لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۳۴مه‌برخه

آصف بهاند

233

په تا چې څوک نه مينيـږي

يا به واړه وي يا به سترگې نه لرينه

 

د غريبۍ څه زلميتوب وي

نه يې ياران وي نه د ژمي مجلسونه

 

چې زمرد يې پيداوار دی

موږ په هغه وطن کې لوږې تېروونه

د دې برخې له‌پاره مې دا لنډۍ برابرې کړې دي:

شونډو مې وچ پتري نيولي

ستا د مجملې يارۍ تاو دی غرق يې کړمه

 

دروازې پورې کړي پناه شي

د مسلمان له دره تشه ځولۍ ځمه

 

مخ ته مې مه ګوره کافر شوې

زه مسافر جانان په خدای سپارلې يمه

 

د سمندر ظالمه زوره

زما له وروره دې خپل کور وتښتوونه

 

په هره لاره درسره يم

د ماهيپر لاره مې ساه را لنډوينه

 

زما د زړه پشکال مست شو

خړې څپې مې له خُمارو سترګو ځينه

 

د بارانه سوال مې قبول شو

د يار زړه نه دی په کږو شېبو کې ځينه

 

ورکه نېستي شه ورک يې نوم شه

له ما يې پاتې کړل د کلي اخترونه

 

زما د زړه باغ يې تالا کړ

لېونی هغسې په کړس خندا کوينه

 

تا ته چې کوم وخت در يادېـږم

ما به دې دغه وخت نامه اخيستې وينه

 

د درواﺯې ﺯنځير راجوړ کړه

وﺯگاره خلک دي لمنې توروينه

 

چېرته يو ځای کې به غږېـږم

زما شعرونه به دې خوب ته نه پرېـږدينه

 

سړی په نيمه لار کې پرېـږدي

ملا په پردو راوړو څنګه وتړمه

 

ستا يارانه د شگو ورخ دی

که چنارونه پکې ږدم، اوبه يې وړينه

 

په ناوگۍ کې اوبه نه وې

د ميمونې د وينو راغلل سيلابونه

 

زما د زنې د سر خاله

د اشنا ماله، امانت به دې ساتمه

 

که ټيکه ږدم خال مې ورانېـږي

که ټيکه نه ږدم، لالی بيا مسافر ځينه

 

ماته دې خپل لالی راپرېـږدي

بېلتون دې ځان له پامه نه رابدوينه

 

په نيمه شپه يې چيلم ډک کړ

په ياقربان ټپې کوي ما يادوينه

 

راشه په زړه مې گوتې کېـږده

له ځانه ډېره مينه تا سره کوومه

 

د مينتوب په نښو پوی ده

وړه خو نده چې راليـږي ځنځيرونه

 

په تا چې څوک نه مينيـږي

يا به واړه وي يا به سترگې نه لرينه

 

د جهالت ابۍ دې مړه شي

چې نور بې علمه بچي نه راوړي مئينه

 

د تسلۍ راسره څوک دي

يوه کړکۍ ده بله زه ولاړه يمه

 

غم دې په غم باندې زياتېـږي

نور به دې غم په غم کې نه حسابوومه

 

د غريبۍ څه زلميتوب وي

نه يې ياران وي نه د ژمي مجلسونه

 

زما لالا ته زېری ورکړئ

پښتو دې سر شوه زه دې خاورې ايرې کړمه

 

په غريبۍ به دې پرې نږدم

په بې ننگۍ به درنه واخلمه لاسونه

 

گيلې کوم غوږ ورته کېـږده

که ته پوهېـږې دا دې قدر زياتوومه

 

هوښيار هغه چې پردي خپل کړي

کم عقل خپل پردي کوي ژړا راځينه

 

که ديدن غواړې پناه کېـږم

د توت په څټه راته مه ليکه شعرونه

 

جينۍ په ما مئينه نه ده

جينۍ ته هسې لېونيان خوند ورکوينه

 

د ماشومانو سره ناست يم

ستا په کوڅه کې ستا پوښتنه ترې کوومه

 

ستا کاڼي بوټي شهيدان دي

وطنه ځکه غمرازۍ لره درځمه

 

چې زمرد يې پيداوار دی

موږ په هغه وطن کې لوږې تېروونه

 

خلک حيران کړه غاړه راکه

ناځوانه ستا لاسونه چا نيولي دينه

 

په جوارۍ ناسته لاليه

که زر دې بايلل زرزري سالو لرمه

 

تېر خو به شي خو هېر به نه شي

د بېوسۍ ژوندونه ياد به دې ساتمه

 

که خدای کول وخت به مې راشي

ناچاره ژونده اوس دې هر يوه منمه

 

مخ به دې هسې په کعبه وي

په زړه کافره زه دې ډېر ښه پېژنمه

 

ما خو د لرې نه سهي کړې

د ستارو جامې دې بيا اغوستې دينه

 

ستا له اوربله ډزې وشوې

زه مسافر په لاره تلم ودې ويشتمه

 

