رشاد لکچر : د علامه رشاد د۲۱ تلین په درشل کې

په رشاد پوهنه کې
د رشاد ښوونې زرینې تعلیمي وړتیاوې
« عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ یَعْلَمْ ؛ انسان ته یې هغه څه چې نه
پرې پوهیده ور زده کړل » (قراني آیه )
د نړۍ پرسرداسې مقدس کتاب څوک نه شي موندلای چې دهغه په مقدسو ارشاداتو کې به دزده کړې او دهغې پراړتیا، وړتیا اولارښودي اهمیت باندې ټینګارنه وي شوی، د قرآن شریف د نزول لومړنی آیات پرولوله … باندې راپیل شو، په لس ګونونورآیاتونه همداسې پرهغه استازي چې پرخیرالبشرباندې باندې نامتوو، رانازل شوي چې ټینګاریې پرپوهه اودهغې پرعامولواوخلکوته پررسولوباندې دی.همدا لامل اواړتیا ده چې خالق ذات په خپلو ارشاداتو کې پوهه رڼا اوناپوهي جهل بللې ده اوپردغه اصل یې ټینګار کړی چې دهغه لوی ذات په وړاندې پوه اوناپوه کله هم یوشان نه وو اونه به وي. دهمدغومقدسات برکت دی چې انسان نن د پوهې اوپوهنې،زده کړې اوروزنې له برکته د ژوند پرډیرو ویلیواوناویلیوباندې بریالی شوی دی.

د ښوونې او روزنې په اړه نن سبا په نړیواله کچه دپوهانوډیرې پراخې څیړنې روانې دي اوغواړي په ډاګه کړي چې څنګه یوه ټولنه په تعلیمي لحاظ دددې جوګه کیدای شي چې دځوان پښت دروزنې په ترڅ کې داسې نوښتي ښوونیزې لارې چارې کشفې اوپه نښه کړي څودهغوله مخې ټولنه دا ځواکمني ترلاسه کړي چې دنویوتخنیکي او پرمختللو وسایلوپه مرسته دزده کړې او روزنې ترټولومهمې، ګټورې اوآسانه لارې په نښه اورا رایجاد کړي.
افغانستانڼ، تریوه پیړۍ هم زیاته موده وشوه چې په دغه بهیرکې په مړاوو څانګونو سره هڅې کوي چې زده کړه عامه کړي اوله دغې لارې دخپل نوي نسل په روزنه اوپالنه کې دخپل هیواد دملي اړتیاوواوکلتوری ارزښتونوپه پام کې نیولو سره ګټوراوجوړونکي ګامونه پورته کړي، یوه پیړۍ او درویشت کاله وشول چې په افغانستان کې ددودیزو زده کړوترڅنګ دعصري زده کړولړۍ هم پیل شوې اولومړنی ښوونځی هم دغه حبیبه ښوونځي دی چې په ۱۹۰۳کال کې امیرحبیب الله خان یا امیرشهید په کابل کې دعصري او دودیزوعلومودتدریس پرلامل پرانیست اودهغه د پیاوړتیا په خاطریې دهغه مهال له بریتانوي هند څخه د لیسانس اوماسترپه کچه ښوونکي راوبلل اودلته یې پرتدریس باندې وګمارل چې زموږ د ښوونې او روزنې تاریخ به کله هم ددغومسلمانو استادانواوښوونکو نومونه له یاده ونه باسي، ځکه دوی هغه روڼ اندي محصلین ووچې دهغه مهال دعلیګړ،دیوبند اولاهورله مدرسو او کالجونو څخه فارغ شوي ول او دلته په افغانستان کې یې یوشمیرله شکه پرته داسلامي خواخوږۍ له مخې په تدریس پیل کړی و.
دغه دزمانې اړین تعلیمي بهیرپه اماني دوره کې هم په تدریجي اوسستماتیک ډول سره پراختیاومونده، دومره چې دهلکانوترڅنګ دهیوادنجونوته هم د زده کړې شونتیا دیوې ملي اوعصري اړتیاپه توګه رامنځ ته اوعملي شوه.
له اماني روښانه دورې بیا ترننه نه یوازې په کابل کې د نجونې اوهلکانود زده کړې له پاره هڅې پیل شوې بلکي دهیواد په ګوټ ګوټ کې دغوهلوځلوپه تدریجي توګه پیاوړتیا ومونده. داچې ټکنۍ وې،دهغه ټکني توب لاملونه بیاهم زموږ د ټولنې د ټولنیزو، دودیزو او باوري اړیکو او د یوه منظم اقتصادي پلان په نشتون اوبندیزونوکې لټولای شو.
