نيوزلينډ سويلي افريقا ته په لومړنۍ نيمه پايلوبه کې په نهو ويکټو ماته ورکړه او دې سره يې په روان نړيوال جام کې لومړنۍ خو مانا لرونکې ماته تجربه کړه.
سويلي افريقا د لوبې له پيله وېرېدلې توپوهنه پيل کړه او د ٨ لوبغاړو په سوځېدو سره يې نيوزلينډ ته د ١٧٠ منډو هدف کېښود.
نيوزلينډ د فين آلېن د چټکې ٣٣ باليزه سليزه سره دغه هدف په يوازې ١٣ اورونو کې پوره کړ او ځان يې پايلوبې ته ورساوه.
سبا به د هند او انګلستان تر منځ دويمه نيمه پايلوبه ترسره شي او ګټونکې لوبډله به له نيوزلينډ سره د نړيوال جام د ګټلو لپاره خپل بخت و آزمايي.
د لوبې غوره لوبغاړي فن آلېن وویل: “یوازې مې هڅه کوله چې ښه موقعیتونه ونیسم او د ټیم لپاره ښه لوبه وکړم.
د اوپننګ ملګرتیا لپاره پلان په تړاو يې وويل چې غوښتل يې لوبډلې ته پیل وکړو او سیال ټیم له هماغه سر څخه تر فشار لاندې راولو.
آلېن وايي،” زما لپاره اسانه وه کله چې ټیمي (ټيم سيفرټ) داسې ښه لوبه کوله. ما یوازې کولى شوى ورته وګورم او (سټرایک) هغه ته پرېږدم. هغه په ډېر چټک او غوره انداز ولوبېد.
دا زموږ لپاره ستره لوبه وه. ټیمي او ما هڅه کوله چې مستقیم شاټونه ووهو او په پوره زور مخته ولاړ شو. نوموړي د پيچ د حالاتو په اړه وويل، “باید د میدان له حالت سره ځان عیار کړې. تمرین ډېر مهم دی چې د ویکټ حالت درک کړې.
موږ پوهېدو چې ویکټ به د تورې خاورې وي، دا معلومات مو لرل. دا ښيي چې له نړیوال جام مخکې هغه لړۍ څومره مهمه وه”.
فاینل ته د رسېدو په اړه له لوبې څخه مثبت ټکي اخلو او لږه خوشالي کوو، خو د یکشنبې په ورځ لا هم فاینل ته سترګې په لار یو.”
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.