پاکه ربه! زاري کوم په فکر د ښیګڼې
خـبـره لـه حــالاتــو ســره ســمـه راتــه کــړه
پـه فکر د ښـیـګـڼـې د ژونـد تـمـه راتـه کــړه
له موږ نه پوره کیږې نور بیدار مو کړه ذهنونه
سیــده د عــلـم لار له خپـل کــرمـه راتــه کــړه
لاسـونــه خـونــړی تاو، د ژوند هیلې راته وژنې
هــنـر زده د ژغــورنـې له دښــنـه راتــه کـــړه
تـوده مـیـنـه تـر اوسـه د زړه تــل کې ګـرځــوو
خــو پـوهـه پـه کـتاب او تـر قـلـمه را تــه کــړه
قرآن کې راغـلي پـيـغامـونـه ډیـر په سایـنـس کـې
لار خلاصه له تور زړه ملا (1) بې غمـه راته کړه
تـیــارو نــه د وتــلــو پـوهــیدـلـو کـې کـمـزوري
خوزښـت پـه نوی خیال تـر لوړ قدمه راته کـړه
د ژونـد د بساینې لارو چـارو په لور یــون کـې
چټک ستر پرمختګ تر هسک او برمه راته کړه
بدله ساه، سیلۍ مو په ځوان نسل کې کړه پورته
بنسټ جـوړ د یـووالي ټـول هـمدمه راتـه کـړه
د رخې سخې خيال له مغزو راته کنګال کړه
ټپي زړونـه راجـوړ په خـوږ مرهمـه راته کـړه
محبوبې له کلا نـه تـاو راتـاو لارې کـږې ځـي
جلات په نوي هوډ وایې نوره یې سمه راته کړه
اټک او امو دواړو ته اړتيا د لوي غورځنګ ده
دا ستر افغانـسـتان کـور تــر حـرمـه راتـه کــړه
۱-
تور زړه ملا، هغه ملا چې نن سباه يې په هیواد کې په زده کړو بندیز لګولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.