د زلزلو له امله په وینزویلا کې د مړو او ټپیانو شمېر له زرو کسانو واوښت

3

د راپورونو له مخې، د وینزویلا د پلازمېنې کاراکاس په لوېدیځ کې د دوو پرله‌پسې زورورو زلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۶۴ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر له ۹۷۰ کسانو اوښتی دی.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې (USGS) ویلي چې دغو زورورو زلزلو د درنو تلفاتو او پراخو زیانونو احتمال زیات کړی دی. د ادارې د لومړنیو ارزونو له مخې، د مړو شمېر ښايي د وخت په تېرېدو نور هم لوړ شي.

یادې ادارې ویلي: «د درنو تلفاتو او پراخو زیانونو احتمال شته او ښايي دا ناورین په پراخه کچه اغېزې ولري.»

بلخوا، سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی چې د دغو دوو زلزلو له امله لږ تر لږه ۱۶۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۹۷۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د نړېدلو او زیانمنو شویو ودانیو شمېر ته په کتو سره امکان شته چې د تلفاتو اصلي شمېر تر اوسه له ثبت شویو ارقامو هم لوړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی، له دغو زلزلو وروسته یې د وینزویلا له چارواکو سره اړیکې نیولې او د زیانمنو شویو کسانو د مرستې لپاره به بېړنۍ مرستندویه ډلې واستوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لاندو په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې امریکا به د وینزویلا له موقت حکومت سره په همغږۍ د لټون او ژغورنې ډلې، طبي تجهیزات، بشري مرستې او نور اړین امکانات د ناورین له رامنځته کېدو وروسته په لومړیو ورځو کې دغه هېواد ته ولېږي.

چارواکي وایي، دا په تېرو څه باندې سلو کلونو کې د وینزویلا تر ټولو پیاوړې زلزله وه. لومړۍ زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷.۲ و، د هېواد شمالي ساحلي سیمې ولړزولې. یوازې ۴۰ ثانیې وروسته دویمې زلزلې، چې شدت یې ۷.۵ ریښتره و، یو ځل بیا همدا سیمه ولړزوله.

دغو زلزلو په پلازمېنه کاراکاس کې ګڼ کورونه ونړول او په پراخه کچه یې مالي او بشري زیانونه واړول. چارواکو ویلي چې له متحده ایالاتو او څو اروپایي هېوادونو څخه لسګونه ژغورونکې ډلې د زیانمنو سیمو پر لور استول شوې دي. همدارنګه چین، هند، برازیل او یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستو وړاندیز کړی دی.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.