وعدی دې ښې دي چی اوږدې دي
ستـا د راتـلـو نـېـټـې مـی عـمـر ډېــرویـنـه
ملنګ د څانته دعــا وکړي
چې په پردو کوڅو کې نه غواړي خیرونه
زما د یارۍ په تمه نهشې
زه یې په بدو کې وړه ورکړي یمه
د لنډیو په دې برخه کې به دا لاندې نوې لنډۍ تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې شي:
له غټوسترگو برخمنې
په رنځ اخته شې، زه دې زېـړزبېښلی کړمه
د زړه په زور مې خندا وکړه
یار مې غلط کړ، ترې نه پټ مې کړل غمونه
پر هديره اوبه ورپرېـږدئ
ځوانان شوقيان دي، پر مخ نه پرېـږدي گردونه
دا مخامخ دیوال دې وران سې
تر دې پناه دي توري سترگې سره لاسونه
وعدی دې ښې دي چی اوږدې دي
ستـا د راتـلـو نـېـټـې مـی عـمـر ډېــرویـنـه
ملنګ د څانته دعــا وکړي
چې په پردو کوڅو کې نه غواړي خیرونه
بېلتون ټوپک شو راته ډک شو
ناڅاپه ټک شو له هرڅه یې وویستمه
خدای د زما له زړه خبر که
چې پښې دې رېـږدي، ځمکه ځای نه درکوینه
بېلتون ته وایه، لاس دې خلاص دی
یـار دې جـدا کـړ، نـور دې څـه پـروا لـرمه
جانان کۀ بد کړي، زۀ بۀ ښۀ کړم
بد یې تر هغه پورې وړم چې مئین یمه
په لویهلاره کې مې کور دی
غم چې راځي، اول زما ټپوس کوینه
اختر چې تېـر شي، بيا به راشي
په نادانۍ عمر چې تېـر شي نه راځينه
خدایه د کوم جرم سزا ده
د اختر ورځی دي، په غم یې تېـرومه
زما شتمن لالي ته وايه
په پيوندي کميس مې تېـر کړل اخترونه
د تُورو ستّرگو زور دی دا و
یو دی مئین او بل دِی ورک له ملکه کړمه
کوژدن مې نه ده، ولې ژاړې
موږ کره هسې ميلمانه راغليدينه
زما د یارۍ په تمه نهشې
زه یې په بدو کې وړه ورکړي یمه
پر کومه لاړې، غـــږ دې ورک شو
لالـیـه تا خو د قیامت تړل شرطونه
چې را پۀ یاد شې ورکه یاره
کۀ مې خولە ډکه لە خندا وي، وژاړمه
په گوتوجوړ دسمال دې راکه
مسافرۍ کې به پرې اوښکې پاکومه
نوربیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.