دوهمه برخه
په خوست ولایت کې د تنکيو ځوانانو ځانوژنه چې د يوې بشري فاجعې په طرف روانه ده،په رسنيو او سوشل ميډيا کې ورسره ډېر عادي برخورد کيږي ،او قصداً دا مسله ناچيزه بلل کيږي،او ځينې ډېرې وړې وړې وجې؛لکه عاشقي،نشه يي توکي، بې ځايه ګرځول ،ځينې خو يې هسې چټيات ګڼي.
مګر په لويه کې دغه مسله ډېره خونړۍ او بې رحمه ده،د ځوانانو ځانوژنه نه یوازې فردي ناورین دی، بلکې د ټولنې په رواني احساساتو، کورنیو اړیکو او ټولنیز اعتماد هم ژور اغېز کوي چې ټولنه او په شخصي ډول يوه کورنۍ د تل عمر لپاره د لوی غم په ټغر کېنوي.
زه بيا هم پر دغه مسله د جرړی تل ته رسيدلو باندې ټينګار کوم،دا بايد دومره نادیده و نه نيول شي.
کچيرې په دې موضوع پسې دقیقې هر اړخيزې ،مسئولانه او مسلکي څیړنې وشي،او له ټولنې سره يې مالومات شريک شي،نو بيا خلک پوهيدلي شي چې وجه څه ده،او حل لارې يې کومې دي.
ما په خپله اوله ليکنه کې هم ځينې ستونزې په نښه کړي دي،او ځينې سپارښتنې مې د حل لارې په توګه تشريح کړي دي،او دلته هم ځينې نورې له خپلو وطنوالو سره شريکول غواړم .
په بيړني توګه اول د رواني روغتیا خدماتو عامه کول دي، په ښوونځیو،او پوهنتونونو کې د مشورې مرکزونه فعال شي.
هغه کورنۍ چې دغه ستونزې سره لاس او ګريوان دي په نښه دې شي،او دوی سره د مرسته وشي ،د بېلګې په توګه؛ د کورنیو پوهاوی لوړول،اقتصادي مرسته څو د ځوانانو ستونزو ته غوږ ونیسي او ملاتړ یې وکړي.
د ټولنیزو رسنیو له لارې د دغه موضوع په اړه جدي کمپاين وشي،دا مسله د خورا مهمه او حساسه وګڼل شي.
د عامه ذهنیت اصلاح کول او د موضوع جديت خلکو ته ښودل؛ رسنۍ بايد خپل اوليت وبولي.
که حاکمه ډله ځان مسؤل بولي او کولی شي د کورنيو مشرانو لپاره اقتصادي او د هغوی ځوانانو لپاره د تعلیمي فرصتونو پراخول هم ډېر اړين بولم.
د څېړنیزو مرکزونو او پوهنتونونو له لارې د دې موضوع پر لاملونو او پایلو ژور علمي څېړنې ترسره شي.
غونډې،او علمي کمپاينونه د ترتيب شي،کتابونه د چاپ شي او په تلويزيوني خپرونو کې د هم منظم بحثونه ورباندې وشي،د جوماتونو او ممبر صالح ملايان د هم خپل مسؤلیت ادا کړي.
نوره بيا…
په اخير کې پر سوشل ميډيا کې له ځوانانو ،ليکوالانو،د رواني ناروغيو متخصصين او مدني فعالانو څخه هم هيله لرم چې په دغه برخه کې مسئولانه چلند او ليکنې وکړي.
د دغه فاجعې پر وړاندې زموږ د ټولنې د هر وګړي مسؤليت دی چې د خپلې برخې بار اوچت کړي.
نوره بيا.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.