د اقليمي بدلون ننګونې او له اوبو سره زموږ ناوړه چلن

عبدالوحید وحيد

661

د اقليمي بدلون له امله د اورښتونو بدلیدونکي بڼې به يقيناً د افغانستان په کرنيزه برخه او د خوړو په خوندیتوب باندې ویجاړونکي اغیزې ولري.  مخکې له هغه چې د اقليمي بدلونونو په توپاني څپو کې مو له ټولنيز بدن څخه ساه ووزي، هېواد مو وران ويجاړ او د سيندونو په غاړه پروت ولس مو له تندې مړ شي،  په هېواد کې د سرتاسري سولې له اوسنيو فرصتونو څخه ګټه کول، په جنګي بنيادونو کار کول، د هر ډول سياسي مخالفتونو او تعصب پرته د ملي روحيې پربنسټ په ملي کچه ستر ګامونه پورته کول او مهمې پريکړې کول مو راتلونکې له ننګونو څخه ژغورلى شي. په روانه پېړۍ کې  د وچکالي په پايله کې د اوبو د کمښت له امله په اوبلنو سرچينو باندي د شخړو د رامنځته کيدو اټکلونه ورځ تربلې زياتيږي. د قوشتېپې کانال جوړولو نوښت او عملي ګامونه پورته کول په زړه پورې لاسته راوړنه ده او مخکې له هغه چې جنجالونه سر راپورته کوي د هېواد د نورو اوبلنو زيرمو د مديريت په تړاو هم عملي ګامونو پورته کولو ته سخته اړتیا ليدل کېږي.

په افغانستان کې د اقلیم د بدلون اغیزې ډیری او متنوع دي.  وچکالي، د ځمکې لاندې اوبلنو زېرمو وچوالى،د تودوخې لوړوالی، د لوږې د کچې لوړيدل، د اورښتونو د بڼې بدلېدل، د ځمکو ښوئېدل، سيلابونه او د سختو موسمي پیښو د شمېر او شدت زیاتوالی ټول د ولسونو ژوند ننګوي، د هیواد په کرنيزه برخه، د اوبو په سرچینو او بشري روغتیا باندې د پام وړ اغیزې لري.  اړینه ده چې حکومت، مدني ټولنه او نړیواله ټولنه په ګډه کار وکړي ترڅو له راتلونکو ننګونو سره مبارزه وکړي او د افغانستان لپاره باثباته راتلونکې تضمین کړي.

په هرصورت، د  ځواکمنو هېوادونو د رقابتونو او د بې رحمه ګاونډيانو د خورا پيچليو تاکتیکي حربو په تناظر کې به د افغانستان لپاره د خورا لوړې کچې  احتياط کولو او د مسلکي افرادو لخوا د ملي ګټو په چوکاټ کې رانغښتل شويو تګلارو له جوړولو پرته به له خپلو اوبلنو زيرمو څخه ګټه پورته کول يقيناً خورا ستونځمن هدف وي چې ترلاسه کول به يې کړاوونه ولري او احتمالاً د نورو جدي ننګونو لامل به وګرزي.

که په هېواد کې د پانګونو، له ولس سره د نړيوالو مرستو، د قوشتېپې کانال  او له اوسني حکومت سره د نړيوال تعامل مخالفت ملي سياست وي يا هم که په افغانستان باندې د امریکا بريد ته احمقانه انتظار او د توپک سياست ته مخه کول د افغانستان نجات وي نو موږ به دغه شان ملي سياست او په دغه ډول نجات باندي لعنت وايو

فکر نه کوم د هغو خلکو د استسقا لمونځ متعال رب قبول کړي چې لکه زموږ په شان خپل سيندونه يې پردۍ شاړې دښتې خړوبوي، پردي بريښنا بندونه ابادوي او په خپله په اوبو پسې لالهانده ګرزي. اقليمي بدلونونو له امله په افغانستان باندي وچکالي او د اوبو د کمښت له امله نورې ستونځې هم رامنځته کيږي. په نړيواله کچه داسې وړاندوينې کيږي چې روانه پيړۍ به اوبه د هيوادونو ترمنځ د شخړو ستر بنسټ جوړيږي. افغانستان د اقليمي بدلونونو په محراق کې قرار لري او په يقيني توګه د اوبو د کمښت له امله له داسي ناورين سره د مخ کيدو په حال کې دى چې بيا به يې له بوږنوونکو اغېزو څخه د ولس د ژغورنې لپاره په عاجله توګه د ستراتیژي جوړولو امکانات  ونلرو.

د مناسب وخت د راتلو انتظار مه کوئ. هيواد لرو سرچينې لرو امنيت او داسې حکومت شته چې د هر ډول ننګونو، فساد، لاسوهنو او چور مخه نيولاى شي، خو نيمګړتياوې هم شته چې له منځه وړل يې ممکن او د اوسني حاکمیت په وس کې شته. همدا اوس د اصلاحاتو لپاره د همت کولو او د يوه ويښ ملت په شان د خپل ځان ثابتولو وخت راغلى دى چې بايد د اقليمي بدلونونو له فاجعه زيږوونکو اغيزو څخه د مخنيوي په موخه د خپلو اوبلنو زيرمو د مهارولو په برخه لکه د قوشتېپې د کانال په څېر اړين ګامونه پورته شي.

که په کابل باندي يوه شېبه تم شو نو باید ووايو چې اقليمي بدلون، اوږده وچکالي او له څو لسیزو راهیسې د اوبو ناسم مديريت د کابل ښار د يو ژور بحران پر لوري سوق کړی دی. د بارانونو کمښت، د تودوخې زياتوالی، او له ښاري پلان پرته د نفوسو  زياتېدنه د څښاک د اوبو زېرمې له منځه وړې دي، او د دغه ښار اوسيدونکي يې د تندې له جدي ګواښ سره مخ کړي دي. دغه ستونزه يوازې اقليمي نه، بلکې له پخوا راهیسې د امکاناتو له شتون سره سره د ملي ستراتيژي د نشتوالي، غفلت او ناسم مديريت نتيجه ده. افغانستان د هندوکش، پامير، آمو، سپين غر، واخان، باميان، سالنګ، پيغام او داسې نورو غرونو له زړه څخه د اوبو پراخې سرچينې لري. کابل، پنجشېر، سالنګ او غوربند سيندونه د همدغو سرچينو طبيعي شريانونه دي، چې کابل ښار ته د ژوند او تنفس وسيله برابروي. دغه اوبه لا هم مهار شوې نه دي، بې‌نظمه، د هېواد له کنټرول څخه بهر او پردۍ دښتې خړوبوي . موږ د خپل هېواد له تر ټولو حياتي شتمني سره د بې‌پروايي چلن کوو. که اوس هم د اوبو د مهار، بندونو جوړولو، او ملي اوبه‌لرونکي پاليسي عملي کولو ته جدي، قاطع او بې‌ساري ګامونه وانخلو، نو نه يوازې کابل، بلکې د ټول افغانستان راتلونکی به د شاړو دښتو او تږي ولس ننداره وړاندې کړي.

 ! د مصلحتونو ترشا پټ شوى عدالت او د جنايت ګواښونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.