د حیات ژوند “د سراب پر لور” کیسه کې دوه سیمبولونه او نورې خبرې
” د سراب پر لور” کیسه په اصل کې تمثیلي کیسه ده خو څو سیمبولونه پکې شته.
په دې کیسه کې د ټولنې د هغو بې وسه وګړو تمثیل شوی دی چې خپل فکر او ازادي نه لري یا هم په لوی لاس دا هر څه ترې اخیستل شوي دي او د بل تر واک لاندې ساه باسي. یو وخت مې د بریتانوي لیکوال جورج اورویل خبره لوستې وه: “ازادي دا ده چې حق ولرو، خلکو ته هغه څه ووایو چې اورېدل يې نه غواړي.” په دې کیسه کې د بيړۍ سپاره یا هغه وګړي چې په ټولنه کې د واکمنو د غلامۍ تر سيوري لاندې دي، حق نه لري چې د خپلو حقوقو، لوږې او تندې لپاره غږ پورته کړي، که دا کار کوي نو د سر په بیه به ورته تمامیږي. په دیکتاتوري ټولنو کې وګړي د سامان مثال لري چې د څو محدودو کسانو په واک کې وي او هر څه چې هغوی پرې کوي دوی ترې بغاوت نشي کولی، د دې ډول ټولنو وګړیو ته اصلا ژوند مانا نه لري، دوی نه پوهیږي چې ولې ژوندي دي او راتلونکی برخلیک به یې څه وي؟ د مجید قرار په یوه شعر کې لولو:
ژوند خو غلامي د وخت او خلکو ده
پورته کړئ، په دار چې څوک يې نه کوي
د دې کیسې یو کرکټر او د بيړۍ له سپرو یو تن غواړي د ظالم مشر نه د خپلې تندې په خاطر د اوبو سوال وکړي خو د واکمن له داسې عکس العمل سره مخ کیږي چې د ده دا بغاوت د نورو دريو کسانو لپاره داسې درس او عبرت جوړيږي چې که مري هم، باید خپل غږ اوچت نه کړي: “زموږ څلورو کسانو تر منځ یو راپورته شو او واکمن ته یې د درناوي په نيت لاس په سینه کېښود، ورته ويې ویل: صاحب! زه تر دې زیات ډینګرۍ نه شم وهلی، لاسونه مې له وزرو ختلي دي، د دې ناپایه سمندر په اوبو کې زما ستونی د شګلنې صحرا په څېر وچ دی، په ما رحم وکړه، ماته اجاره راکړه چې په بوکه کې د سمندر لږې اوبه راپورته کړم، ویې څښم او د دغو درېیو تنو نورو تنده هم ور ماته کړم.
د واکمن له برګو سترګو غوسه ووریده، تندی يې تریو شو، په سړي ور برګ شو او سم له واره يې لويه چاړه له ګنډې وایسته:
— لاسونه دې له کار غورځیدلي او تږی هم یې؟
سړي ځواب وکړ:
–هو په حلق کې مې څاڅکی لاړې هم نشته
واکمن ورو ورو د هغه په تندي چاړه راکشوي، بیا یې پر مرۍ لږه ورټینګوي، بیا یې پر پښتویو چاړه ورکشوي او له یوې زوروې چیغې سره سم يې چاړه په پوښتورګیو ور دننه کوي او سم له واره يې له بيړۍ ښکته کوي، په یوې لغتې یې وهي او سمندر ته یې غورځوي.”
د کیسې دا برخه زموږ غوندې د خوارې ټولنې د ځینو شخصیتونو یو داسې دردونکی تمثیل دی چې که یو څوک راپیدا شي او غواړي د خپل ځان او خپل قوم د غلامۍ ځنځیرونه مات کړي نو سزا به یې خامخا مرګ وي. دا بیلګه موږ په خپل ورځني ژوند کې بار بار تجربه کړې ده او واکمن ته د دې هر څه یوه اسانه کیلي: “یو رانیسه، نور پرې وډار کړه” ورمعلومه ده. دا کیلي دومره قوي ده چې هيڅوک يې په وړاندې د بغاوت نوم نشي اخیستلی.
