتو له ټولیزو اغېزو څخه رامنځته شوی دی، چې هېڅ یو دولت یې پایله له مخکې نه ده اټکل کړې؟
د نظم د تشریح څلور مثالي بڼې
د پورته دوو معیارونو پر بنسټ، موږ کولای شو د نظم د تشریح څلور مثالي (ideal types) ډولونه ولیکو:
1. هژمونیک نظم (Hegemonic):
نظم قصدي دی، او قدرت متمرکز دی (یعنې یو یا څو ځواکمن دولتونه یې جوړوي).
2. مرکزي نظم (Centralized):
نظم غیر‌قصدي دی (پخپله رامنځته شوی)، خو قدرت بیا هم متمرکز دی.
3. توافقي نظم (Negotiated):
نظم قصدي دی، خو قدرت پراخ یا غیرمتمرکز دی (یعنې څو مساوي لوبغاړي سره هوکړې ته رسېدلي).
4. غیرمرکزي نظم (Decentralized):
نظم نه قصدي دی او نه قدرت متمرکز، بلکې د بېلابېلو لوبغاړو د متقابل تعامل طبیعي پایله ده.
د نظم د بدلون یا ړنګېدو بهیر
په پای کې، مهمه ده چې د نړیوال نظم د بدلېدو یا ړنګېدو پروسه له دې سره جلا وګڼو چې نظم اصلاً څنګه رامنځته کېږي. یعنې، نظم ممکن د یو ډول بهیر له مخې رامنځته شوی وي، خو د بل ډول بهیر له لارې بدل شي یا سقوط وکړي.
د نظم د بدلېدو یا ړنګېدو اصلي معیار، د دې پروسې سرعت یا چټکتیا ده. نظمونه:
یا د انقلابي بدلون له لارې ژر او ناڅاپي له منځه ځي (revolutionary breakdown)؛
یا هم د تکاملي بدلون له لارې ورو، تدریجي او مرحله‌وار تحلیلېږي (evolutionary change).
اصلي سرچینه:
ResearchGate – Full Article

د نړیوال نظم مفکوره؛ د نسلونو او سیاست له زاویې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.