سپینې مانۍ ته څېرمه برید او ورسره غبرگونونه

شاه ولی ارین

99

داسې ویل کېږي چې رحمن‌الله لکڼوال په ۱۹۹۱،عیسوي کال کې په یوه پښتنه کورنۍ کې دې دنیا ته سترگې غړولي دي. نوموړی د حاجي سیدالله زوی په قوم لکڼ او د خوست ولایت د لکڼو اوسیدونکی دی. تر دوولسم ټولگي پورې یې د لکڼو په عالي لیسه کې زده کړې کړې او له هغه وروسته د شیح زاهد له پوهنتون نه فارع شوی دی. هغه له ۲۰۱۱ میلادي کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې له امریکایې څارګرو ادارو (سې ای اې) سره کار کاوه او رسمي غړیتوب یې تر لاسه کړی دی.

 د امریکایې چارواکو په وینا رحمن‌الله لکڼوال د «سې ای اې» په رهبرۍ د یوې افغان قطعې غړی و، چې داسې قطعې په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژلو او جنګي جنایتونو تورنې وي، همدا ډول یو شمېر امریکایې رسنیو هم په دې اړه ویلي دې چې: «هغه افغان چې په واشنګتن کې یې سرتېري په ډزو ټپیان کړي په افغانستان کې د امریکا له استخباراتي ادارې (سې ای اې) سره کار کاوه».

 لکڼوال د امریکا د څارګرو ادارو په چوکاټ کې تر لسوکالو زیات په سفري قطعاتو کې دنده تر سره کړې، دغو قطعاتو په زرګونه بې ګناه افغانان په بې رحمانه توګه وژلي چې دغه وحشیانه عملونو ممکن د عامیلینو په رواني حالاتو اغیزې کړي وي چې له هغې جملې نه یو لکڼوال هم دی، نو ځکه کیدای شي چې رحمن‌الله لکڼوال رواني ستونځې درلودې، چې په نتیجه کې یې هغه عمل تکرار کړ، د کوم له پاره چې امریکایانو روزلی و.

 دا یو حقیقت دی چې د رحمن‌الله لکڼوال په شان په زرګونو نورځوانان هم امریکایانو د شلو کالو په اوږدو کې روزلي دي، چې د خپلو لویو موخو د عملي کولو په لار کې ترې ګټې تر لاسه کړي.

رحمن‌الله لکڼوال

 رحمن‌الله لکڼوال په۲۰۲۱ کال کې د ځانګړې ویزې د تر لاسه کولو پراساس د پاکستان له لارې امریکا ته راغلی دی. تر مخه هم ویل شوی چې لکڼوال د افغانستان د صفري قطعې عسکر و او په امریکا کې یې د ملي ګارد پر سرتیرو برید وکړ چې له امله یې دوه عسکر سخت ټپیان شول چې وروسته یې یوه مړه شوه او بل یې د کوما په وضعیت کې تر درملنې لاندې دی.

 زما په اند دا ډول پیښې د نړۍ په بیلابیلو هېوادو کې تر سره شوې دي، مګر دومره پراخ تبلیغات او غبرګونونه ورته نه دي ورکړل شوي، روان تبلیغات په خاص ډول د هېواد دښمنان ګاونډی هېواد پاکستان او د هغوي غلامان شمالي ټلواله یې تیروریستی عمل بولي او پر افغان حکومت یې تپي، چې دا هیڅ ډول اساس او بنیاد نه لري.

 چېرل بېنارډ د منځني ختیځ د سیاسی چارو او پوليټیکل ساینس کارپوهه، ، د کډوالو چارو متخصصه ادعا کوي چې:

 « د امریکا په پلازمېنه کې پر ملي ګارډ د برید ترسره کوونکی افغان کډوال رحمن‌الله لکڼوال په تېرو څلورو اونیو کې له پاکستان څخه څلور برېښنالیکونه ترلاسه کړي دي». هغه وایې چې د هغه اړیکه له سمیع سادات سره هم تایید شوې ده.

 بېنارډ، چې د ښځو د حقونو فعاله هم ده، نن شنبه د نومبر ۲۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هغې ته د لکڼوال په اړه «نوې معلومات» رسېدلي دي او نوموړې یې د امریکا له استخباراتي ادارو سره د شریکولو نیت لري.

