د هند او پاکستان جګړې ته یوه کتنه او د هغې ژورې پایلې

غلام حضرت احساس

330

د هند او پاکستان ترمنځ اوسنۍ روانه جګړه د جنوبي آسیا دواړو هیوادونو لپاره اوږدمهالې شخړې ادامه ده چې له اتومي وسلو، قومي او مذهبي حساسیتونو، او تاریخي لانجو سره تړاو لري حساسې مرحلې ته رسیدلو په لار کې ده . ۱۹۴۷م کال راهیسې کله چې پاکستان د هند له بدنې څخه جلا شو دواړو هېوادونو درې لویې جګړې تر شا پرې ایښي دي او لا هم د تاوتریخوالي سیوری د دوی تر سرونو لاندی پرېوتی دی. په وروستیو کلونو کې دا شخړه د ترهګرۍ، مذهبي افراطیت، او د کشمیر لانجې له امله بېرته مخ په تودېدو ده. خو اوس د موضوع بل ستر اړخ هم را برسېره شوی دی هغه دا چې پاکستان له دننه د تجزیې له خطر سره مخ دی.
د پاکستان هیواد د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د یوې مصنوعي جغرافیې په توګه جوړ شوی چې له پیل څخه یې د ملي یووالي بنسټ نده ایښودل شوی. د دې هېواد ډېری برخې لکه خیبر پښتونخوا، بلوچستان، او سند د لرغونو تمدنونو برخې وې او د یوه واحد دولت له جوړښت سره یې موافقت او همغږي ندرلود. که څه هم پاکستان د انګریزانو لخوا د هغو راتلونکو استعماري موخو په پام کې نیولو سره د اسلام په نوم د یوې مصنوعي نظریې پر بنسټ جوړ شو ، خو دا شعار پدې ونه توانېده چې د قومونو، ژبو، او کلتورونو تر منځ واقعي یووالی رامنځته کړي ځکه چې دا هسې یو خیال او تصور و . نن ورځ پاکستان د قومي ترکیب له مخې د ځان لپاره جلا تاریخي، ژبني، او فرهنګي هویت لري.

د ډیورند تحمیل شوې او فرضې کرښې ها غاړې سیمې آن تر اټکه پورې د افغانستان له خاورې جلا شوې او پاکستان پورې تړل شوي ده ، دا سیمه د قومي هویت او په تاربخي لحاظ د افغان ملت برخه ګڼل کیږي . له همدې امله بلوچستان کې بلوڅ ازادي غوښتونکی غورځنګ پاکستاني پوځیانو سره په جګړو بوخت دي خپله خپلواکي غواړي ، خیبر پښتونخواه کې پښتنو ولسي خوزښتونه او د TTP مذهبي وسلواله ډله چې پاکستان راتلونکې لپاره ستر ګواښ دی نور نه غواړي د پنجاب واکمنۍ لاندې ژوند وکړي . د دې تر څنګ د سند خلک هم له سیاسي پلوه د پنجاب له سلطې څخه خپل خلاصون غواړي او د خپلواکي غوښتنې یې ژورې شوې دي.
پدې توګه ویلای شو دا درې سترې جغرافیایي او قومي برخې د پاکستان له مرکزي حکومت سره ژور او بنیادي اختلاف لري او د هغه هېواد ملي وحدت بنسټونه یې کمزورې کړي او له منځه وړي دي .

پاکستان له سیاسي بحرانونو سره مخ دی. له ۱۹۴۷ کال راهیسې دا هېواد له څو پوځي کودتاوو، نیمګړو دموکراسيو، او د پوځ مطلق نفوذ سره مخ دی. سیاسي بې‌ثباتي، په عدلي او قضایي سیسټم نه‌باور ، او د سیاسي ګوندونو تر منځ ژور اختلاف ، د سیاسي نظام مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی. له بل پلوه اقتصاد یې د سقوط په درشل کې دی. د بهرنیو پورونو زیاتوالی، د IMF تر فشار لاندې اقتصادي پالیسي، انفلاسیون، بیکاري، مالي فساد شتون ، او د پانګې وتل دا هېواد یې له ژور او بیساري مالي بحران سره مخ کړی دی . پاکستاني کلدارو ارزښت په بیسارې او لوړه کچه راټیټ شوی ، د وارداتو او صادراتو تر منځ توازن هم له منځه تللی دی.

که څه هم پاکستان اتومي وسلې لري خو له هند سره په نظامي برخه کې سیالي نشي کولای. هند پرمختللی پوځ، عصري ټکنالوژي، فضایي برلاسی، او ستراتیژیک ظرفیت لري. پاکستان له اوږدې جګړې سره د مقابلې وس نلري ، ځکه چې اقتصاد یې کمزوری دی، خلک یې له داخلي کړکېچونو سره مخ دي، او پوځ یې د تحریک طالبان پاکستان مذهبي سخت دریځو او د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ وسلوالو سره عملا په څو محاذونو کې بوخت او تلفاتو سره مخ دی . په ورته وخت کې د جګړې پر مهال د پاکستان خلک د ملي یووالي احساس نلري، بلکې برعکس ډېرې قومي ډلې د پاکستان مرکزي دولت سره ژور مخالفت لري. نو ځکه که جګړه وغځېږي دا به د یوه پیاوړي ملي مقاومت پر ځای د داخلي پاشل کیدلو لامل شي.

که هند او پاکستان تر منځ شخړه او جګړه اوږده شي نو د دې قوي احتمال شته چې پاکستان به له دننه تجزیه شي او کورني علتونه به یې دا وي :
۱- بلوچستان کې وسلوال غورځنګونه فعاله دي او له مخکې نه د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي.
۲- خیبر پښتونخوا د افغان هویت او تاریخي تړاو له مخې، له پاکستان سره اوږدمهاله پیوستون نه غواړي .
۳ – تحریک طالبان پاکستان آن تر پنجابه پورې د اسلامي شریعت انفاذ غوښتونکي او پاکستاني پوځ ورته د کفر او الحاد په نوم پژندل شوی غواړي د اسلامي شریعت په انفاذ په ټوله خاوره واکمني ولري چې مذهبي ایدیالوژي تر بل هر څه نه ماتیدونکی سنګر دی .
۴- سند ملت‌پال غورځنګونه له اوږدې مودې راهیسې د پنجاب له سلطې سر ټکوي. پایله کې پنجاب به د پاکستان سیاسي، نظامي، او استخباراتي مرکز په توګه پاتې او د تجزیې وروسته به یوازینی اصلي واحد پاتې شي. دا تجزیه به نه یوازې د پاکستان لپاره فاجعه‌وی، بلکې ټولې سیمې ته به ستر امنیتي، سیاسي، او اقتصادي ګواښونه لامل هم وګرځي .

پر افغانستان د شوروی یرغل او د حفیظ الله امین د له منځه وړلو لاملونه/غلام حضرت احساس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.