په دې کیسه کې ښایي له بیړۍ څخه مطلب انساني ټولنه يا اجتماع وي، همداسې واکمن پکې د ظلم او بربریت نښه ده، “سراب او سمندر” پکې دوه سیمبولونه دي چې وروسته به تشریح شي او پارو وهونکي بیا عام یا هغه بې وزله انسانان دي چې په پټه خوله د نورو ظلم زغمي.
د کیسې عمومي وضاحت لپاره ښايي همدومره بسنه وکړي، اوس به په همدې کیسه کې سیمبولونه ولټوو:
“د سراب پر لور” کیسه کې دوه سیمبولونه تر ټولو جوت دي. لومړی سراب، دویم سمندر.
سراب ښايي د ناهیلۍ، دوکې او د ناکامه ژوند سیمبول وي. د بيړۍ سپاره سره له دې چې په سمندر کې خپل پاروګان وهي او په اوبو کې روان دي خو هیله نه لري چې يو ځای ته به رسیږي، په نامعلوم هدف پسې چې د بې مانايۍ احساس ورسره مل دی، دوکه شوي او د بل تر جبر لاندې د یوه ناکام ژوند په سفر روان دي. دلته سراب د جبر او استبداد لاندې د ناهیلي او بې مانا ژوند مانا لري، یعني یو انسان د بل تر وحشت لاندې اوسي، هيڅ خپلواکي نه لري، هر څه ورته بې ارزښته دي او فکر کوي چې ژوند یو جبر دی او زموږ په خوښه څه پکې نشته. د استاد پسرلي یو بیت دی:
په خپل واک نه یو راغلي دې سپیرې نړۍ ته زور و
ژوند نه وو، بس راپورې د ژوندون په نامه تور و
نهیلیزم، بې مانایي… دې هر څه سراب په یوه سیمبول بدل کړی چې ښایي هر دقیق لوستونکی د کیسې لوستلو پر مهال له “سراب” ګڼې ماناوې واخلي او د دې ډول سیمبولونو کمال همدا وي چې په ماناوو کې پراخوالی راولي، هر لوستونکي ته ممکن جلا څه ولري او هیڅوک ترې خپله اخیستل شوې مانا نهايي نشي بللی.
په دې کیسه کې بل سیبمول “سمندر” دی.
په نړیوالو ادبیاتو کې ډیر وخت سمندر د ژوند سیمبول وي او اوبه د ژوند ماده. خو په دې کیسه کې “سمندر” د مرګ یا د داسې یو څه سیمبول دی چې په مرګ پای ته رسیږي، دلته “سمندر” د انسانانو ژوند اخیستی او اوبه پکې د ژوند ماده نه ده.
سیمبول جالب شی دی، هيڅ يوه مانا پکې ثابته نه وي، ان ځینې وخت د خپل اصل برعکس یا ضد مانا خپلوي، په یوه کیسه یا داستان کې یو سیبمول همهاله په دوو مختلفو یا د یو بل ضد ماناوو راتلی شي: “مثلا شمال هم ژوند دی هم مرګ. همدا شمال د ونو پاڼې رژوي، همدا شمال د یوه بوډا چې د مرګ په پوله ناست دی د څڼو سپين ویښته رپوي او همدا شمال که نه وي، د ساينس پوهانو په وینا په مځکه به ژوند نه وي.”
“د سراب پر لور” کیسه کې د دې سیمبول (سمندر) کمال دا دی چې په تکراري یا عامه بڼه نه دی کارېدلی، بلکې برعکس مانا يې خپله کړې ده. اوبه هم پکې خپله اصلي مانا د لاسه ورکوي، د کیسې په پای کې لولو: “په دې ناپایه سمندر کې اوبه د ژوندي پاتېدا ماده نه؛ بلکې د مرګ ماده ده چې ورو ورو به مې د سمندر غاړې ته ور ګوزار کړي، هغه مهال به نه اوبه او نه هم وچه څه ګټه را رسولی شي او د سراب پر لور يون به هم پای ته رسیدلی وي.”
ماخذونه:
١– ابوالهول چې پېښه وکړه، د لنډو کیسو ټولګه — حیات ژوند
٢– په کیسو کې سيمبولونه، مقاله، اجمل پسرلی
٣– جورج اورویل، نړیوال ادبیات، مصطفی صفا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.