دورېښمو چینجی قدامت په افغانستان کې

لېکنه : مولوي نېک محمد نېک مل

229

🌿 دورېښمو چینجی قدامت په افغانستان کې…..!!! 👈

ورېښم په افغانستان کې زرګونه کلونه وړاندې پیژندل شوی، خو د روایاتو له مخې، اصلي وده یې د کوشاني دورې (تقریباً ۱۰۰-۳۰۰ میلادي) پر مهال موندلې وه.
د افغانستان له لارې د “ورېښمو لویه لاره” (Silk Road) تېره شوې، چې د چین، هند، ایران او اروپا تر منځ سوداګري ورباندې کېده. نو ورېښم نه یوازې دلته رواج درلود، بلکې له افغانستانه به نورو سیمو ته هم صادریده.

هرات، او نورو سیمو کې د ورېښمو چینجي روزل کېدل، او دغه صنعت یو وخت د کورني تولید مهمه برخه وه.

د ورېښمو صنعت نړیوال تاریخ

   اصلي سرچینه: ورېښم لومړی ځل په چین کې شاوخوا ۴۵۰۰ کاله مخکې پېژندل شوی و.
د یوې افسانې له مخې، د چین یوې ملکې “لیزو” (Leizu) د ورېښم د تولید راز کشف کړ.
•   چین دغه راز قرنونو پټ ساتلی و، خو ورو ورو هند، ایران، منځنۍ آسیا او بیا اروپا ته هم دا هنر ورسېد.

🐛 . د ورېښمو چینجی څه شی دی؟

ورېښمو چینجی د “Bombyx mori” په نوم د شپېتو یوه ډول دی چې:
•   یوازې د توتو پاڼې خوري.
د خپل ژوند یوه مرحله کې کوکون (cocoon) جوړوي.
•   دا کوکون له نازکو ورېښمو فایبرو جوړ دی چې وروسته ترې ریښه استخراجېږي.

. ورېښم څنګه تولیدېږي؟
1. چینجی د توت پاڼې خوري.
2. کله چې ستر شي، نو شاوخوا ځان ته یو کوکون جوړوي.
3. دا کوکون تر حرارت لاندې ایښودل کېږي، تر څو چینجی پکې مړ شي.
4. بیا له دغه کوکون څخه د ورېښمو نازک تارونه کش کېږي.

. له ورېښمو څخه کومې ګټې اخیستل کېږي؟

الف. اقتصادي ګټې:
•   له ورېښمو څخه قیمتي جامې، پردې، واسکټونه، دستمالونه او ټوکر جوړېږي.
•   د کورني تولید یوه ښه سرچینه ده.
•   وارداتو ته اړتیا کموي.

ب. صنعتي ګټې:
•   ورېښم د نړۍ له تر ټولو قوي طبیعي فایبرو څخه دی.
•   په درمل جوړونه، جراحي تارونو، او حتا عصري ټکنالوژۍ (bio-silk) کې هم کارېږي.

ج. کلتوري او فیشن ارزښت:
•   ورېښمي جامې یو ډول شتمني، ښکلا او درناوی ښيي.
د واده، اختر، او ځانګړو مراسمو جامې اکثره له ورېښمه جوړېږي.

۶. ورېښم په کومو جامو کې کارېږي؟
•   د ښځو کالی، چادري، واسکټ، شالونه، حجابونه
•   د نارینه‌وو لنګۍ واسکټ، کالي ، دستمال
•   د واده، محفل، او دیني مناسبتونو ځانګړې جامې
•   ځینې وخت په هنري کارونو، تابلوګانو، کي هم ورېښم کارېږي.

د هرات په هټیو کي کڼي ول چي لنګی او نور څه به په لاس ورته چمتو کول ما خپله هم یو وخت دلنګۍ فرمابش ورکړ.

۷. اوس هم په افغانستان کې چیرې چینجی روزل کېږي؟
•   د ورېښمو چینجي روزنه بیا هڅه شوې چې په بدخشان، لوګر، ننګرهار، تخار، او بامیان کې راژوندۍ شي.
•   خلک لږ تر لږه د کورنیو کچو تولید لپاره چینجي روزي.
ورېښم یو تاریخي او ارزښتمند محصول دی، چې افغانستان یې د ورېښمو د لویې لارې له برکته یو وخت مهم تولیدوونکی و. دا صنعت بېرته راژوندۍ کولای شي هم اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي، هم د کلتور او هنر یوه برخه وساتي.
درنښت ….. یارب 🤲🏻

په افغانستان کې د شنو ځنګلونو احیا: آیا خالي ځمکې د نهال کرلو وړ دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.