د لنډیو اصلي منابع خلک دي- شپاړسمه برخه

آصف بهاند

225

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

شپاړسمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۳۳مه برخه

 

زه د جانان شکرگزار یم

پر زړه داغونه ډېر په مینه راکوینه

 

سفر مې تک‌تور ویښته سپین‌کړل

په خپل وطن کې مې نصیب نه‌شته مـیٔنه

 

که زما یار وطن ته راغی
په سره پاسپورت باندې یې شین‌چای دمومه

 

یوه‌لنډۍ مې د ځوانانو له داسې یوه بنډار نه را خپله کړه چې اور یې بل کړی دی، دوی شاوخوا ناست دي د حاضرینو له ډلې نه یو تن له دردمن مومند نومي نه هیله کوي چې یوه لنډۍ ووايي او هغه هم داسې لنډۍ وایي چې په هغه کې د ټولو خلکو له پاره لوی درس پروت دی. دا لاندې د یادې ویدیو لینک دی:

حق د یتیم نه کرار کینئ

ترې نه جوړېږي اخرت کې عذابونه

https://www.facebook.com/watch?v=1692413865031911

دغه‌راز په مرغلره دات ورگ کې چې تل ډېرې ښې لنډۍ پرلیکه کوي، یوه ورځ داسې ویدیو اېښودل شوې وه چې یوځوان په سوځنده غږ کې، سوځنده داسې لنډۍ د ساز په څپو کې وړاندې کوي چې لکه د چا خبره پر زړونو باندې اور لگوي. ما دا څو نوې لندۍ ورنه راخوندي کړې:

 

بیا به زما لارو ته گورې

ما به توبه ستا د یارۍ ویستلې وینه

 

د جنازې بازو مې نیسه

چېرې به ما په لاس کې لاس درکړی‌وینه

 

تر جنازې مې مخکې مه‌ځه

روسته راځه چې دې تر سترگو وړاندې یمه

 

گرانه لالیه څه دې وکړل

د لښکر مخکې مخکې تلې کونډه دې کړمه

https://www.facebook.com/reel/1071177744789319 

دا هم د لنډیو د دې برخې له‌پاره څو نورې راټولې شوې لنډۍ:

 

پېغلې سلگۍ وهي او وایي

چې له بې‌زده‌کړو ژڼو ډک شه دوزخونه

 

پېغلې سلگۍ کوي او وایي

چې له بې‌ننگو ژڼو ډک شه دوزخونه

 

چیرته مې شنو دښتو ته بوځی
ښار کې تنګ شوی یم، ژړا راته راځینه

 

لۀ ما یې یار پۀ پښتو بېل کۀ

د ملک زوی ځانته هندوې گډوینه

 

په نیمه شپه، ټپۀ راوکړه

داغلي زړونه به دوعا درته کوینه

 

زه د جانان شکرگزار یم

پر زړه داغونه ډېر په مینه راکوینه

 

نن مې دا ښی‌مړوند خوږېـږي

تمامه شپه پرې جانان کړي‌دي خوبونه

 

د محبت باران دې وشي

چې له کرکجنو زړونو يوسي نفرتونه

 

زړه مې له غم سره عادت دی

اوس خوشحالي راباندې بد اثر کوینه

 

تهٔ په کوڅه کې سپي نسکور کړې

زهٔ د بلۍ پر سر خندا نسکوره کړمه

 

زما نامه په ټټر ګل کړه

په لېونو سپو چې ورځې نه به دې خورينه

 

د لیوني په زړه به څه وو

روستي دیدن کې یې په شا راوکتنه

 

ته خو می خپل کړه، توره وکړه

لکه د سوي‌لاس ساتنه به دې کړمه

 

ملا حلوا به درته راوړم

که دې د ښکلو حق کې وکړل بیانونه

 

که په ژړا نصیب ښه کيـږې

زه به لمن له اوښکو ډکه ګرځومه

 

خندا د روغو خلکو کاردی

زما داغلی زړه به څه په خندا شینه

 

د یار په کور کې ډزې وشوې

یا یې واده کړه، یا بې ځان وژلی‌وینه

 

په نیمه‌شپه مې چیغې وکړې

چې را‌په یاد‌شول د بایللي یار یادونه

 

سفر مې تک‌تور ویښته سپین‌کړل

په خپل وطن کې مې نصیب نه‌شته مـیٔنه

 

د وخت مـٔین لکه کلدارې

جیب کې دې وي، خو پرې ډاډه نه وي جیبونه

 

که زما یار وطن ته راغی
په سره پاسپورت باندې یې شین‌چای دمومه

 

خوله یې له وینو ډکه راوه

جنۍ په یار پسې بنگړي خوړلي‌دینه

 

خدای خو دې دا ځلې راجوړ که

غــوڅـه زړگـیـه، بـیـا دې نـه‌مـیـنـومه

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۳۲مه برخه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.