مولوي محمد نبي محمدي

مولوي محمد نبي محمدي د ملا عبدالوهاب ځوی او د ملا توره باز لمسی و، ویل کیږي چې په ۱۳۰۰ لمریزکال کې د لوګر ولایت د بره کې برک په ولسوالۍ کې په یوه روحاني کورنۍ کې زیږیدلي او په قوم اندړ دي.په پنځه کلنۍ کې یې لمړنۍ زده کړې پیل او شرعي علوم او ادبي فنون یې د لوګر، میدان او لغمان په ولایتونوکې له مشهورو دیني علماوو نه زده کړې او له هغې وروسته دی خپله د دیني علومو ښوونکي شو.
د دیارلسمې دورې د شورا په ټاکنو کې د لوګر د بره کې برک له ولسوالۍ نه د وکیل په توګه د هغه وخت ملي شورا ته و ټاکل شو، هغه د ظاهر شاه د حکومت پر ضد څرګند تبلیغات کول. د پارلمان د دغې دورې له ختمیدو وروسته یې د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ته نقل مکان وکړ او هلته یې یوه لوی مدرسه جوړه کړه، او د دیني علومو په تدریس یې پیل وکړ.
د ۱۳۵۲ لمریز کال د قوس د میاشتې په یولسمه نیټه مولوی محمد نبی محمدی د داودخان د رژیم د پولیسو له لورې ونیول شو او د یوې لنډی مودې جیل نه وروسته بیرته ازاد شو.
د ثور د انقلاب نه وروسته په ۱۳۵۷ لمریز کال د بلوچستان ایالت کویټې ښار کې مهاجر شو او هلته یې د حرکت انقلاب اسلامي په نوم تنظیم جوړ کړ چې وروسته بیا د اسلامي تنظیم امیر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي تنظیم د مشر ربانی په غوښتنه پیښور ته ولاړ او هلته یې فعالیت پیل کړ.
مولوی محمد نبی هم د نورو تنظیمونو په شان د پاکستان د (ای اس ای) او نورو نړیوالو استخباراتي شبکو سره رابطه ټینګه او د هغوي د نظامي او مالي مرستو نه بې برخې پاتې نه شو.
مولوی نبی د خپل هېواد د ورنولو په دوره کې له ۱۳۶۰ لمریز کلونو نه تر ۱۳۶۴ پورې د منځ لارو تنظیمونو هر یو د پیرسید احمد ګیلانی د محاذملی او د حضرت صبغت الله مجددی د جبهه نجات ملی او خپله تنظیم د دری ګونو تنظیمونو د اتحاد ریاست په غاړه درلود.
په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د مجاهدینو د عبوري حکومت د دفاع د وزیر په توګه و ټاکل شو. په ۱۳۷۱ کال کې د تنظیمونو د قیادی شورا غړی شو او د ډاکتر نجیب الله د حاکمیت له سقوط نه وروسته کابل ته را ستون، د ربانی د حکومت په څنګ کې ودرید او د جمهوري ریاست د مرستیال په توګه و ګمارل شو.
مولوی محمدنبی د معتدل او نورمال اسلامي اساساتو پر بنیاد د حکومت د چارو غوښتونکي و، خو په کابل کې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو له امله خواشینۍ شو او بیرته پیښور ته ولاړ.
کله چې د طالبانو تحریک د کابل ښار شاوخوا سیمو ته را نږدې کیدل مولوی محمد بنی محمدی په ښکاره توګه خپل ملاتړ له دغه تحریک نه اعلان کړ او ورسره یو ځای شو.
حرکت انقلاب اسلامی تنظیم د مولوی محمد نبی محمدی په مشرۍ په ۱۳۷۴ لمریز کال کې په پیښورکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپل رسمي ملاتړ له طالبانو اعلان کړ او د ربانی له حکومت نه یې و غوښتل چې له خپل مقام نه لاس واخلی او د هغه حکومت یې غیر قانوني اعلان کړ او وئي ویل چې له نوي سلنې نه ډیرخلک د ربانی د حکومت پر ضد دي.
مولوی محمد نبی په ۱۳۸۱شمسی کال کې د ورپیښې ناروغۍ له امله په پیښور کې ومړ او جنازه یې په لوګر کې خاورو ته وسپارل شوه. نوموړی شرعي احکامو ته متعهد او د منځمهال سیاست پلوی و. په وخت مرګ هغه له ځینو هغو منفي کړنو او انحرافاتو نه وژغوره چې نورو رهبرانو د قدرت او امریکا د اشغال وروسته په کې تر ستوني غرق شول او دا اوس نور هم د لا غرقیدو په حالت کې دي.
نوربیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.