د وطن باده رارسېـږه

د هندوستان ګرمۍ په اور پوخ کړی يمه

 

که خدای مې ته وې رانه لاړې

که چېرې بل وي تا نه ښه به مې ساتينه

 

زما د لارې په سر کور دی

چې غم راځي اول په ما سلام کوينه

 

په کوڅه ښکته پورته کېـږې

لار دې ژوره کړه اوبه راستنوينه

 

ما پرې د اوښکو جرگه وکړه

که يار پښتون وي ما به نه خفه کوینه

 

زما دې څه وکړل چې لاړې

په ځان دې اور کړل د يارانو مجلسونه

 

چې زما خوږ وطن ورانېـږي

خدای دې په گرده نړۍ پورې کړي اورونه

 

د دروازې د ځنځير غږه

مسافر يار رايادوې تباه دې کړمه

 

زما د کلي نصيب خوار دی

چې ونې شنې شي ځمکه سره په وينو شينه

 

زما د زړه صبرېدل گران دي

جانان چې داسې خوی کوي صبر به شينه

 

مئينه نه يې دروغ وايې

نه دې رنگ زېـړ دی، نه دې شونډې وچې دينه

 

که مې ځيگه شړۍ پر سر وي

جانانه تا به په بخملو کې ساتمه

 

له ماهيپره يې گزار کړې

چې په پردو کارو کې څوک گوتې وهينه

 

اوربل يې ما دانه وانه کړ

د ماهيپر سيلۍ پې ځان بدناموينه

 

تا په اوربل روپۍ کږه کړه

زه به شمله په سر کږه له خياله وړمه

 

له خپل وطنه مې زړه نه ځي

نصيب روان دی زه بندي ورسره ځمه

 

ټوپک خرڅوم قلم پرې اخلم

د امن درس ټووولې نړۍ ته ورکوومه

 

ستا د ديدن گيله مې نشته

د پښتنو مينې نيمګړې خوند کوينه

 

په قدمو دې خدای مئين کړم

جينۍ زما لپاره واخله قدمونه

 

په زړه مې شنه غوړاسکي سوځي

نري نري سکاره مې ژبې ته راځينه

 

خلک په شور باندې ويښېـږي

ما د جانان خاموشي خوب ته نه پرېـږدينه

 

د بېوسۍ حد ته مې گوره

څښتن راکړې ژبه گونگه گرځوومه

 

بوی د لمدو نکريزو راغی

د کومې پېغلې د کوزدې دسمال به وړينه

 

د ژړېدلو سړی نه يم

څوک چې بې ننگه راته وايي وژاړمه

 

ټوله لمده دې کړم بارانه

يار مې پښتون دی مرور به شي مئينه

 

د ټوپک سيوری به دې واخلي

د لوپټې په سيوري مه کوه خوبونه

 

توره تياره پر غرونو راغله

له تورو سترگو نه دې ځار شم ځه چې ځونه

 

ما درته وېل چې ښار ته مه ځه

د سوداگرو په جنگونو واوښتمه

 

پر دېواله دې غېـږه کېښوه

زما خالي غېـږه ښېرې درته کوينه

 

پر دېواله ولاړه اوسه

د ماشومانو سره ناست لوبې کوومه

 

ډکه ځولۍ بېرې مې وکړې

د يار سره يې په گورگورو بدلوومه

 

د پنجابي حسن مېرمنې

په پښتنو برېتو مې مه وهه لاسونه

 

خوب مې ليدلی خدای دې خير کړي

ما وېل بنگړي مې په درشل مات شوي وينه

 

مجبور مزدور وم پام مې نه و

کمر راپرېوته زرې زرې يې کړمه

 

په سرو مرمو سوری سوری شوم

گناه مې دا وه چې بې وخته گرځېدمه

 

ته راته غلې غلې گوره

زه دې په پښو کې سپېلنی لوگی کوومه

 

څرمن يې سپينه زړه يې تور دی

زه يې په سپينه څرمن هسې تېروتمه

 

د نازولې انجلۍ وروره

اوښی مې نه يې چې په شاه دې گرځوومه

 

د نازولې انجلۍ وروره

خور ته دې وايه زما ډېر ډېر سلامونه

 

د جينکو مټاکې سترگې

چې په پردۍ څنگل به خوب څنگه ورځينه

 

اوس به دې کلي ته نارې کړم

دې حرموني په ما لاس ولگونه

 

خدای په وړې انجلۍ مئين کړم

د کوټنو کاڼي په ما راټولوينه

 

د ديدن وږي به ماړه کړم

د کلي منځ کې به لوڅ مخې تېره شمه

 

په ونه جگ په زړه بې ايمانه

چې راپسې وې غږ دې ولې نه کاوونه

 

کابل ته مه وايه چې وران شې

دی چې ورانېږي زما زړه ورسره چوينه

 

د هر چا خپله خپله خوښه

زه د وطن په خاوره مړ خوشحاله یمه

 

نوربیا

د لنډیو اصلي منابع خلک دي- شپاړسمه برخه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.