په سیاسي او ژور ملي تحلیل کې دا یوه ستره تېروتنه ده چې یو ملت او د هغه دولت یا په بله مانا د ملت غږ او د دولت کړنې سره بېلې وګڼل شي؛ په ځانګړي ډول کله چې دغه دولت د هماغه ملت له خوښې، فرهنګ، ستراتیژیک فکر، او تاریخي شالید څخه ځواک اخلي او پراخ ملاتړ يې لري.
د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا د پښتنو، افغانانو، او د سیمې د نورو ولسونو پر وړاندې د روانو تګلارو او تجاوزونو خبره یوازې د یوه دولت مسئله نه ده، بلکې دا دې هغه ملت تائيد شوی سیسټم دی، چې دا ټول عملونه یې نه یوازې تحمل کړي، بلکې په پرله پسې توګه یې ستایلي هم دي.
د پنجاب اکثريتي ملت چې د پاکستان د سیاسي، پوځي، او استخباراتي قوت تر شا ولاړ دی، هېڅکله د پوځ پر وړاندې نه یوازې د پښتنو او افغانانو د حقونو لپاره غږ نه دی پورته کړی، بلکې د همدغو اعمالو ملاتړ یې کړی دی.پاکستانکې د پوځ تیری جنګي، استخباراتي، او اشغالمحور تګلارو ته د “قامي فخر” په سترګه کتل کېږي.
نو دا چې موږ د “دولت او ملت ترمنځ تفکیک” کوو،او يا يې بيل بولو دا یو سیاسي خطا او غټه تيروتنه ده.
په دیموکراتیکو یا نیمه دیموکراتیکو ټولنو کې ملت د دولت بنسټ دی. که ملت غبرګون ونه ښيي،که ولس د ظلم پر ضد اواز پورته نه کړي،دا نو بيا د دې مانا لري چې د هيواد ستراتیژیکه تګلاره د ولس له فکري کور څخه تغذیه کېږي، نو بیا ملت د دولت له زهرجنو تګلارو څخه بری نه دی! ولس هم شریک دی، که په شعوري توګه نه وي، نو په غیرفعاله او تایيد کوونکي ډول سل فيصده د همدې اعمالو مسول او شريک دی.
نو هر افغان او پښتون بايد پر دې خبره سر خلاص کړي چې د پاکستان د روان ستراتیژیک جهت او د سیمې پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام مسوول یوازې د هغه دولت نه دی، بلکې دا دوی ملت په ځانګړي ډول د پنجاب ملت تایيد شوې عقیده هم ده، چې د پوځ له استعمار څخه یې خپل ملي بقا استنباط کړی. نو د ملت او دولت ترمنځ د کرښې ایښودل د واقعیتونو له انکار پرته بل څه نه دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.