د وجدان محکمه

شاه ولی ارین

61

ټولو ته جوته ده چې یوشمېر هېواد پلورونکي، د پردیو هېوادو د استخباراتو او جاسوسي شبکو غلامان چې په تېر نظام کې یې لوړ مقامونه غصب کړي وو، هم یې د حکومت او دولت امتیازات تر لاسه کول او هم  یې د نظام پر ضد د اپوزیسیون په بیلا برخو کې فعاله برخه درلوده او مدا دوی وو چې د نظام د کمزورتیا او له منخّ وړلو یو مهم عنصر بلل کیدای شي.

دغه کړۍ او منفي شخصیتونه، چې د افغان په نوم، افغاني پاسپورتونو او امتنیازاتو یې د نړۍ په بیلا بیلو هېوادو کې لاسوندونه تر لاسه کړي، سوکاله ژوند تېروي، دا دی اوس د همغو پردیو استخباراتي شبکو نه د مالي مرستو په تر لاسه کولو سره یې نارې سورې پیل کړي، څوک وایې:( من افغان نیستم). څوک وایې: (خراساني استم) څوک بیا چیغې وهي چې:(افغانستان نام جعلي است).

دغه هېواد دښمنه ډله پښتانه په دې تورنوي چې ګویا ۳۰۰ کاله یې پرموږ حکومت کړٍی، موږ ته یې هیڅ ډول حقوق نه دي راکړي، پر هېواد یې معاملې کړي، هېواد یې خرڅ کړی اوداسی نور له حقیقت نه لری منفي تورونه لګوي، حال دا چې په تېرو ټولو نظامونو کې، ژبه د دوي وه، لوړې- لوړې څوکۍ د دوي وې.

یو شمېر یې پښتانه یعني افغان ته بې کلتوره او بې فرهنګه نوم ورکوي او وایې:

« ما فرهنګ داريم ، قلم داريم ، حوزه یې تمدني هستیم، پاسداران ارزش های والای انساني هستيم». خو راځئ چې د دوي د فرهنګ او تمدن نښې او حقیقت د دوي د وخت د تاریخي کرکترونو او زمامدارانو په عمل او څېرو کې وګورو:

د سقاو زوی:

 کله چې یې د انګریزانواو د هغوي د جاسوسانوو حضرتانو په حیله او نیرنګ د قدرت واګې تر لاسه کړي، ځینې سرچینې وایې چې، دي خپله زخمي و، انګریزانو تر تداوۍ وروسته کله چې ارګ ته راوست، په دربارکې يې د تاجکو مورخينو په حواله وویل:

« پيسه را بالای متب (مکتب) مصرف نميکنيم. به ملا ها ميتيم که دعا کنه. به عسکرها ميتيم که قند بخوره، برين مرغ جنګي کونين ، سګبازي کونين، ترنګ خوده خوش کونين». دغه وحشي د علم، فرهنګ، مکتب دروازې وتړلي او یوه توره او د اختناق دوره پر هېواد و تپل شوه، د هغه د دورې تمدن او فرهنګ، سګ جنګي، قماربازي، بودنه جنګي او مرغ جنګي وه، چې د وخت د دغه بدنامه څېرې او تاریخ نه هیڅوک سترګې نه شي پټولی. دا و د دوي تمدن.

ببرک کارمل:

 ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته جوته ده چې ببرک کارمل د شوروي د استعماري یرغل په نتیجه کې چې لومړۍ وینا یې له تاشکند نه خپره شوه، د شوروي اتحاد د یرغل په ټانکونو سپور هیواد ته را ننوت او  یو شاه شجاعي ګوډاګی حکومت یې په غیر عادلانه توګه په افغانانو وتاپه. د روسانو یرغل په هېواد کې ستر ناورین رامنخته کړ، په زرګونه بې ګناه افغانان ووژل شول، په میلیونونو نور معیوب، معلول او هېواد پریښوونې ته اړویستل شول، چې دا د افغانستان په تاریخ کې یوه توره کرغیړنه دوره یادېږي.

دهیواد د ډیرو پیاوړو لیکوالانو او محقیقینو تحقیقات او لیکنې دا ثابتوي چې ببرک کارمل افغان نه، بلکې نیکه یې د بریطانوي هند د نیواک په وخت کې چې کشمیرۍ دي، افغانستان ته راغلي و او د انګریزانو د ماتې نه وروسته د بګرامیو په کمریو کې میشت شوي و.

ببرک کارمل په۱۹۵۷میلادی کال د کی جی بی په اجنټورۍ منل شوي و، چې مستعار نوم یې مرید ورکړ شوي و، او د میاشتې یې د دې فعالیت په مقابل کې (۳۵۰۰۰ ) افغانې معاش تر لاسه کاوه.

بريد جنرال ګورېلوف چې د افغانستان د پوځ لوى پوځي سلاکار و ( اکتوبر1975م-دېسمبر1979م). نوموړي وایې:

«کارمل پوه سړى و يعنې په دې معنى چې خپله څانګه کې يې لوست کړى و.، خو يو نېشه يي انسان و، کې جې بې غوره کړى و او پر ده يې ډېر حساب کاوه، ده خوب او د هيواد مشري په يوه کوټه کې کوله، په ګاونډۍ خونه کې یې زموږ سړى د ( کې جې بې افسر اوسادچي) اوسيده چې ودکا ( شراب) څښکلو ته يې پرې نږدي. ده په هيواد کې کومه اوتو ريته نه درلوده. جنرال مايورف لا کارمل احمق او يابو بولي، کارمل کولاى شول چې د انقلابي شعارو ترشا ځان پټ کړي او د اناهيتاراتبزاد سره يې غېر اخلاقي او جنسي اړېکې درلودې».«د میتروخین لیکنه کی جی بی په افغانستان کې».