په هرډول، زه نه غواړم په دغه برخه کې په مسلکي لحاظ ډیرڅه ولیکم بلکې یوازې په دغه اړه غواړم د رشاد پوهنې په ترڅ کې د علامه رشاد پرښوونیزوهڅو، مهارتوباندې د معاصرې نړیوالې پراګماتیستي ښوونې اوروزنې د میتودلوژۍ په رڼا کې د پاملرنې وړاصول دي یوڅوټکي دلته له ګرانودوستانوسره د رشاد پوهنې دعلمي درسونو او تجربوپه رڼا کې دهغې اخیستنې په ترڅ کې چې زه ترې اغیزمن شوی یم په لنډه توګه شریک کړم.
د علامه رشاد تعلیمي هڅې اوتعلیمي کرکتر د یوه ښوونکي په توګه له اماني دورې را په دیخوا پیل چې دوام یې د زده کړې په توګه د ده د ژوند تروروستۍ اوونۍ پورې تر سترګو کیږي، د استاد په بایوګرافی کې داخبره ثبت ده چې د ده لومړنۍ دنده هم په معلمي باندې هغه هم په اماني دوره کې چې خپله شاه امان الله خان هم له دغه (کوچني معلم) سره کتلي اوهڅولې یې دي پیل کیږي، معلم ټاکل کیدل اوبیا دکوچني معلم په نامه یادیدل په خپله په هغه مهال کې دا زیرې د ځوان عبدالشکور د راتلونکي پرلورځان غزوي چې یوه ورځ به له کوچني معلم څخه دپوهنتون پوهاند، ددهر لوی عالم اوعلامه اودافغانستان دعلوموداکاډیمۍ ترټولولوی علمي ویاړ(اکادیمسن) جوړیږي.
د لمریزې کالنۍ په پنځوسمو کالونو (۱۳۵۵) کې مې په کابل پوهنتون کې ددغه نومیالي پوهاند ترسیوري لاندې خپلې لوړې زده کړې پیل کړې،دغه کالونه په افغانستان د ښوونې اوروزنې په برخه کې د سیالیو کالونه وو،افغانان نوي د زده کړو په علمي اوملي ارزښت باندې پوهیدلي وو،نوی تعلیمی نصاب په ټول هیوادکې په تیره بیا د ولسوالۍ ترکچې پورې خپله علمي اوتعلیمي وړتیا موندلې وه، زما ښه په یاد دي پرکوم کال چې زه پوهنتون ته کامیاب شوم، پرهغه مهال په ټول افغانستان کې کابل پوهنتون اودننګرهارطب پوهنځي ته اتلس زرو زده کونکو دکانکورازموینه ورکړې وه چې له هغو یوازې دوو زرو ځوانانولوړو زده کړوته د داخلیدو چانس ترلاسه کړ( د ۱۳۵۵کال د کانګور پایلې) معناداچې دعصري زده کړو اواستعدادونوارزښت په ټول هیوادکې خپل ځای موندلی و. په عین حال کې داهم باید ووایو چې پوهنتوني زده کړې اوتدریس دهغونامتو کدرونوپه واسطه ترسره کیده چې هغوی په لوړه سویه د لوړواومسلکي زده کړواوتجربوخاوندان اوپه باندنیوهیوادوکې یې په لوړودرجواومعتبرو ډګریو( لیسانس، ماستراو ډاکتر) په کچه زده کړې کړې وی. چې یوله دغونومیالیواستادانوڅخه چې دهندوستان دتعلیمي زده کړو او د علومو په بیلابیلوبرخوکې یې پراخې تجربې یې له ځان سره درلودی داماني دورې کوچنی معلم اوزموږ د عصرلوی استاد علامه عبدالشکور رشاد و.چې د تدریس اوزده کړې میتودیې په ډیروبرخوکې دزده کړې داوسنۍ عصري پراګماتیستي (pragmatism) یا عمل پالنې له اصولوسره ورته والی درلود. دلته د رشاد ښوونې دغه لنډ بحث ته د رشاد پوهنې په پراخ بهیرکې لنډه یادونه اویولړځانګړنوته یې په لنډ ډول نغوته کوو:
اول اصل دعصري ښوونې او روزنې د زده کړې اوتدریس په بهیرکې دهغې له مهواصولوڅخه یواصل د استاد اوشاګرد ښوونیزاړيکي (Educational communication) دی،چې یواستاد څنګه کولای شي،دزده کړې په ترڅ کې د زده کونکی پراړیک راز باندې ځان وپوهوي،زه پردې باوریم چې دغه اړیکي دکلاسیک یا ټولګیوال نظم په ترڅ کې دپرله پسې والي دلړۍ په دوام سره زر، ښه اوپه اسانۍ سره را ایجادیږي، په دغه برخه کې زما موخه ډیری ډله ییزه مخامخیدنه ده نه فردي، یوښه استاد دخپل تدریس په پیل سره کولای شي د ځان اوټولګي ترمنځ داړیکورازدتدریسي میتودلوژۍ له لارې پیدا کړي څوله دې لارې معلم یا ښوونکي په عملي توګه ځان او زده کوونکي دواړه هم وڅاري اوهم یې وپالي.
