د روغتیايي کارپوهانو په وینا د ګرمۍ په موسم کې د مختلفو ناروغیو خطر له اندازې زیات وي. د ګرمۍ موسم پهنظر کې نیولو سره باید په پیشلمي او روژه ماتي کې د غوښې له استعمال څخه ځان وژغورل شي ځکه چې د ګرمۍپه موسم کې د غوښې زیات استعمال انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي.
د روغیتايي څيړونکو او کارپوهانو په وینا د ګرمۍ په موسم کې په ځانګړې ډول د روژې په میاشت کې باید د غوښېځای سابه ته ورکړل شي او کوښښ وشي چې سابه له زیات نه زیات استعمال شي. د ګرمۍ په موسم کې د تروې یاشړومبې استعمال هم ډیرې زیاتې روغتیايي ګټې لري.
د ګرمۍ په موسم کې د روژه ماتي پر مهال له اندازې زیات خواړه خوړل خیټه خرابوي نو له همدې امله خپل روژه لهتړمو اوبو او یا خرما سره ماته کړئ. د روژه ماتي پر مهال ساړه مشروباتو له استعمال څخه ځان وژغورئ ځکه چېدغه مشروبات مو د معدې په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي.
د روژه ماتي پر مهال د ساړه او ګاز لروونکي مشروباتو استعمال د معدې تیزابیت زیاتوي.
د ځينو روغتیايي کارپوهانو په وینا له ام سره د روژې ماتول ډیرې زیاتې ګټې لري. ام په طبیعي ډول ډیر شمیر داسېویټامینونه لري چې د بدن د اړتیا وړ انرژي تولیدوي. د ام جوس هم ډیرې زیاتې ګټې لري خو پام کوئ که چیرې د امجوس د اوږدې مودې لپاره په یخچال کې کیښودل شي نو خپل ګټور خاصیت له لاسه ورکوي. روغتیايي کارپوهانوايي چې د پیشلمي په وخت کې د میوې استعمال ډیرې زیاتې ګټې لري.
میوه او سابه د فایبر (Fiber) نومې موادو تر ټولو غوره منبع ګڼل کیږي. فایبر لروونکي خواړه زیات اوبه جذبوي او دورځې په اوږدو کې بدن ته د اړتیا وړ اوبه ورکوي.
په پیشلمي کې د سپینې اوړه پر ځای سبوس لروونکې اوړه استعمال کړئ. سبوس لروونکې اوړه د روغتیا لپاره ډیرزیات ګټور وي ځکه چې سبوس هم خپل ترکیب کې زیاته اندازه فایبر لري او د ورځې په اوږدو کې بدن ته د اړتیا وړاوبه ورکوي.
د ګرمۍ په موسم کې په پیشلمي او روژه ماتي کې تړمې اوبه او لیمو زیات وکاروئ، زیات غوړ لروونکي خوړو څخهځان وژغورئ او خپلو خوړو کې یوازې اړینه اندازه
مالګه واچوئ.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.