زلنسکي: اوکراین به د روسیې پر تاسیساتو بریدونه وکړي

34

زلنسکي: اوکراین به د روسیې پر تاسیساتو بریدونه وکړي

د اوکراین ولسمشر، ویلي چې د دغه هېواد ځواکونه به پر هغو تاسیساتو او مرکزونو مخکیني بریدونه وکړي چې روسیه یې د جګړې د دوام لپاره کاروي.

زلنسکي دا څرګندونې د جون په ۲۴مه د خپلې شپنۍ وینا پر مهال کړې او د اوکراین استخباراتي او پوځي ادارو ته یې امر کړی چې د روسیې د جګړه‌ییزو عملیاتو لپاره پر کارېدونکو تاسیساتو مخنیوي کوونکي اقدامات ترسره کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوکراین د روسیې پر انرژۍ پورې اړوندو زیربناوو خپل بریدونه زیات کړي او هڅه کوي مسکو دې ته اړ کړي چې خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

د راپورونو له مخې، د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د چهارشنبې په ورځ د روسیې تر ولکې لاندې د تر ټولو لوی ښار برېښنا پرې کړې او د روسیې په مرکزي او جنوبي سیمو کې یې پر څو تاسیساتو بریدونه کړي دي.

همدارنګه، د صنعتي سرچینو په وینا، د اوکراین د ډرون بریدونو له امله رامنځته شوي پراخ زیانونه سبب شوي چې د مسکو د نفتو یوه تصفیه‌خونه لږ تر لږه د شپږو میاشتو لپاره له فعالیته پاتې شي.

روسیې په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین پر وړاندې د پراخې جګړې له پیل راهیسې د خپل نفتو د تولید او صادراتو د ډېرو معلوماتو له خپرولو ډډه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.