علامه رشاد داوسنۍ پرمختللې زده کړې دغه اصل ته په خپلې علمي وړتیا اود رشادښوونې له اصولوسره سم په ډیره ښه توګه رسیدای شوځکه ده دتدریس پرمهال یوځانګړي جذاب کرکترلاره چې زده کونکی یې ځان ددغه علمي جذابیت په ښودلوسره د فکري تمرکز(Mental concentration) په دایره کې راټول او خوندي احساساوه. معنا دا چې زده کونکي یې له هوايی تصوراتواوخیالونو راخوندي اویوازې زده کړې ته متوجه کاوه. همداوه چې دده تدریسي وړتیا اوتګلارې دتدریس پرمهال د زده کونکي او استاد اړیکي په ډیره ښه او صمیمانه توګه پرتدریس اوپرزده کړې باندې پر تمرکزباندې پرمخ بیول کیدل.
دویم اصل چې دعلامه رشاد داستادۍاوښوونیزې تګلارې په ترڅ کې زما له پاره دیوه شاګردپه توګه جالب اودپاملرنې وړوهغه داستاد اوشاګرد ترمنځ دتدریسي باور(Teaching Trust ) اصل و،پوهان د زده کړې په بهیرکې د شاګرد د باور مساله په هراړخیزه توګه مهمه او د پاملرنې وړبولی، زموږ په دودیزه ټولنه کې دغه اصل ته موږیوازې د بې جرآتۍ د احساس ترسیوري لاندې تسلیم شوي وو، پلاراومور، کورنۍ اوکلیوالي چاپیریال یوازې دا ترغوږ را تیرکړې وه چې لارښود،مشرته باید یوازې غوږونیسې، په مقابل کې یې خوله پرانیستل دکفراوتمرد نښه وه، دغه اصل د نوې پراګماتستي ښوونې اوروزنې د اصولوله مخې د زده کونکي د ذهني وړتیا اوعلمي برخلیک جنازه بې سوال اوځوابه ترورکې اوله منځه تګ ترپورې رسوي. په داسې حال کې چې علامه رشاد دیوه زده کونکی یوې ساده پوښتنې ته کله کله یو بشپړغبرګ تدریسي ساعت هم ونډه کاوه، چې له دغې لارې دشاګرداواستاد ترمنځ هم باوررامنځ کیده اوهم به ټاکلیو پوښتنوته منونکي ځوابونه د هراړخیزبحث او استدلال په ملتیا سره ورکول کیدل چې پایله به یې له شکه پرته مثبته او روزونکې وه.
په عین حال کې داهم باید له یاده ونه باسوچې علامه رشاد د خپلې دغې تدریسي وړتیا او تګلارې د بیان له پاره ساده، پوهیدونکي او بې تعقیده ژبه هم کاروله.
دریم اصل چې زما له پاره دعلامه رشاد په تدریسی میتود کې دپاملرنه وړوهغه دښوونکي اومدرس پوهه(knowledge ) وه، یوښوونکی ترهغه چې په خپل مضمون باندې برلاسی نه وي هغه نه شی کولای چې دخپل مسلک ارزښت او وړتیا ترنورو پورې په سالم ډول سره ولیږدوي، په ټولیزه توګه په زده کړه کې دا هغه اصل دی چې د نوي ښوونې او روزنې مفکرین لکه جان د یوي او نور د تدریس په ترڅ کې پرهغه باندې جدي ټینګارکوي.
علامه رشاد پرخپله بحثي موضوع (topic of discussion) باندې تل په داسې علمي برلاسي سره رڼا اچوله چې دبحث وړموضوع اوغوټې یواړخ هم دده دپوهې تردایرې دباندې نه پاتې کیده، ده موضوع مطرح کوله، وضاحت یې ورکاوه او دلیلونه یې په دومره علمي اومنطقي توګه په داسې پوهونې ژبه وړاندې کول چې دلوستونکي اوزده کوونکي دذهن پرتخته به یې نیغ نقش جوړاوه. معناداچې د زده کونکي اوبحث کونکي ذهني تصوریې دخپل استدلال په وړتیا سره پرعینيت باندې اړولای شو،چې دا کاراوداعملیه په خپل وارد تجربې اوتصور(experience and imagination) دانډول یا مطابقت په پایله کې دتطبیق وړده.
