“!وخت تمام شو”

ژباړه: نصيراحمد څپاند

283

طارق عزیز – د صدام حسین د واکمنۍ پر مهال د عراق د بهرنیو چارو وزیر او د ولسمشر مرستیال – په خپلو خاطرو کې لیکي (د مطلب تر حدودو):
“شپږ میاشتې مخکې له هغه‌ چې امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړي، د جمعې په ورځ سهار په اته بجو زما د کور تلیفون وشرنګېد. د زعیم (صدام ته به یې دا لقب ورکاوه) د دفتر رییس و، ویې ویل چې باید یو ساعت وروسته په رسمي لباس د جمهوري ریاست ماڼۍ ته ورشم او له هېچا سره د دې لیدنې په اړه څه ونه وایم.”
زما حالت یو څه ګډوډ شو، ژر مې ځان تیار کړ او د صدام دفتر ته لاړم.
چې ورسېدم، لږه موده انتظار ته کېناستم او پوه شوم چې د کابینې ټول غړي او د پوځ، سیاست او امنیت لوړپوړي چارواکي هم دعوت شوي، خو هېچا نه پوهېده چې دا ناوخته غونډه ولې رابلل شوې.
زعیم، پر ټاکلي وخت د کنفرانس تالار ته داخل شو، له ټولو یې لنډه احوال‌پوښتنه وکړه، خپلې څوکۍ ته کېناست او پرته له کومې مقدمې یې مستقیم اصل مطلب ته داخل شو.
صدام، چې څېره یې یو څه ستړې او اندېښمنه ښکاره کېده، وویل:
“له څو ورځو فکر او مشورې وروسته، تېر ماښام دې پایلې ته ورسېدم چې د امریکا له پوځي یرغل او د خپل ګران هېواد عراق له ورانۍ د مخنیوي لپاره د جورج بوش شرایط ومنم، له دندې استعفا ورکړم، له خپلو دوو زامنو سره عراق پرېږدم او د هېواد چارې یو رهبرۍ شورا ته وسپارم چې له تاسو حاضرینو څخه به جوړ شي.”
بې له دوو یا دریو نظامي او امنیتي چارواکو، نږدې ټولو حاضرو – چې زه هم پکې وم – له زړه ساه واخیسته او د هغه دا منطقي او عاقلانه پرېکړه یې تود هرکلی وکړ.
صدام هماغلته زه د دې دنده په غاړه کېښودم چې له تجربه‌کارو ډیپلوماټانو یو اجرایي پلاوی جوړ کړم، مشر یې زه یم، او له اروپايي هېوادونو او امریکا څخه لیدنه وکړو. موخه دا وه چې د صدام دا پرېکړه هغوی ته وړاندې کړو او لاره هواره کړو، څو د ملګرو ملتونو او بې‌طرفو بنسټونو تر څار لاندې په عراق کې د نوي حکومت لپاره ټول‌پوښتنه (ریفرندم)، د اساسي قانون مسوده، مؤسسانه شورا او موقتي حکومت رامنځته شي.”
د اروپايي هېوادونو ډېری مشرانو زموږ دا وړاندیز منطقي او هوښیارانه وباله او ژمنه یې وکړه چې له دې بهیر سره به همکاري کوي.
له څو ورځو وروسته، موږ امریکا ته ولاړو. له دې مخکې چې له ولسمشر جورج بوش یا د هغه له مرستیال ډیک چني سره ووینو، د دواړو ګوندونو له سناتورانو او د استازو له جرګې غړو سره مو ولیدل، هغوی هم زموږ د دې پرېکړې هرکلی وکړ. هغوی خوښ ول چې دا اقدام به له یوې ویجاړوونکې جګړې مخنیوی وکړي.
وروسته، موږ د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې، مېرمن “کاندولیزا رایس” سره وکتل. د کتنې په پیل کې مې د دې سفر موخې او د صدام نظریات بیانول، خو رایس مې خبره ور پرې کړه او ویې ویل:
“زه د ستاسو د سفر له موخې خبره یم، خو خوښه یم چې صدام دا هوښیارانه پرېکړه کړې. خو باید ووایم، چې له بده مرغه، دا پرېکړه مو ناوخته وکړه.”
طارق عزیز لیکي:
“زه حیران شوم، ورته مې وویل: ‘لا هم ناوخته نه ده، موږ چمتو یو چې دا پروسه پلې کړو’. خو رایس بېرته زما خبره پرې کړه او ټینګار یې وکړ:
‘بښنه غواړم، صدام باید ډېر وړاندې دا پرېکړه کړې وای، ځکه موږ د دې پر بنسټ چې صدام د ملګرو ملتونو د پلټونکو د کیمیاوي او ټول‌وژونکو وسلو د پلټنې اجازه نه ورکوله، پرېکړه کړې چې پر ستاسو هېواد برید وکړو، او د مارچ پر ۲۰مه، د ماښام پر ۷ بجو، به برید پیل کړو’.”
طارق عزیز د دې برخې په پای کې لیکي:
“او امریکا، د مارچ پر ۲۰مه، راس ساعت ۱۹، زموږ پر هېواد برید وکړ.”
#ژباړه:#نصيراحمدڅپاند
ماخذ:
د “طارق عزیز” (Tariq Aziz) لخوا لیکل شوی د خاطراتو کتاب
“The Complete Memoirs of Tariq Aziz”

انسان او د ښه اثر فلسفه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.