د نړیوالو مرستې په زور او د مقرراتو د واک په ګډون د خپلې خوښې سیمې او خلکو ته رسول

86

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې سرمفتش اداره یا SIGAR وايي، طالبان د نړیوالو مرستې په زور او د مقرراتو د واک په ګډون د خپلې خوښې سیمې او خلکو ته اړوي.

سیګار ویلي، چې دا چاره اصلي اړمنو او د لږکیو ټولنو ته د مرستو رسېدو مخنیوی کوي او ښايي د ملګرو ملتونو له ځينو کارکوونکو سره په ګډه له قراردادونو د شاتګ یا رشوت غوښتنې لپاره همکاري وکړي.

د دې ادارې په وینا، دغه موندنې د نږدې ۹۰ اوسنیو او پخوانیو امریکايي او د ملګرو ملتونو د چارواکو او نورو کسانو له څرګندونو ترلاسه شوې دي، چې افغانان هم پکې شته.

د سیګار د راپور له مخې یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو د مرستو اړولو او لاسوهنې شواهد او کره معلومات شریک کړي، له دې وروسته په مرموز ډول وژل شوي دي.

مرستو کې د طالبانو پراخه لاسوهنه نوي راپورونه نه دي. د دې ډلې له واکمنۍ وروسته ملګرو ملتونو او ګڼو نورو مرستندویه سازمانونو هم شکایتونه کړي، چې طالبان د مرستو وېش او کنټرول کې لاسوهنې کوي.

د طالبانو ویاند، حمدالله فطرت بشري مرستو کې لاسوهنې رد کړې دي. نوموړي ویلي چې نړیوالې مرستې په خپلواکه توګه وېشل کېږي او دوی یې د روڼتیا او اړولو د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

د معلوماتو له مخې کله چې طالبان واک ته رسېدلي، نړیوالې ټولنې ۱۰.۷۲ میلیارده ډالره مرسته کړې، چې یوازې ۳.۸۳ میلیارده ډالره یې امریکا کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.