یو خو هغه پېنځه حواس دي، چې موږ یې د ژوند په معمول کې ورسره عادي او په درک یې ورسره روږدي یو، چې بویول، لېدل، اورېدل، څکل او لمس کول دي؛ خو تر دغه پېنځګونو حواسو یې یو بل هغه چې زه یې د همدې درې یا څلورو په مستقیم اساس سربېره شپږم حس بولم، هغه د لوستلو «ذهني حس» دی؛ هسې خو دا ټول حواس له ذهن سره د ربط پروسس او تړاو لري؛ خو دغه یې ځکه دلته په جلا حس نوموو، چې په اساس یې د یوې بلې ذهني پدیدې او دنیا درک او لوری په یو څه زیات اهمیت او افادیت پیدا او اسان کړو.
د کتابونو د ټولو تخلیقي او علمي متونو عمومي درک په همدې ذهني حس کېږي، ودې شي، چې یو څوک یې د لېدلو او اورېدلو هغه هم وبولي؛ خو یوازې اورېدل او لېدل خو هر څوک او د هرې کچې لوستونکي کولای شي؛ مهمه دا ده، چې د همدې ځانته «ذهني حس» یا حواسو له مخې یې په یو څه ځانته اهمیت ولولي او حس یې کړي.
په ادبیاتو کې خصوصاً د تخلیقي متونو د حس یا حواسو په اړه بحث د «احساس» د یوې مستقلې برخې په توګه هم مطرح شوی دی؛ خو له دې سره یې توپیر د نوي والي سربېره په طرز کې هم دی، چې موږ یې نن د همدې نوې اصطلاح ترڅنګ مستقماً «ذهني حس» بولو او دا د نوي شعر یوه مستقل او ځانګړی طرز او میتود هم دی او دې ته په عام عرف او جدیدو یا نویو ادبیاتو کې حسیات (Sensibility) یا په ځانګړې مانا د حسیاتو او حسي شاعری اصطلاح هم کارېدلې ده.
په عامه ادبي پېژندنه کې حسیات د یوه پنځګر یا تخلیقکار هغه اندروني یا دننۍ او ذوقي فضا ده چې د انسان حس (sense)، احساس (emotion)، تجربه (experience) او تخیل (imagination) سره یوځای کوي او له دې یو ځای کېدنې سره د یوه ادبي فورم یا ژانر د اصولو سره سم یو متن په وجود کې راتلی او تخلیق کېدای شي.
دا د حسیاتو یا د ادبي حس په اړه هغه لومړنۍ تعریف او پېژاند و، چې تقریباً څو پېړۍ د همداسې سراسري او سطحي پېژندنې سره د پنځګرو د پنځ او تخلیق برخه وو، وروستیو چټکو او تېزو بدلونونو چې انسان او نړۍ سره تېز او ګړندي یا په معاصره اصطلاح جدید او نوي کړل، دې حسي برخې هم خپل تعریف د نویو او جدیدو ادبیاتو په تشریح او تحلیل کې له نویو خبرو سره سم عیار کړ؛ یعنې اوس که د جدیدو حسیاتو یا په ځانګړي ډول د جدیدې شاعری یا د حسي شاعرۍ خبره کېږي؛ نو یو ډول تعریف یې هم ورسره نوی کېږي؛ مثلاً جدید یا نوي حسیات (Modern Sensibility) د همدې دننۍ یا اندروني فضا هغه نوې او بدله شوې بڼه ده، چې د معاصر انسان ټول ماخذونه یې د همدې نوې دنیا د ښاري ژوند، رواني او ټولنیز فشار، یوازیتوب، وجودي پوښتنې، ګړنديو او تېزو اقتصادي او جغرافیوي او فکري بدلونونو او د وخت له نويو سیاسي او ټیکنالوژیک تمایل او چاپېریاله دی؛ ځکه خو یې په تخلیقي تجربو کې که یو طرف ته د همدې موضوعاتو یا مضامینو ځای شته؛ نو بل خوا یې په همدومره جدي توجه او درانو مسوولیتونو د تخلیقي متونو او تجربو په طرز او سټایل کې هم همدې حسیاتو یا حسي تجربو ځان په حساسه او جدي انداز ځای کړی او رغولی دی؛ مثلا په نوې حسي شاعرۍ کې د شعر ژبه هغسې حسي نه ده؛ لکه د شعر پخوانۍ شعري ژبه او یا نوي انځورنه او تصویرونه او احساساتي رنګونه او د خبرو لیدلوري او طرز یې همغه د پخوانیو غوندې اسانه او ساده حسي نه دي؛ بلکې بېخي هر څه په کې د نویو حسیاتو د درک او اغیز په اساس رامنځته شوي دي. بلکل د جاوید احساس د دغه شعر په مفهوم، چې:
