د پوهنې او زدهکړو برخې ته د نه پاملرنې په دوام، د بېلابېلو ولایتونو د یو شمېر ښوونځیو زدهکوونکو د څرګندونو له مخې، د ښوونکو نشتوالي لامل شوی چې د دوی درسي ساعتونه له زدهکړو پرته تېر شي.
دوی د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۴مه، رسنیو ته ویلي چې په وروستیو میاشتو کې، په ځانګړي ډول د ازموینو د نږدې کېدو پر مهال، د ډېرو ښوونځیو په درسي بهیر کې جدي ستونزې رامنځته شوې دي.
د زدهکوونکو په وینا، ډېری تخصصي مضمونونه ښوونکي نه لري او دې وضعیت د زدهکړو کیفیت سخت ټیټ کړی او د زدهکوونکو انګېزه یې هم کمه کړې ده.
زدهکوونکو ټینګار کړی چې مسؤلین باید د ښوونکو تشکیلات بشپړ کړي، درسي نصاب په بشپړه توګه تطبیق کړي او یو منظم او سالم تعلیمي چاپېریال رامنځته کړي.
د طالبانو مسؤلینو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ویل کېږي چې د دوی له واکمنېدو وروسته ډېره پاملرنه جهادي او دیني مدرسو ته اوښتې ده.
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې په کې یو شمېر زدهکوونکي په ټولګیو کې ویده یا په نورو غیر درسي فعالیتونو بوخت ښودل شوي وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.