افغانستان: د آسیا څلورلاری او د سیمې د نښلون مرکز

لېکنه : مولوي نېک محمد نېک مل

198

افغانستان: د آسیا څلورلاری او د سیمې د نښلون مرکز…..!!!

افغانستان؛ د آسیا زړه، د څلورلارو تګلوری او د “یوې لارې، یوه کمربند” د نوښت حیاتي محور

افغانستان د آسیا په زړه کې پروت یو تاریخي، فرهنګي او ستراتیژیک هېواد دی چې تل یې د سیمې او نړۍ پام ځان ته اړولی. نن ورځ، د نړۍ سیاسي او اقتصادي توجه بېرته دې سیمې ته راګرځېدلې، ځکه چې افغانستان نه یوازې د طبیعي زېرمو له پلوه بډای دی، بلکې د ستراتیژیکو دهلېزونو لپاره هم یو ژوندی محور دی. د چین د “یوې لارې یوه کمربند” ستر نوښت، د سیمې ترانزیټي پروژې، او د منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره د افغانستان اهمیت نور هم زیات کړی دی.
جغرافیوي موقعیت او د ترانزیټ تاریخي لاره

افغانستان د جنوبي، منځنۍ، لوېديځې او ختیځې آسیا تر منځ په تقاطع کې پروت دی. دا موقعیت یې د سترو تمدنونو، سوداګرو او د تګ راتګ لارې په توګه بدل کړی دی. له لرغوني “ریښمو لارې” څخه نیولې تر نننۍ “یوې لارې یوه کمربند” (BRI) پورې، افغانستان تل د لویو سوداګریزو دهلېزونو یوه مهمه حلقه پاتې شوې ده.

د منځنۍ آسیا هېوادونه او د افغانستان موقعیت

افغانستان له لاندې منځنۍ آسیا هېوادونو سره نږدې او مستقیمه جغرافیایي اړیکه لري:
تاجکستان
ازبکستان
ترکمنستان
(په پراخه سیمه‌ییزه همکارۍ کې:)
قزاقستان
قرغیزستان

دا هېوادونه د انرژۍ، اوبو، معادنو او ترانزیټ له پلوه مهم ارزښت لري. افغانستان د دې هېوادونو لپاره تر ټولو نږدې دهلیز دی چې له لارې یې ګرم او لوی بازارونه لکه پاکستان، هند، ایران او عربي هېوادونه ته لاره پرانیستل کېږي.

د “یوې لارې، یوه کمربند” (BRI) نوښت او افغانستان

د چین د “یو کمربند، یوه لار” (BRI) پروژه، چې له ۲۰۱۳م کال راهیسې پیل شوې، هڅه کوي چې آسیا، اروپا، او افریقا سره د دهلېزونو له لارې ونښلوي. دا پروژه دوه لویې برخې لري:
ځمکنۍ کمربند (Silk Road Economic Belt)
سمندري لار (Maritime Silk Road)

افغانستان د ځمکنۍ کمربند برخه کې یو حیاتي هېواد دی. د افغانستان مستقیم ګډون چین، ایران، پاکستان، او منځنۍ آسیا دا هڅه کوي چې افغانستان د بدیلې لارې په توګه فعاله کړي.

د BRI تر چتر لاندې افغانستان ته ګټې:
د زیربناوو پراخې پانګونې (سرکونه، رېل پټلۍ، بندونه)
د صادراتو او وارداتو آسانتیا
د انرژۍ انتقال
د سوداګرۍ لپاره لنډ مسیرونه

مهمې اقتصادي او ترانزیټي پروژې

۱. ټاپي (TAPI) پروژه
ګاز د ترکمنستان نه، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي.
افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو ترانزیټي عواید تضمینوي.
د سیمه ییز اقتصاد یو ستر بنسټ جوړوي.

همدا راز دټاپ پروژه
۲. کاسا-1000 پروژه
د بریښنا پروژه چې د قرغیزستان او تاجکستان انرژي د افغانستان له لارې پاکستان ته رسوي.
د انرژۍ تبادله او سیمه‌ییزه همکاري پیاوړې کوي.

۳. تیوټاپ (TUTAP)
د برېښنا د شبکې اتصال پروژه.
افغانستان د انرژۍ د ترانزیټ مرکز ګرځوي.

۴. چابهار – زرنج – دلارام لار
افغانستان د هند له لارې سمندر ته رسوي.
د پاکستان له انحصار څخه افغانستان خلاصوي.

۵. لاجورد لار
افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان، جورجیا، ترکیې او اروپا سره نښلوي.
بدیل بازارونو ته لاسرسی برابروي.

۶. رېل پټلۍ پروژې
حیرتان – مزار، خواف – هرات، تورغونډۍ – هرات، آقینه – اندخوی.
دا رېل پټلۍ به افغانستان د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو سره وصل کړي.

طبیعي زېرمې: یوه بله اقتصادي شتمني

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې سترې طبیعي زېرمې لري، چې ځینې یې دا دي:
لیتیم (چې د “سپین زرو” په نوم یادیږي)
مس، سرو زرو، اوسپنه، دډبرو سکاره
د نفتو او ګازو زیرمې (په شمالي ولایتونو کې)
قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې

که د BRI او نورو پانګوالو له خوا پانګونه وشي، دا زېرمې به د سیمه‌ییزې انرژۍ او تولید سرچینې بدل شي.
افغانستان د سیمې د ترانزیټ، انرژۍ، او اقتصادي دهلېزونو یو بې‌سارې موقعیت لري. د “یوې لارې یوه کمربند” نوښت، د ټاپي، کاسا-1000، تیوټاپ، ټاپ ،چابهار او لاجوردو پروژو له لارې دا موقعیت عملي کېدای شي. خو دا هر څه د یو باثباته حکومت، سیمه‌ییزې همکارۍ، او نړیوالې پانګونې ته اړتیا لري.

د افغانستان څلورلاری کېدل، د سیمې لپاره یو نوی اقتصادي واقعیت رامنځته کولی شي، چې د جګړو پر ځای به د ثبات، پراختیا او همکارۍ عصر پیل کړي.
درنښت ….. یارب 🤲🏻

!!! افغانستان درسمیت پر درشل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.