ناسته په تمه یم وعده مې هیره کړې نه ده
روانیدو هغه شیبه مې هیره کړې نه ده
تا مې پڼې پر طلاې تار راته وه اوبدلې
د مشدۍ هغه شمله مې هیره کړې نه ده
د ګودر غاړه کې زما په انتظار ولاړ وي
د مازدیګر لمر غرغره مې هیره کړې نه ده
د لونګین هر یو ځونډی مې ستا په نوم پییلې
ستا د شپلۍ هغه نغمه مې هیره کړې نه ده
پر بره لار رانه جلا شوې تا ویل ژر به راځم
تیرشو کلونه ستا پلمه مې هیره کړې نه ده
د دیدن ځاې ته په وعده خپلې پوره راتللې
جزبه د مینې ها چینه مې هیره کړې نه ده
هجرت که ټوله خوشالي راته له زړو وړې ده
د بیلتون درد خوږه لیمه مې هیره کړې نه ده
کڼو غوږونو کې د ژوند ازانکه پورته به کړو
د نوي یون نوې څپه مې هیره کړې نه ده
دا اسمان څکي که ودان دي نو زموږ خو نه دي
د کلي منځ ورانه کوڅه مې هیره کړې نه ده
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.