علامه رشاد له شکه پرته دیوه برلاسي ښوونکي په توګه دا مهمه اوجوړونکې علمي وړتیا دخپل تدریس په بهیرکې درلوده.چې دغه اصل اودغه لویه علمي وړتیا یې هغوی چې د استاد رښتیني اودوامداره شاګردان پاتې شوي ډیرښه درک کولای شي.
څلورم اصل چې په رشاد ښوونه کې دهغه دتدریس پرمهال دپاملرنې وړو،هغه دیوه ښه لارښود په توګه دده دتدریس پرمهال دزده کونکو بشپړه ډاډینه( Confidence) وه، دا اصل هم په ښوونیزه علمي تیوري اوتدریس کې له خورامهموښوونیزواصولوڅخه بلل شوي، په څه معنا؟
ما مخکې هم یاده کړه چې زده کونکي که په هره کچه وي دیوشمیرسمواویا ناسمودودیزواوټولنیزونرخونوتراغیزلاندې وي، په تیره بیا زموږپه دودپاله ټولنه کې،موږټول دخپل خپل ماشومتوب دوره کله هم له یاده نه باسوچې زموږپه ټولنه اوان چې په کورني چاپیریال کې هم ماشوم ته ډیرلږپه درنه سترګه کتل شوي دي،ځکه چې هلته موداخبره اوریدلې چې: « چپ شه ته لاماشوم یې!» له دغې خبرې سره سمه باید دااعتراف وکړوچې په داسې کمي چلند سره زموږ دماشوم لومړنۍ جسمي اوذهني وده په نیمګړې توګه وده کوي، اودا په ښوونه او روزنه کې هغه لویه ستونزه ده چې موږله دغې ستونزې اوحقارتي چلند سره خپل زوی اولورد ښوونخي لومړي ټولګی ته ورلیږو، هلته هم کله چې ماشوله ښوونکي سره مخامخ کیږي فکرکوي چې هغه هم لکه مور، پلاراونورمشران پرده (ماشوم) باندې ډاډه نه دی اوهره ګړۍ چې معلم ته ګوري،هم هغه خبره اوهغه حالت چې په کورنۍ اومالتي چاپیریال کې یې پرذهن باندې نقش شوی دلته هم ورانځوریږي اووریادیږي.
دغه حالت چې علمآ ثابت شوی دماشوم پرذهني وده باندې له شکه پرته سخته منفي اغیزه کوي،چې تلافي یې د پوهانوپه نظریوازې دیوه خلاق اوبرلاسي ښوونکي د دوه اړخیزوهلوځلوپه ترڅ کې رامنځ ته کیدای شي.
علامه رشاد دیوه ښه لارښوداویوه ښه استاد په توګه دځان اوزده کونکي ترمنځ د ډاډ فضا په ډیره ښه اوآسانه توګه رامنځ ته کوله،هغه کله هم خپل شاګردته دانه ویل چې :« نه داسې نه ده » بلکې دایجادي ( Creative ) چلند له مخې یې هغه ته ډاډ ورکاوه چې باید په خپله ناسمه طرحه کړې مساله باندې بیاځلي غورته دعلمي اومنطقي هڅې په څارلوسره ځان ورسوي.
پنځم اصل چې د رشاد ښوونې په برخه کې زما له پاره د پاملرنې وړوهغه پریوه ټاکلې موضوع باندې جوړونکي بحث (Constructive discussion) و، په علمي بحث کې لارښونکي اصل پرموضوع باندې برلاسی اوبحث کونکي یا هم اوریدونکي ته قناعت ورکول دي، په ښوونیزنصاب کې بحث زده کونکي دحقیقت ددرک پرپایله باندې دروي، همداده چې نن سبا عقلي علوم چې په مسلکي توګه زده کیږي هلته دجراوبحث موضوع جدي اواړین اصل دی، دبحث په برخه کې دوه ټکي دپاملرنې وړدي، یونوښتي منطق اوبل هم دقیق اومستند (accurate ) لاسوند چې دبحث وړمسالې ته مثبت اړخ ورکړي.