د کارمل د شخصي کرکتر او اخلاقو په باب خورا ډیر څه ویل شوي دي، چې په جزئیاتو یې د لیکوالۍ د اصولو په نظر کې نیولو سره نه غواړم پرې اوږد بحث وکړم د اناهیتا راتبزاد او نورو سره یې نږدې اړیکې هغه څه دي چې ټول پرې پوهیـږي.

ببرک کارمل د بیحده او خورا زیات څښاک شوقي و او روسي ودکا  سره یې خورا مینه درلو ده، چې په دې هکله د شوروي د نظامي برخې ستر سلا کار الکساندرمایوروفسکی په خپل کتاب کې وار وار دې مطلب ته اشاره کړي ده. داد دوي بل تمدني او فرهنګي شخصیت و.

بحران الدین رباني:

 دغه پروفیسور چې د حریص ګاونډی پاکستان پر مټ یې د هېواد قدرت تر لاسه کړ، د دغه قدرت د تر لاسه کولو بیه یې پاکستان سره د یوه بې شرمانه پروتوکول پر امضآ کولو، د هېواد غښتلی اردو منحل کړه، په سل ګونه ډوله ثقیله او خفیفه وسلي یې د پنجاب واکدارانو ته وسپارلي، ویل کې چې د وزیر محمد اکبرخان هغه تومانچه چې میکناټن یې پرې ویشتلی و د جنرال ضیاوالحق ځوی ته ډالۍ کړه.

د ثور د اتمې او د تنظیمي غوبل دغه مشر برهان الدین ربانی له ۱۹۹۲ نه تر ۱۹۹۵ عیسوي کال پورې د افغانستان په کورنيو جگړو کې ښکېل و، او د ملگرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانگې له خوا چې وايي، همده افغانستان کې توکمپالنې او تبعيض ته لار هواره کړه او د خپل په حکومتي دوره کې ېې پر بې گناه ولسونو هر راز غیر بشري تېري تر سره کړل تورن دي. همدارنگه دی د افغانستان د ډېرو لرغونو اثارو پر لوټولو او د بیت المال پر خرڅولو هم د بشر د حقوقو له خوا تورن دي.

د ملگروملتونو د نړېوالو حقوقي څانگو له خوا په رباني باندې د هغه د حکومت په وخت کې  په عامه وگړو باندې د هر ډول تېريو د مخ نه نيولو نيوکه روانه ده او همدا رنگه د ده ډلو په حکومتي واک باندې خپلاو کرکې مؤسس او قهرمان دی او له همدې امله يې ټول افغانان دهیواد د ملي خائن په توگه پېژني.

د رباني هېواد دښمنه ډلې قوماندان احمد شاه مسعود ویل کېږي چې څه د پاسه د نړۍ د ۲۶ هېوادو د استخباراتوغړیتوب درلود دی او ټوله کورنۍ یې د هیواد د لاجوردو او زمردو په چورو چپاول کې خاص مهارت درلود دغه هېواد دښمنه څهره د کابل پوهنتون د استاد جلال په خبره د امریکا او ناټو  یرغل ته دمشروعیت ورکولو او هغه هیواد پلورونکی پروتوکول چې د فهیم، یونس قانوني او عبدالله له لورې د امریکایانو سره امضآ شو، چې له کبله یې د هېواد د هوایې او ځمکني حریم کنترول او صلاحیت امریکایانو ته ورکړل شو، په بدل کې یې احمد شاه مسعود ته ملي قهرماني د امریکایانو له لوری ورکړل شوه نه د افغانانو له خوا.

مسعود د افغانستان د تاريخ يو ملي خاين دی، هغه د پرديو يو غلام و او غلامان هيڅکله هم نه دې اتلان شوي. هغه په افغانستان کې د ملي تفرقې اتل او د افغانستان د ملي وحدت غليم و.

باید ووایم چې د خراسان په هکله د بوستون د پوهنتون استاد توماس فیلد چې د افغانستان په هکله تخصصي دوکتورا لري وایې:

«خراسان نه نام افغانستان بوده و نه هست. خراسان یک اصطلاح سیاسی بود، نه جغرافیایی. محدودهٔ تاریخی خراسان بخش‌هایی از آسیای میانه و قسمتی از ایران امروزی را در بر می‌گرفت، نه افغانستان را».

او افزود: «مفهوم خراسان مربوط به دوره عباسیان است و به معنای سرزمین آفتاب برآمدن بود. باور به خراسان به‌عنوان نام افغانستان، تصوری غیرمنطقی و داستان‌گونه است».

کاش چې دغو هېواد دشمنه کسانو وجدان درلودی او د خپل وجدان محاکمې ته یې مراجعه کړی وای

پای

سپینې مانۍ ته څېرمه برید او ورسره غبرگونونه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.