په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتا جان مولاموف او د پاکستان د مالیې او عوایدو وزیر محمد اورنګزیب سره کتلي او دواړو لوریو د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ترکمنسان سفیر په خبرو کې ټاپي پروژه د افغانستان او سیمې د اقتصادي پراخیتا لپاره اړینه بللې او زیاته کړې یې ده، که څه هم افغان لوري د دې پروژې چارې پیل کړي خو اړینه دا ده چې د دې پروژې چارو ته پراختیا ورکړ شي.
د ټاپي پروژې عملي کولو هوکړهلیک د جمهوري نظام پرمهال د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند ترمنځ لاسلیک شوی و، خو هغه وخت یې پر وړاندې طالبانو د افغانستان خاوره کې عملي چارې له ځنډ سره مخ کړې وې خو اوس امنیت ساتي.
بل خوا د جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ځينو هېوادونو سره د طالبانو سوداګريزو تفاهم لیکونو امضاء ته په اشارې ویلي، چې طالبان د اورګاډي او ټاپي غوندې ملي پروژو یوازې خوبونه ویني.
ټاپي پروژه ګډه سیمهييزه پروژه ده چې په پلي کېدو سره یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدول کېږي.
ټاپي پروژه د سیمې څلورو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان ډېرې اقتصادي، امنیتي او ټولنیزې ګتې لري چې ورسره به افغانستان د دغې پروژې له حقالغبور څخه هر کال له ۴۰۰ تر ۵۰۰میلیونه ډالرو پورې عاید ولري.
دا پروژه ټولټال ۱۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۲۰۷ کیلومټره یې د ترکمنستان، ۷۷۴ کیلومټره د افغانستان او ۸۲۶ کیلومټره یې هم د پاکستان له خاورې تېرېږي او د هند تر پولې پورې دوام کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.