علامه رشاد دخپل علمي بحث په ترڅ کې تل نوې خبره کوله، اومستنده یې کوله چې علمي اوتحقیقي آثاریې زموږله پاره ترهرڅه څرګند مثالونه دي. دشورویانودیرغل په لومړیوکالوکې په کابل پوهنتون کې حکومت دقبادیاني ناصرخسروپه اړه نړیوال سیمینارجوړکړی و، چې په هغه کې پرکورنیوپوهانو برسیره ډیرو باندنیو پوهانوهم ګډون کړی وی، لیکوال اومورځ خدای بښلي مایل هروي،مقاله ولوسته اوپه هغې کې یې یوپراګراف داسې وچې:« پښتانه وروڼه باید دملي تفاهم پربنست دا روا داري ولري چې غوریان باید تاجکان وبلل شي…» ارواښادهروي له ستیجه راکښته شو، علامه رشادلاس پورته کړاودستیج سرته ورغئ، هلته دمایل صاحب عینکي پاتې وې علامه رشاد عینکی را واخیستې اوپرمایل صاحب یې له خپلې نرمې موسکا سره غږوکړ:« جناب مایل هروي، ترهرڅه د مخه ته کولای شې دغه خپلې عینکې چې ستا شخصي ملکیت دی له ما واخلې ،بیا یې ستا زړه، چې ساتې یې اوکه یې چاته تحفه ورکوې، د غوریانو تاجک بلل او یا د هغوپه اړه داسې طرحه لکه چې تاسې جناب وړاندې کړه دایوه وارداتي اوغیرعلمي طرحه ده، چې زموږملي تاریخ اودهغه طبعي مسیرپرجعل باندې وراړوي. وړنه ده چې موږداسې جعلیاتوته ولوکه دهرچا اوهرواکمن ځواک په استشاره په دغوحالاتوکې تپل کیږي خپلوتاریخي اوملي ارزښتونوته د سوغات اوتحفې له سترګیووګورو… » علامه رشاد ددغه علمي محضرپه وړاندې پرغوریانوباندې اوږدې علمي اومستندې خبرې وکړې چې دناستوپوهانوپاملرنه یې په دقیقه توګه نوموړې مسالې ته ورواړوله چې چا د استاد د علمي اومستند بیان اوبحث په وړاندې سپڼ هم ونه کړ.
علامه رشاد په تدریس کې هم دومره محتاط وچې هیڅکه یې هم بې لاسونده اوبې سنده دیوې موضوع په اړه خبرې نه کولې، اوترټولو لویه وړتیا ما دده په علمي بحث کې داهم ولیده چې په یوه موضوع کې به یې معلومات نه درلودل په هغه باره کې به یې د زده کونکي اوپوښتونکي په وړاندې له څرګندونو ډډه کوله اوپرهغه شیبه به یې بښنه غوښته.
شپږم اصل چې کولای شوپه رشاد ښوونه کې خبرې پرې وکړو هغه دعصري زده کړې په بهیرکې مثبت کلتوري پوهاوی یا
(Cultural Awareness) دی، چې د ځوان نسل په روزنه کې ډیره مهمه ونډه او دنده ترسره کوي، انسان یوټولنیزموجود دی، لویه ځانګړنه یې داده چې ایجادګردی، نوښتګردی اودخپلوتجربولیږدونکی دی. برسیره پردې بدلون غوښتونکی دی اوله بدلون راوړنې سره یې دژوند دتجربو،لیدنوکتنودلړۍ یوه اړخ ته کلتور ویل کیږي چې د خپلې ارزښتناکې وړتیا له مخې یې ما دي اومعنوي څانګونه د ځان کړي دي، په عصري ښوونه اوروزنې کې دغه اصل ځانګړی اهمیت لري،چې دعلومود چټکې ودې په بهیرکې هم له پامه نه لویږي، د پوهانو په نظرکلچر :
– کلتوریا کلچرپه بشري ټولنه کې دانساني فعالیتونوبیلګه اوبریاده .
– دکلتوراوکلچرمعنا داده چې څنګه په ټولنه کې سوچ اوعمل انډول موندلای شي.
– کلچرمعنا داچې زموږد ژوند هرپل اوعمل زموږدکړواوتجربو څرګندوی دی.
– په کلچرکې ژبه اودهغې د وینګ تګلاره اوله هغې لارې دهنراوعلم د ایجاد اووده اړینه اومهمه ده.
– کلچرپه ښوونه او روزنه کې د زده کړې هغه تګلاره ده چې په هغې کې ارزښتونه، نرخونه،پوهه،باورونه،کړه وړه، تجربې اوژبه البته په مثبته بڼه نه منفي راځي.
