قامي اتل زخمي وزیر، علي وزیر

نصیر ستوری

69
قامي اتل زخمي وزیر، علي وزیر په اسلام‌اباد کې له یو روغتون څخه د نیولو وروسته د چرسو او له پولیسو د وسلې اخیستلو او پر پولیس ډزې کولو دوه دروغجنې ایف آی آر کې عدالت ته وړاندې کړل شو.
له جسماني ریمانډ او د جېل تر تېرولو وروسته چې کله له عدالته ضمانت ورکړل شو، نو د اډیاله جېل له دروازې څخه پنجاب پولیس په غیرقانوني ډول د ۳ ایم پي او لاندې ونیولو او په ګجرات کې یې بندي کړ.
هلته چې عدالت ازادي ورکړه، نو د جېل له دروازې څخه بیا هم د یوې بلې غیرقانوني ۳ ایم پي او په تور ونیول شو او په بهکر کې بندي کړای شو.کله چې عدالت ضمانت ورکړ، نو پنجاب پولیس د درېیم ځل لپاره په غیرقانوني ډول د ۳ ایم پي او په تور ونیولو او په سرګودها کې یې بندي کړ.
له هغه ځایه چې عدالت بیا ازادي ورکړه، نو څو ورځې بې درکه و.
وروسته په بلوچستان کې د حب تاڼې کې پیدا شو، چې هغه هم د پي ټي ایم د یوې غونډې په تړاو ، چې هغه مهال علي وزیر د کراچۍ په جېل کې بندي و او دغه ایف آی آر په بشپړ ډول دروغجن و.
کله چې په دې ایف آی آر کې عدالت ته وړاندې کړل شو، نو بلوچستان پولیس پر هغه د اووه ورځني جسماني ریمانډ غوښتنه وکړه. د جج چې څوکۍ ناست کس هیڅ انساني احساس ونه کړ او جسماني ریمانډ یې ورکړ.
د اوو ورځو تر بشپړولو وروسته پولیس بیا جسماني ریمانډ وغوښت، خو د جج په څوکۍ ناست کس بیا هم انساني ضمیر ونه ښود او بیا یې جسماني ریمانډ ورکړ.
د دې ریمانډ تر پای ته رسېدو وروسته، هغه جېل ته استول شوی دی .
پښتون ملتپال سیاستوال علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ #PTM د بنسټ اېښودونکو له ډلې څخه دی.
علي وزیر د پي ټي اېم تر چتر لاندې د پښتون قام د ژغورنې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې پیل کړې .
هغه په ۲۰۱۸ کال د اګست میاشتې کښې د پاکستان د ولسې جرګې (قامي اسمبلۍ ) غړی وټاکل شو.
په خپلې زده کړې دورې کې، هغه د پښتون سټوډنټس فیډریشن (PSF) کې فعاله و، چې د عوامي نیشنل ګوند (ANP) اړونده څانګه ده.
وزیر د پاکستان د پوځ پر وړاندې په خپلو تندو نیوکو مشهور دی او په خپلو ویناوو کې یې د پښتنو د حقونو لپاره د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې.
د هغه نیوکې او مبارزې د هغه پر وړاندې د سیاسي تورونو او ګڼو ستونزو لامل شوي، خو وزیر له خپلې لارې نه دی ګرځېدلی
د علي وزیر کورنۍ په پښتون ملتپال غورځنګ کې چارنده (فعاله) ونډه لري او د قبایلي سیمو په طالبانو کېدو یې کلک مخالفت کاوه، چې له امله یې د وسله‌والو لخوا دښمني ورته پیدا شوه.
د هغه پلار (ملک میرزالم)، دوه وروڼه (فاروق او طارق)، دوه ترونه (سعدالله جان او فیروز خان) او درې خپلوان (ابراهیم، اسحاق او عارف وزیر) ټول د هدفي وژنو قرباني شول.
د ۲۰۱۸ کال د جون په ۳ مه نېټه، وزیر خپله په وانا، جنوبي وزیرستان کې د طالبانو له یو قاتلانه برید څخه بچ شو او ورسره مل د PTM څلور غړي شهېدان او ګڼ شمېر نور، په شمول د عارف وزیر، ټپیان شول.
د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په ۱۶مه نېټه، علي وزیر په پېښور کښې د ۲۰۱۴ کال د پېښور APS ښوونځي د عام وژنې یاد غونډې ته ورغلی وو.چې دپېښور پولیسو له خوا د پر پوځ د نیوکو پر تور ونیول شو او
د سند ایالت پولیسو ته وسپارل شو او کراچۍ ته ولېږدول شو.
د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه د ۲۰۲۱ کال د جولای په لومړۍ نېټه وویل چې علي وزیر باید د پوځ په اړه د خپلې نیوکې لپاره بخښنه وغواړي ترڅو خوشې شي، خو وزیر له بخښنې غوښتلو ډډه وکړه.
علي وزیر تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر ۱۴ له کراچۍ زندانه خوشې شو.
د ۲۰۱۹ کال د مې پر ۲۶علي وزیر په شمالي وزیرستان کې د خړکمر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پېنځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر پر ۲۰ د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.

 

 

علي وزیر د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو د ۲۰۲۳کال د نومبر پر ۱۴ نیولی وو او څو ورځې وروسته یې د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشی کړ.
علي وزیر د پښتنو د احمدزۍ وزیر قبیلې سره تړاو لري. د هغه پلار ملک ميرزالم د احمدزۍ وزیر قبیلې مشر و.
علي وزیر خپلې لومړنۍ زده کړې په وانا، جنوبي وزیرستان کې وکړې.
هغه په ګومل پوهنتون، ډیره اسماعیل خان کې د قانون زده‌کړې په موده کښې د سیاست ډګر ته راووت.
د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د وسله‌والو لخوا د وزیر د کورنۍ ۱۸ غړي شهیدان شوي دي.
وسله والو د وزیر د کورنۍ کاروبارونه ویجاړ کړل، د هغوی د ګازو سټېشنونه یې ونړول، د مېوو باغونه یې له منځه یوړل، او د ژوند د ټولو برخو لپاره یې د ظلمونو یوه اوږده دوره پیل کړه.
هیڅ عدالت، هیڅ پارلمان، هیڅ رسنۍ یا بل چا پرې غږ پورته نه کړ
د دې ظلم او جبر کیسې به محکومو قومونو روحیه نه کمزوري کوي، بلکې هغوی ته به د مقاومت او ویدو خلکو راویښولو انرژي ورکوي.

اکتوبر ۳ د جرمنیانو د یووالي ورځ

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.