څنګه له کارکوونکو رښتینی نظر (فیډبک) واخلو؟
د رهبرۍ یو ساده خو اغېزمن تخنیک
لیکوال: Mark Murphy
چمتوکوونکي او نچوړ: نصيراحمد څپاند
سریزه
په ډېرو ادارو کې مشران فکر کوي چې دوی د کارکوونکو نظرونو ته ارزښت ورکوي او هر وخت د فیډبک اورېدو ته چمتو دي. خو په حقیقت کې داسې نه ده. ډېری کارکوونکي نه غواړي خپل اصلي نظر له مدیر سره شریک کړي، ځکه دوی وېره لري چې دا کار به ورته ستونزې جوړې کړي.
له بلې خوا، ځینې مدیران بیا هېڅکله له خپلو کارکوونکو نظر نه غواړي، او که یې وغواړي هم، هغه ته جدي پام نه کوي. همدې حالت د دې لامل شوی چې د مدیرانو نیمګړتیاوې پټې پاتې شي او د وخت په تېرېدو سره نورې هم زیاتې شي.
د فیډبک د وضعیت ارزونه
څرنګه چې ډېری مشران داسې ګومان کوي چې دوی د کارکوونکو نظرونو او فیډبک منلو ته چمتو دي، خو شمېرې او څېړنې بل څه څرګندوي.
د یوې نوې څېړنې له مخې، چې پر ۱۲۰۴ کارکوونکو ترسره شوې، لاندې پایلې ترلاسه شوې دي:
شاوخوا ۸۴ سلنه مدیران د خپلو نیمګړتیاوو تر پېژندلو وروسته هم په خپل چلند کې بدلون نه راولي.
نږدې ۳۸ سلنه مدیران هېڅکله له خپلو کارکوونکو څخه فیډبک نه غواړي.
شاوخوا ۳۹ سلنه ادارې داسې کاري چاپېریال نه لري چې کارکوونکي پکې په ډاډه زړه خپل رښتینی نظر څرګند کړي.
نږدې ۴۰ سلنه مدیران ترلاسه شوی فیډبک کم ارزښته ګڼي او جدي پاملرنه ورته نه کوي.
دغه وضعیت په اداري اصطلاح کې د “فیډبک درېګونی خنډ” په نوم یادېږي، چې د سازماني ودې او اغېزمنتیا پر وړاندې یو مهم خنډ بلل کېږي.
اصلي ستونزه څه ده؟
په ادارو کې یو ډول پټ دور (Cycle) رامنځته کېږي:
مدیران نظر (فیډبک) نه غواړي
کارکوونکي چوپ پاتې کېږي
او که څوک څه ووایي، ارزښت نه ورکول کېږي
پایله دا کېږي چې ستونزې هماغسې پاتې کېږي او هېڅ بدلون نه راځي.
یو ساده خو مهم سوال
د رهبرۍ په نړۍ کې یو ډېر ساده خو اغېزمن تخنیک شته. هغه دا دی چې مدیر باید له خپل کارکوونکي څخه دا پوښتنه وکړي:
“که ته زما پر ځای وای، پر کوم کار به دې تمرکز کاوه چې ښه شم؟”
دا یوه ډېره ساده پوښتنه ده، خو اغېزه یې ډېره لویه ده.
ولې دا پوښتنه مهمه ده؟
۱. د وېري فضا له منځه وړي
کله چې یو کارکوونکی مستقیم ووایي: “ته په دې کار کې ستونزه لرې”، دا ورته خطرناک ښکاري.
خو کله چې ورته وویل شي:
“که ته زما پر ځای وای…”
نو هغه ځان خوندي احساسوي او په اسانه خپل نظر بیانوي.
۲. د ځان اصلاح پیغام ورکوي
کله چې مدیر دا پوښتنه کوي، کارکوونکو ته دا پیغام ورکوي:
زه ځان بشپړ نه ګڼم
زه بدلون ته چمتو یم
زه ستاسو نظر ته ارزښت ورکوم
دا کار د باور فضا رامنځته کوي.
۳. پر مهمو ستونزو تمرکز کوي
کارکوونکي عموماً هغه څه وایي چې دوی ته تر ټولو ډېر مهم وي.
یعنې:
هغه ستونزه چې د دوی پر ورځني کار تر ټولو ډېر اغېز لري
نو دا پوښتنه مرسته کوي چې مدیر پر اصلي ستونزه تمرکز وکړي، نه پر کوچنیو مسایلو.
څنګه دا طریقه عملي کړو؟
د دې لپاره چې دا تخنیک ښه نتیجه ورکړي، لاندې ټکي مهم دي:
دا پوښتنه په شخصي (یو-په-یو) ناسته کې وکړئ
په میاشت کې یو ځل بسنه کوي
د ځواب پر مهال دفاعي چلند مه کوئ
په رښتینې توګه مننه وکړئ
او تر ټولو مهمه دا چې عملي بدلون راوړئ
د باور جوړولو اهمیت
لومړی ځل کېدای شي کارکوونکی ډېر ساده او محتاط ځواب درکړي، ځکه هغه ستاسې غبرګون ازمويي.
خو که تاسو:
مثبت چلند وکړئ
نظر (فیډبک) جدي ونیسئ
او بدلون راوړئ
نو بل ځل به ډېر صادقانه نظر درکړي.
په همدې ډول، د وخت په تېرېدو سره د باور فضا پیاوړې کېږي.
پايله کې ويلي شو په رهبرۍ کې بریا یوازې په امر کولو نه راځي، بلکې په اورېدو کې ده.
هغه مدیر چې د خپلو کارکوونکو خبرې واوري او پر ځان کار وکړي، تل به بریالی وي.
نو که غواړئ یو اغېزمن او بریالی مدیر شئ، له دې ساده پوښتنې څخه پیل وکړئ:
“که ته زما پر ځای وای، څه به دې بدل کړي وای؟”
دا پوښتنه کولی شي ستاسې د رهبرۍ طرز بدل کړي او ستاسې اداره له ستونزو څخه پرمختګ ته بوځي.
سرچينه:فاربز ډاټکام
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.