د علامه رشاد په لیکنواوافکاروکې له پورتنومهموټکوڅخه دغه وروستي اصل خپله بشپړه وړتیا موندلې وه، هغه دکلتوري پوهاوي په هراړخیزاومثبت بهیرباندې هم باوردرلود، اوهم یې په عملي توګه دغه اصل دټولنې دودې اوپرمختګ لامل باله، ده په دغه برخه کې خپلو زده کونکوته په نړیواله کچه بیلګه ییزاو پرتلیزمعلومات ورکول چې سارې یې په معاصرونړیوالوپوهانوکې ډیرلږموږپه ګوته کولای شو،په دغه اړه زه دده لویه علمي وړتیا دده پراتوژبو( پښتو، فارسي، اردو،هندي،انګریزي،روسي،جاپاني اوعربي) باندې برلاسی بولم.
اووم اصل چې د رشاد ښوونې په برخه کې دځانګړې دپاملرنې وړ و او دی، هغه دښوونې اوتدریس په بهیرکې د زده کړې ارزونه (Assessment ) وه. ددغه اصل له مخې په ښوونیزبهیراوتدریس کې په لنډه مدتي اواوږدمدتي ډول دتدریس ستونزې اوبریاوې ارزول دي . په ښوونیزنظام کې ارزونه له انفرادي دریځه نیولې بیا ترډله ییزهغه پورې د سمون او ودې مثبته اړتیا ده، رابیندرانات ټیګورچې کله په بنګال کې دویشوا بهارتي یا شانتينکتن پوهنتون جوړکړ،هلته زیاتره هلکانوته څنګ په څنګ په آزاده فضا کې تدریس کیده،چې له هغه څخه یې موخه دنورواړخونوترڅنګ د زده کونکود ورځنیو درسواوفعالیتونولاس په لستوڼي ارزونه وه، چې دتدریس په پای کې هم زده کونکي اوهم استادان د دوامدارې ارزونې اوګټورتیا ترسیوری لاندې راتلل ځکه چې هم زده کونکواوهم استادانویوبل سره لیدل اوارزول.
پوهان دزده کړوني دسپلین په لړکې دارزونې په برخه کې پرعدالت، انعطاف، باوراواطمینان باندې ټینګارکوي، د دوی په اند دغه څلورټکي په تدریس کې د پراخې وړتیا اوګټورتیا لامل کیږي. له بلې خواداهم باید ووایوچې په ښوونه اوروزنه کې دغه اصل نه یوازې زده کونکي ارزوي بلکی دښوونکی اومدرس ارزونه هم ددغه اصل له مخې کیدای شي. معنا داچې ددغه اصل له مخې که استاد شاګرد ارزیابي کوي،شاګردهم حق ترلاسه کوي چې خپل استاد اودهغه وړتیا اوتدریسي ځواکمني ارزیابي کړي.
علامه رشاد دخپل ښوونیزپلان په ترڅ کې دارزیابۍ اوچته علمي اوعملی وړتیا درلوده،دهغه دادبي فنونوتدریس په حقیقت کې دشعراوشاعرۍ په اړه یوعملي لابراتواروچې یوبیت، یوشعر، اویوغزل اویوشاعراودهغه اړوند توکونه هلته په عملي لحاظ هم دده له خوا اوهم دزده کونکوله خوا په هراړخیزه توګه د تختې پرمخ تجزیه کیدل چې دغه چاردعصري زده کړې له مخې نن سبا دډیروعلوموپه برخه کې دډیروپرمختللوتخنیکي وسایلوپه واسطه دتدریس دارزونې له پاره کارول کیږي.
اتم اصل چې د رشادښوونې په ترڅ کې د ځانګړې پاملرنې وړدی هغه په زده کړه اوتدریس کې دښوونکي له خوا الهام اوالهامي وړتیا (Inspirational Ability ) ده، الهام یا انګیزي وړتیا په ښوونه او روزنه کې داده چې یوڅوک (لارښود، استاد) څنګه کولای شي یوچاته دتدریس په بهیرکې دټاکلې موضوع په اړه الهامي وړتیا ورپه برخه کړي، په دغه اړه مهمه خبره داده چې زده کونکي د زده کړې پرمهال دزده کړې اغیزپه عملي ژوند کې درک کوي اوپه عین حال کې ځان پردې هم باوري کوی چې د استاد اوښوونکی الهامي وړتیا د تحول اوبدلون لویه وسیله ده. د الهامی وړتیا داغیزې په ترڅ کې زده کونکي ترهرڅه دمخه ځان په مثبتوارزښتونوباندې چې دتیوري اویاهم تصوراوتجربې محصول دي له یوې خوا پوهوي،او له بلې خوا یې دهغې پرعملي والي باندې باوري کوي. همداده چې الهام اوانګیزه د زده کونکي داحساساتواوعواطفودویښولو،هڅولواوتشویق له پاره چې دمثبت عمل په واسطه ترسره کیږي، خپل اغیزښندي. همدغه مثبت عمل په ښوونه اوروزنه کې الهام اوانګیزه اود هدف پرلورنوښتې یا ایجادي هڅونه اوخوځیدنه ده.
