په افغانستان، پاکستان او د لوی افغانستان په پراخ پښتني سيمو کې يو خورا خطرناک، خاموش او ددوامداره نسلوژنې پلان روان دی.
دا هغه پېچلې جګړه ده چې اکثراً قربانيان یې د پښتنو روڼ اندي، فعالان، سياسي مبارزين، خبريالان،ډاکتران،انجينران ،حقوق دانان او د پښتون ملت شعوري خلک دي.
په لويه کې يې قاتلان “نامعلوم” بلل کېږي، خو دا “نامعلوم” نه بلکې د پښتنو د ستر ملي نفاق او استخباراتي بربادۍ تر ټولو خونړی مخ دی.
“نامعلوم” صرف د خلکو د تسلۍ او پروپاګند لپاره يو پټ استخباراتي نوم دی. خو حقیقت دا دی چې دوی ته دوسيې ليکل کېږي،هدف ورکول کېږي.د مقتول عکس، پته، تحرکات او حتى د هدف د کورنۍ جُزيات ورته سپارل کېږي. خو دا قاتلان د ځان او پوښتنې واک نه لري، دوی فکري غلامان دي، وسيلې دي، داړونکي لیوني سپي دي،صرف د هدف لپاره روزل شوي وي. چې هدف له منځه يوسي ،که په لاس هم درشي ،هيڅ مالوماتي ګټه به ترې وا نه خيستل شي.
اصلي باداران يې د پاليسۍ جوړونکي د پاکستان پوځ، استخباراتي اداره ایاېسای، او د دوی د عملياتي څانګې خاص واحدونه دي، چې د لوی افغانستان په دننه کې د شعوري پښتنو د ځپلو لپاره منظم پلان جوړي. او کار کوي
هغوی د پښتنو د هوښيارو، شعوري، تحريکي، او غيرتي سړيو ليستونه جوړوي، او د خپلو اجرتي قاتلانو له خوا يې يو په يو له منځه وړي.
هوښيار او بيدار پښتون د دوی لپاره تر ټولو ستر خطر دی. ځکه چې دا هوښيار نسل د سياسي شعور، ژبني هويت، ملي مبارزې، او د ښکېلاک پر ضد د مقاومت استازي دي.
همدارنګه د مشرتابه وژنه يوازې فردي زيان نه دی، بلکې ستراتيژيکه موخه لري چې د مبارزې دويم صف خالي شي. که يو مشر ووژل شي، خو بل ورته فکري وارث نه وي، مبارزه ورو ورو غلي کيږي او اخير ختمېږي.
دغه وژنې په دې ډول ملت هم رواني تسليمۍ ته مجبوروي.چې خلک وايي: “دا خو ډېر زړورو و، که دا ووژل شو، نو زه څه يم؟”
حل لاره څه ده؟
د دې تر ټولو مهمه حللاره، شعور او امنيتي نظم دی:
پښتانه دې دا واقعيت درک کړي چې د دوی نسلکُشي صرف د تورې، ډرون يا بمبارۍ له لارې نه ده، بلکې د “هوښيارتيا” هم وژنه ده. شعوري وحدت او ګډ ملي موقف د دې ستر زهر؛حل لاره دی.
هغه مشران، ليکوالان، مبارزين، او روڼ اندي چې د ملت د شعور اول صف ته ولاړ دي، بايد د ملت له لورې فزيکي همکاري، مالي ملاتړ،او امنيتي څارنه ترلاسه کړي. دا کار په يوازې ځان بلکې د ټول پښتون ملت مسؤليت دی.
دښمن ډېر وخت د کور دننه اجنټان کاروي. بايد شعوري پاک کاري وشي. هغه کسان چې د استخباراتي ادارو لپاره کار کوي، يا خو د هغوی پلانونه پالي، بايد افشا او منزوي شي.
د خپلو رسنيو، څېړنيزو مرکزونو او تحليلي بسترونو جوړول ضروري دي، چې د دې وژنو، پلانونو، او استخباراتي کړيو افشاء کولو ته ژمن وي.
پاکستان نه يوازې د دې وژنو د پلان مرکزي لوبغاړی دی، بلکې يو ستراتیژيک دشمن هم دی، چې د لوی افغانستان د هوښيار نسل له منځه وړل د خپلې بقاء لپاره ضروري ګڼي.
د هغوی استخباراتي پاليسي داسې جوړه شوي چې که پښتون شعوري شو، نو د پاکستان د نظام بنيادونه به وښوروي،او له منځه به يې يوسي.
البته نورې سيمهييزې او نړيوالې کړۍ هم پکې ښکېلې دي، خو منځنۍ لاره، فرمان او عملياتي پلان، د پاکستان له خټو راوتلی دی.
دغه روانه “نامعلومه” جګړه يو فزيکي جنګ نه دی، بلکې فکري نسلوژنه ده. که دا مبارزين، روڼ اندي او مشران له منځه يووړل شي، نو دا ملت به بيا کلونه کلونه د جهالت او سترې نااميدۍ کندې ته ولويږي.
اوس دا دې هر پښتون،روڼ اندي،ځوان او هر وجدانلرونکي انسان مسؤليت دی، چې د دې شعوري نسل ساتنه وکړي،ويې پالي، او د هغوی امنيت ته لومړيتوب ورکړي،نه دا چې؛ولې دا پ
لانکی مشر لا هم ژوندی دی؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.