 د پورتنیو معلوماتو پر بنسټ غواړم د رحمن‌الله لکڼوال دغه وحشیانه عمل د لاندې دریوو لاملونو له اړخه وڅیړم او خپل نظر څرګند کړم:

 ۱ــ په ۲۰۲۱ کال د جمهوریت د سقوط، د امریکا د تیښتې او د طالبانو د راتګ وروسته تر پنځه‌لکو زیات افغانان امریکا ته مهاجر شوول چې په هغو کې ممکن یولک کسان د خپل لوړمسلک پر اساس کارو بار وکړي او امریکا ترې ګټه واخستلای شي، پاتې نور زیات پر امریکیانو تاوان دي، چې ممکن د لکڼوال دغه عمل د یوه لوی پلان پر اساس تنظیم شوی وي او ترمپ غواړي چې افغانان پرې نوم بدي کړي او بیرته یې د لېـږلو چارې چټکې کړي، ځکه چې تر پیښې وروسته په امریکا کې د افغان مهاجرینو کیسونه سټاپ او د قبول شوو د کیسونو له سره کتنه څه معنی لري. که چېرې دا یو پلاني عمل نه وي، څنګه کیدای شي چې د سپینې ماڼۍ تر څنګ دې یو څوک د ملي ګارد پر سرتیرو برید کوي او هغه دې ژوندی پاتې کېږي.

 اصلي خبره داده چې که دا یو پلان نه وی څنګه کیدای شي چې د یو کس جرم د ټولو افغانانو د بدنامۍ سبب و ګرځي او په میلیونونو بې ګناه افغانان د یوه کس د عمل له امله سزا یا بد چلند سره مخ کېږي، د نړیوالو معتبرو قوانینو له نظره د هر جرم مسئولیت یوازې او یوازې په مرتکب فرد پورې محدود وي. فردی جرم نه د یوې کورنۍ، نه د یوې سیمې، نه په یوه قوم او نه د یو ټولنې د په ولسونو پورې اړه لري.

 ۲ــ د امریکا جمهور رئیس ترمپ د بګرام په اړه ویلی و: که چېرې طالبان د بګرام په اړه توافق ونه کړي، نو دبدو عواقبو انتظار دې ولري، د پاکستان د ورستیو حملو او دښمنانه هلوځلو تر څنګ، د لکڼوال دغه عمل امکان لري چې، پر افغان حکومت د فشار یوه برخه وي، خو که چېرې پاکستان یا د هېواد دښمنان د امریکا او غربیانو په ګډون دې پیښې ته د طالبانو له لوري د تروریستی عمل بڼه ورکوي، په دې باید پوه شي چې تروریستی عمل غټ اهداف په نښه کوي نه سربازان.

 ۳ ــ روانې ستونزه دا چې یو چاخپل لس کاله عمر د انسانانو په بیلا بیلو راز وژنو کړولو کې تېر کړي وي او خپله یې هم په دغه وژنو کې عملا برخه اخیستي وي، بې له شکه چې رواني حالت یې تر پوښتنې لاندې راځی. که چېرې پورتنې دوه لاملونه حقیقت ونه لری بیا نو رحمن‌الله لکڼوال د رواني ستونزې ښکار ګرځیدلی دی او نورو پیښو او نور کسانو ته یې منسوبول تېروتنه ده.

 د امریکا، ګاونډې هېواد پاکستان او په هېواد کې دننه او له هېواده بهر هېواد دښمنو څېرو د دسیسو او شومو پلانونو د له منځه وړلو د مظبوط نظام جوړولو او د ټولو افغانانو د یووالي له پاره اړینه ده چې طالبان لاندې څو ټکو ته پاملرنه وکړي:

 ــ د پاکستان د تحریکاتو، د افغانستان بر حریم د تجاوز، د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو په خاطر، د لویې‌جرګې د رابللو همدا اړین او مناسب وخت دي،

 ــ د افغانانو د باور، اتحاد او له نظام نه د پاکستان په مقابل کې د کلک ملاتړ او دریځ په خاطر د تحصیل د دروازو پرانستل به نور هم افغانان سره متحد کاندې،

 ــ د مسلحو قووا عصري تجهیزات اکمالول،

 ــ د پاکستان له لارو د تجارت د بندیدو په صورت کې پر نورو بدیلو لارو په چټکه توګه کارکول.

 پای

د پاکستان پالیسي، د پاکستان بربادي

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.