په دغه اړه داخبره هم ویلای شوچې علامه رشاد نه یوازې په خپل وخت اوعصرکې یوالهامګراوالهام ورکونکي استاد وبلکي ټول تحقیقی اوتخلیقي آثاراولیکنې به یې زموږدراتلونکوپه وړاندې هم الهام ورکونکي وي.
نهم اصل چې په رشاد ښوونه کې ډیرمهمه اوځانګړې وړتیا لري، هغه د زده کړې په بهیرکې د اخلاقي ارزښتونه (Moral values) اودهغوپه پام کې نیول دي، اخلاقي زده کړه هغه روزنیزعمل دی چې موخه یې داخلاقي اصولواوفضایلو زده کړه اوښوونه ده.اخلاقي زده کړه هغې چارې اوتګلارې ته ویله کیږي چې دهغې په ترڅ کې قضاوت اوعدالت اونورواړتیاوواوحقونوته پاملرنه کیږي، ترټولومهمه لاداچې اخلاق اواخلاقي ارزښتونه په ټولنه کې زده کیږي اودانساني ژوند یوخورا بی ساري اړخ جوړوي. یوبرلاسی لارښود د تدریس په بهیرکې اخلاقي ارزښتونه لکه، وفا، درناوی، زغم، مهربانی، منندویي، پرنفس باندې ډډه اوباوردخپلې زده کړې اوخپل ښوونیزکرکترد ښودنې په ترڅ کې تدریسوي. دغه اصل ته موږداخلاقي روزنې نوم هم ورکوو، چې دهغې په ترڅ کې اخلاقي شخصیت،چال چلند، رښتیا، خواخوږي، مینه، صمیمیت اومسولیت په انسانی کرکترکې د زده کړې او روزنې له لارې پیاوړتیا مومي.
علامه رشاد دیوه مومن مسلمان لارښود اواستاد په توګه په ښوونه او روزنه کې هم په خپله دلوړواخلاقي وړتیاووخاوند لارښوداواستاد و اوهم یې خپلو زده کوونکوته لویه سپارښتنه داوه چې د زده کړې فضلیت اولوړتیا داخلاقي وړتیا اواړتیا زده کول اوپه ژوند کې خوندي ساتل دي.
همداده چې دده دتدریس وړتیا په څنګ کې دده ایجادیات، دده شاعري داخلاقیاتویوه بې سارې خزانه ده چې موږ روزي اوموږدژوند له دغې تلپاتې مرغلرې سره په مینه مینه آشنا کوي :
زړه ډېوه ده دا د خټو په قالب كي
خداى ومه كړي چي به دا ډېوه د چا مري
حريت د هر ملت د بدن زړه دى
كه دا نه وي هم ملت مري هم بقا مري
لسم اصل چې د رشاد ښوونې له انده ،د زده کړې په بهیرکې دپاملرنې وړدي هغه د زده کړې په بهیرکې د زده کړې اوزده کونکي رواني اړخ) (Psychological aspectدی، داچې نن سبا روانپوهنه د ښوونې اوروزنې په څنګ کې دیوې لارښودې اومرستندویی پوهې په توګه د چټکې ودې پرلورروانه ده، له همدې امله دځوان فکراو شخصیت دروزنې اوپالنې په ننۍ اړخ باندې ژورټینګاراوټیکاوکوي.
پوهان وایی چې زده کړه انساني چلنداوتګلاره ده اوروانپوهنه یا روانشناسي بیا ددغه چلند اوتګلارې پرله پسې مطالعه اوڅیړنه ده، د روانپوهنې له مخې دانساني چلند د سمون له پاره وړده چې پرچلند اورکړن یا رفتارباندې ژوره پاملرنه وشي، ځکه چې له مخې یې زده کړه اوروانپوهنه له یوې بلې سره په منطقي اړیکه اومزي سره ټینګیږي.ځکه چې روانپوهنه دخپل ماهیت له مخې د زده کړې په ترڅ کې دستونزودحل یوازنۍ کیلی ده.
په روانپوهنه باندې برلاسی ښوونکی اواستاد د سمې زده کړې دتحقق لارې لټوي اوهڅه کوي چې دنویواوتخلیقي معلوماتو پربنسټ د زده کونکی دګټورې روزنې په پاردانفرادي اوډله ییزې زده کړې له اصولوڅخه کارواخلي، چې دغه دنده تربیتی اوروزنیزه روانپوهنه دیوې خپلواکې څانګې په توګه دخپلوعلمي اوعملي څیړنواوتجربوپه ترڅ کې دښې اوسالمې زده کړې د ودې اودهغې د پرمختګ له پاره ترسره کوي.
