غزل

نعمت الله صدیقي

33

ځالو ته ځي او راځي زړونو کې یې سا نه راځي
مرغۍ زموږ له ونو ځي لکه چې بیا نه راځي

د جنګ شېبه ده، زه په تش کمربند څه کوای شم
سترګې دې واړوه چې زړه کې مې درزا نه راځي

دومره پوهېږم چې څېره دې منتشره وه بیا
غږ دې رنځور دی؟ او که غږ دې بیا تر ما نه راځي

“په تورو خاورو کې دې څه لېدلي” توره یاره!!
وطن نور تور شو؛ خو ستا لوري نه رڼا نه راځي

په ګندارا تهذیب یې تېره کړه ما ولېدله
د کومې ورځې انتظار دی چې په ما نه راځي

که په خوږو اوبو دې یاد کړمه او زړه دې هم و
شاید ونه وایم چې ها نه راځي ــ دا نه راځي

زما په دغه بخت دې هم څوک تبصرې نه کوي
چې زه ژړا پسې هم ځم ماته ژړا نه راځي

له ستورو ډک وي اسمان څه به یې احسان ومنم
سپوږمۍ راځي خو له شپو هیڅکله تنها نه راځي

۲۰۲۶ مارچ ۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.