له وینزویلا نه انسان تښتونه
نړیواله چوپتیا اود ملګرو ملتونو بې وسي
نړیوال کنوانسیونونه هغه نړیوال تړونونه او هوکړې دي چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د نړۍ د هېوادونو له خوا لاسلیک شوي او د نړیوال نظم، نړیوالو اصولواو نړیول امنیت یو د بل په چارو او ارضی تمامیت کې د نه دخالت ضمانت کوي. نړیوالې ژمنې تسجیلوي د هېوادونو تر منځ د قانون پر بنسټ د ژمنو د عملی کولو له پاره ترې کار اخیستل کېږي او د هېوادونو د قوانینو برخه ګرځي.
دغه کنوانسیونونه د نړیوال اصولو او شرایطو په درلودلو سره د هېوادونو تر مینځ اړیکې تنظیموي، چې د نړۍ په تیرو تاریخی مرحلو کې دغو قوانینو او کنوانسینونو ته یو څه ژمنتیا موجوده وه، مګر په ورستیو کې دوه سوپرپاور هېوادونو امریکا او شوروی اتحاد خپل سري پیل کړه او د نړیوال کنوانسینونو له اصولو یې سرغړونې تر سره کړي، پر ویتنام کې امریکا او پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل نړیوال نظم له ستر بحران سره مخ کړ.
په ۱۳۵۸کال د جدی په شپږمه نیټه د شوروي اتحاد د سرې اردو له جنایت او وحشت څخه ډک تیري او د هغه دولت چې د نړۍ ټولو هېوادو په رسمیت پیژندلی و له منځه وړل، د وخت ولسمشر او د کورنۍ د یو شمېرغړو بې رحمانه وژل او پر ځای یې مسکو پرسته ګوډاګۍ ببرک کارمل د ټانک په نلۍ سپور د کابل پر تخت ټومبل هغه څه وو، چې په ټوله کې د نړیوال کنوانسینونو د پریکړو خلاف عمل ورته ویلای شو.
له بله پلوه د شوروي دغه غیر مسؤلانه تجاوز نه یوازې زموږ د قهرمان په آزادۍ مین ولس، بلکې د سیمې او نړیوال غبرګون او ماتې سره هم مخ شو. دا د شوروي اتحاد د ولسونو غوښتنه نه وه، بلکې د ځینو استعمار غوښتونکو لوړ پوړو چارواکو او د «کې.ګې.بې» د استخباراتي کړیو لجوجانه پریکړه وه چې پر افغانستان باندې پوځي تیری وکړي، دا د شوروی د واکمنانو ستره اشتباه او په نهایت کې سترخیانت او جنایت وو.
لکه څنګه چې د پخواني شوروي اتحاد لوړ پوړی افسر جنرال لیا خوفسکی په خپل اثر«افغان میړانه او غمیزه» کې لیکلي:
«۱۹۷۹د دیسمبر۲۷ مې تیری هسی کومه کودتا نه وه چې په دغه شپه تر سره شوه او واک پرچمیانو ته چې «شوروی لوری یې ملاتړ کاوه» و لیږدول شو، بلکه په حقیقت کې دې کار په افغانستان کې د کورنۍ جګړی زیاتې پراختیا ته پکې وواهه چې هم یې افغانستان او هم شوروی اتحاد ته په تاریخ کې له غمه ډکه پاڼه پرانستله او هم یې نړیوال اشول تر پښو لاندې کړل».
د شوروی د پاشلو وروسته دوه قطبي نړۍ خپل توازن له لاسه ورکړ، امریکا د یو سوپرپاور طاقت په توګه په خپل سریو لاس پورې کړ.د تاریخ په بیلا بیلو مرحلو کې امریکا پر مکسیکو، ُفلیپین، هیروشیما، کوریا ویتنام عراق، سوریې او لیبیا د ټولو نړیوالو قوانینو په نه نطر کې نیولو سره بې رحمانه تجاوزونه تر سره کړل د دغو هېوادو پر ولسونو یې بې رحمانه تعزیرات وضع کړل او د دوي ملي شتمنۍ یې چور او چپاول کړي
امریکایانو د شوروي د سترې ماتې نه درس وانه خیست، مګر د اسامه بن لادن موجودیت یې په افغانستان کې د ځان له پاره پر افغانستان د یرغل بهانه ونیوه او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف یې زموږ په ګران هېواد یرغل وکړ، د شلو کالو په لړ کې یې د دموکراسۍ تر نامه لاندې هغه ستر جنایتونه تر کړل، چې تاریخ یې نه شي هېرولای.
