په خوست ولايت کې د تنکيو ځوانانو د ځان وژنې پيښې له حده ډېرې شوي دي،که څه هم په نورو ولايتونو کې هم روانې دي،خو دلته يې د ګراف کچه لوړه ده،د دې سره څنګ کې ښځې او پيغلې هم ځان وژنې کوي،خو د ځينو کلتوري نزاکتونو له وجې د ډېرو خبرونه ميډيا او يا د رسنيو تر مخ نه راځي.
وجه څه ده،چې د ځان وژنې پيښې دومره په تيزوالي سره ډيريږي؟
ځينې معلومې ستونزې شته،چې په سر کې يې اقتصادي او د بې کارۍ کچې لوړوالی دی،خلک له سخت کورني اقتصادي ستونزو سره مخ دي،همدا اقتصادي ستونزو د کورنۍ په ټول ماحول باندې تاثير اچولی دی،نه تنها چې د کورنۍ مشران له کړاو سره مخ دي،بلکې تنکي ځوانانو هم د ناهيلي راتلونکي څخه په لويه ويره کې دي.
د بېلګې په توګه؛د جمهوريت په وخت کې د ښونځيو تنکي ځوانانو په ډېر شوق سره مکتبونو ته روان وو په دې هيله چې راتلونکي کې به د يوه ښه منصب او دندې څېښتن وي،چې په اوس وخت کې دغه هيله بېخي مړاوي شوي،او نه پوره کيدونکې ده.
دوهم د حاکمې ډلې له حده زيات له ټولنې پر وړاندې استبداد دی،چې خلک يې تر پوزې رسولي .
او دريمه ستونزه د نيابتي جګړې يو اړخ چې خودکش حمله او ځانوژنې په کې خاص د قدر وړ وې،پر ځوانانو يې رواني تاثير کړی چې ګويا ځانوژنه حلاله ده.
ستونزې نوره هم شته چې ليکنه ورسره اوږديږي.
حل لارې څه ده؟
اول د هيواد اقتصادي ستونزو په لويه کې حاکم رژيم مسؤل دی چې د هيواد او د ولس پر وړاندې يې حل لاره پيدا او ځواب يې ووايي،ځکه چې دغه بحران نوره هم ډېر په چټکۍ سره پراخ کيدای شي،داسې امکان هم لري که حالت همداسې دوام وکړي،په وطن کې به يوه لويه بشري فاجعه رامنځته ته شي.
او همدا شان حاکم رژيم بايد د ټولنې پر وړاندې د استبداد څخه لاس واخلي ،که زور زیاتۍ کوي،له مافیا ،مجرمينو او مفسيدينو پر وړاندې د يې وکړي،نه د ټولنې د هر وګړي پر وړاندې.
اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې حاکم رژيم د ولس سره روغه جوړه وکړي،د نجونو پر وړاندې د ښونځي بې قيده او شرطه خلاص کړي،تر څو د ټولنې خلکو او ځوانانو پر تعليم،ښکلي او پر ځان بسيا راتلونکي باور پيدا شي.
افغانستان له نړۍ سره حسنه او رسمي اړيکو ته اشد ضرورت لري،چې حاکمه ډله يې بايد همدا رسمیت اول له خپل ولس څخه شروع او وروسته د نړيوالو سره جوړجاړی وکړي.
بله مهمه او اړينه موضوع دا ده چې افغانستان صرف د حاکمې ډلې غوړه برخه نه ده،چې د ولس پر مرۍ يې پښه اېښودلي او غږ يې په هره رسنۍ او چوکاټ کې خپ شوی دی.
دا دې هر افغان حق دی،چې خپل غږ اوچت کړي،او خپل مسلم حق د وغواړي،او بايد د قوانينو په چوکاټ کې ورکړل شي.
که پخوانی اساسي قانون نه منل کيږي ،د ولس هر طبقي ته د مراجعه وشي،و د پوښتل شي،او نوی قانون د جوړ شي،تر څو خلک د يوې قانونمندې ټولنې څېښتن شي.
دا تجربه شوي ده،چې د بهرنیانو په زور راغلی،يوه ورځ به بيا خپل ځي،افغانستان نوره سياسي تجربو او د جګړې ميدان ته اړتيا نه لري،که څه هم حالات قصداً د يوې بلې نيابتي جګړې خوا ته روان دي،خو که حاکم رژيم پر وخت خپلو غلطیو ته د پای ټکی نه کيږدي،يو بل انقلاب سل فيصده امکان لري چې راشي.
په اخير کې د کورنيو مشرانو ته هم يوه سپارښتنه کوم،هڅه وکړئ چې سخت کړاونه وزغمئ،خو تنکيو ځوانانو سره په اعتدال چلند وکړئ،خبرو او ستونزو ته يې غوږ ونيسئ،او ورسره مرسته وکړئ،ناچيزه د وي،خو تنکي ځوانان له ناهيلی او ځان وژنې څخه ژغورلی شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.