روانپوهنه دخپلې دغې هڅې له پاره نوي میتودونه اومهارتونه یوازې ددې له پاره پیدا اورامنځ ته کوي چې دزده کړې انفرادي اوډله ییزه اړتیا اوګټورتیا په انساني ټولنه کې دیوه سراسري، نړیوال اوملي انساني خدمت له پاره مفهوم کړي.
علامه رشاد پردغه ټکي باوري نه ولکه چې په لویدیزه ټولنه کې ټینګارپرې کیږي چې دماشوم ښوونه اوروزنه په ټولنه پورې اړه لري،حکومتونه اوحکومتي موسسې باید په دغه برخه کې عام وتام واک اوځواک ولري، د دوی په نظرکورنۍ اصل اوروزنه په دغې لورینې کې ګردسره له یاده وزي، په لویدیزکې چې کله ماشوم ښوونځي ته ولاړ،معناداچې نورله کورنۍ چاپیریال سره په ذهني اوجسمي لحاظ خدای پامانی کوي، دموراوپلاررول په دغه برخه کې یوازې دومره دی چې له کوره یې ترښوونځي پورې ورسوي، کورنۍ نظم، اخلاقي تربیت،مورنۍ ژبه کلتوري اوباوري ارزښتونه ټوله په تپل شویوارزښتونوکې شماري چې پایله یې ماشوم دذهني ودې پرکنګل تم ځای باندې دروي. په تیره هغه ماشومان چې لویدیزې ټولنې ته دنوروکلتورونواوباورونودکورنیوله څواړخیزشا لید سره ورننوزي.
رشاد ښوونه دغه ښوونیزسستم په لومړنیوزده کړوکې په انتقادي نظرسره ګوري،ځکه چې له هغې څخه پرماشوم باندې د(ماشومانه ښکیل اوجبر) تحمیل کیږي.علامه رشاد به ویل چې کیدای شي داډول بې عدالتي اوجبرپه لوړو زده کړوکې چې ځوانان د رشد مرحلې ته رسیږي تطبیق شي خودځوانانواوتنکیوځوانانوله پاره یې منل ډیرستونزمن کاردي. هغه باوردرلود چې کورنۍ سستم، موراوپلارپه هره ټولنه اوهرډول شرایطوان لودیدیزوشرایطوکې هم دماشوم د هراړخیزې روزنې په برخه کې ټاکونکي او روزونکي دي.
په هرډول، لنډه داچې رشاد ښوونې په خپل وخت کې دخپل ملي اوافغاني کرکترله مخې خپله ځانګړې رواني وړتیا درلوده اوکه لږددغه علم له وړتیا ووڅخه ځان خبرکړو نواوس اوان چې سبا به یې هم زموږپه افغاني ټولنه کې لري. زه په دغه برخه کې له احتیاط څخه ځکه کاراخلم چې د روزنیزې زده کړې رواني بهیرداسې څه نه دی چې پرهغه باندې په یوه ځانګړي زماني تم ځای باید ودریږو، ځکه دغه بهیردهرې ورځې دنویوعلمی اوفکري شونتیاووپه ترڅ کې پرادلون بدلون له لاشعورڅخه دشعورپرلور ورمخه دی. ځکه خو درشاد ښوونی ښوونیزاساسات اورواني مقدرات زموږ داوسنۍ انفرادي اوډله ییزې عصري زده کړې سریزه اوپیلامه جوړوي.
علامه رشاد د زده کړې پرعصري بهیراودهغې په انفرادي،رواني نورو وړتیاوولکه چې پورته نغوته ورته وشوه دخپل تدریس په بهیرکې باوردرلود،او دهغې اړتیا یې دټولنې دټولوپه تیره بیا دځوان ځواک هلکانواونجونوله پاره دیوه لوی انساني،اسلامي،افغاني او رواني ضرورت په توګه اړینه بلله، دهغه په نظرزده کړه یعني ډیوه، معنا رڼا، هغه رڼا چې که په انسان اوټولنه کې نه وي نوهغه ټولنه په هراړخیزه توګه د ښوونې اوزده کړې له اړخه لکه چې موږیې په تیروشلوکالواونن سبا کې شاهدان یویوه مړه ټولنه ده،چې دعلامه رشاد په دعا :
خدای ومه کړې چې به داډیوه دچا مري !
درنشت
پروفیسور دوکتورعبدالخالق رشید
د نهروپوهنتون د پښتو څانګې استاد
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.