زموږ پر ګران هېواد یې خپل لاسپوڅي ګوډاګیان او هيواد دښمنه څېرې د قدرت په ګدۍ کینولي، چې د هیواد ملی ارزښتونو دوي ته هیڅ ارزښت نه درلود.
امریکایانو او غربي هیوادونو چې تل د دموکراسۍ چیغې او نارې، سورې وهلي، داسې دموکراسي یې غوښته چې زموږ په ګران هېواد کې پیاده کړي، چې اصول یې پر فساد، چور چپاول، بې عزتي او نورو منفي پدیدو ولاړه وه.
مګر افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې د پردیو استعمار او پردي پالونکي جنایت کاران نه دې تحمل کړي همدا علت دی، چې دغه قهرمان ولس او مبارزینو یې امریکا ته داسې خوله ماتونکی ګذار ورکړ چې د تېرو نورو متجاوزینو په څېر په تیښته وتښتیدل او تاریخي ماته یې تر لاسه کړه.
که چېرې راشو اصلی موضوع ته، پر افغانستان د امریکایانو تېري ته خو اسامه بن لادن یوه پلمه وه چې یرغل یې وکړ، مګر ایا پر ونزویلا هم داسې کومه بانه شته؟.
امریکا له ډېر وخت راهیسې پر ونزویلا بندیزونه لګولی وو، خو دا دې پرون شپه یې د نړیوال ټولو قوانینو پرته د امریکې د متحده ایلاتو پوځونو د لاتېنې امریکا د یو مستقل هېواد ونزویلا خاورې ته ننوتل او د هغه هېواد د ولس په رایو منتخب ولسمشر نیکلاس مادورو او د هغه میرمن یې ونیول د نړیوالوټولو موازینو خلاف یې ولسمشر لاس تړلی د محاکمې له پاره امریکا ته یوړ.
د ۲۰۲۲ کال د فبروري د مياشتي پر ۲۲ مه نیټه چې د روسيې خاص عمليات پر اکراين پيل شول د نړۍ له هر لوري پر روسيې بنډيزونه و لګول شول او د غرب ميډيا د نړیوالو حقوقو د نقض ډنډورې پيل کړې خو نن همهغه د غرب ميډيا چېرې ده او ولی غږ نه پورته کوي؟.
ډېری نړیوال حقوقپوهان واي:
«اقتصادي بندیزونه چې خلک لوږې ته رسوي، د جمعي سزا بڼه لري، د حکمتونو د بدلولو هڅه د ملي حاکمیت ښکاره نقض دي، امریکا ځان د نړیوال نظم ساتونکی بولي خو په عمل کې یې میلیونونه انسانان قرباني کړي».
داسې هم ویل کېږی چې د نړۍ د سترو هېواد چوپتیا ممکن د چین، روسیې او امریکا تر مینځ پټه معامله وي چې د ځینو امتیازاتو په مقابل کې چې تایوان او اوکرین هم په نظر کې ويو چې په مقابل کې چین او روس ونزويلا امريکا ته سپارلی وي، د شرم او تعجب خبره خو داده چې ترامپ په ډېره سپین سترګۍ په افتخار سره وایې:
«هغه څه چې امریکا وکړل، یانې د یو هېواد جمهور رئیس یې د هغه د مېرمن سره د نظامي حملې په نتیجه کې ونیول او امریکا ته یې وسپارل بل هیڅ هېواد داسې کار نه شي کولای».
مګر د امریکا دغه بربنډ تجاوز چې خپله د امریکا د قانون او نړیولو موازین نه سرغړونه ده، ولی ملګري ملتونه او اروپایې شورا چوپ پاتې دي، چې په واقیعیت کې دا د ملګروملتونو بې وسي او بې کفایتی بربنډوي.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.