خپلې اوښکې هم اوس نۀ شم خپلولی
بدل شوی اوس د عصر حسيت دے
دا شعر اصلاً د همدې دواړو حسیاتو خبره کوي هم د نویو فکري او ټولنیزو او عالمي ګډوډیو، ظلم او جبر یادوي او هم د حسي شاعری د عروج او انتها یوه بېلګه ده؛ مثلاً خپلې اوښکې خو د بنده خپلې وي؛ څنګه یې نشي خپلولی؟ خو موږ د نویو حسیاتو او شاعرانه نزاکتونو د پیرایې په اساس پوهېږو، چې دای د خپلو اوښکو د بېوسۍ، استحصال او استثمار خبره کوي او له اوښکو یې ممکن مراد له خپلو مادي او ملي وسایلو او اختیاراتو نېولې تر محبوب، معاشوقې او جانانه پورې هر ډول مانا منظور کېدای شي؛ دا پوښتنه خو د زوړ طرز د شاعرۍ له ساینسي پوهې سره کېدای شي؛ خو د نوې یا جدیدې شاعرۍ منطق یې نه اخلي. یو بل مثال یې د خالد پښتون په یو څو شعرونو کې هم لېدای شو:
راته ښکاري د قدرت ټول مظهرونه
زه په ویښو سترګو وینمه خوبونه
د عظمت شملې به ټولې ور په سر کړي
خدای به واچوي په کاڼو کې روحونه
د چسا اواز یې اورم په غوږونو
په باران کې وهي چیغي سړکونه
په دې شعرونو کې هم د «ویښو سترګو خوبونه»، «په کاڼو کې روحونه»، او د «سړکونو چیغې» هغه شاعرانه حسي تجربې دي، چې که موږ یې د زوړ منطق په اساس درک ته کېنو؛ ممکن سر راباندې وګرځوي؛ خو د نویو حسي تجربو او ظرافتونو او د نوي شاعرانه طرز په اساس دا خبره اوس زموږ ذوقونو ته بېخي نابلده نه ده؛ بلکې بغیر له داسې طرز او شاعرانه سبک اوس په معاصر شاعرانه قطار کې اودرېدل هم د تامل وړ خبره ده. د خالد پښتون په وروستي شعر کې «له بارانه سړکونه چیغي وهي» عام منطق دا نه مني؛ خو دلته د شاعر یا پنځګر مانیز هدف د درد شدت ښودل دي او داسې یې ښيي، چې د باران یا د اوبو غوندې په نرم شي یې ترې چیغي پورته کړي دي، بل شدت یې دا دی، چې که یوه خوا ته د باران اوبه نرمې دي؛ نو بلخوا ته د سړکونو او ترکولو سختوالی او کلکوالی هم موږ ته معلوم دی؛ مانا دا چې شاعر د درد لپاره د نرم او سخت مثال هم په غیر مستقیم ډول تېر کړی دی، دا چې دلته یې هم مانا څه ده؟ زه یې یوازې د درد خبره کوم، دا چې کوم درد؟ دلته خبره د معاصر تخلیقي متن غوندې درد یو مانیز نه دی؛ بلکې د کمال تر حده هر څوک په کې خپل درد یا دردونه انعکاس کولای شي. مانا اوس هغه طرز او هغه خبرې هم د معاصرې شاعری په تله د تامل وړ دي، چې بیا بیا یې همغسې د نوم په اخیستو او زوړ طرز د شعر ادعا کوو.
اوس چې په پښتو شاعرۍ کې د دغه ډول حسي شاعرۍ تمایل عام دی؛ نو په اړه یې له قضاوتونو سره هم احتیاط پکار دی، ودې شي چې یو څوک دې یې په ځینو بېلګو دغه تمایل او تجربې ناقصې یا ناسمې هم وبولې او د هغو شاعرانو بېلګې قطار کړي، چې د همدې نویو حسیاتو او جدت په نامه یې خرافات او نامعقول څه ویلي وي؛ خو دا دلیل ځکه نشي کېدای، چې په هر دور او هر عصر کې د ښه او کمزوري تلې موجودې وي؛ خو موږ چې د مثبت تمایل او د خپل وخت د همدې لویو شاعرانو بېلګې او روایت لرو؛ نو په لوستنه او قضاوت کې ورسره حساس یو.
په پښتو شاعرۍ کې په کثرت سره لومړی شاعر شاه سعود و، چې د دغه تمایل خبرې او طرز یې شاعرانه او بېخي عام کړ او وروسته بیا پسې د ممتاز اورکزي په شمول ډېرو نورو شاعرانو هم په خپلو سبکونو کې وکاراوه، چې د اول او اصل لومړیتوب حق یې له سعود سره خوندي دی؛ خو اوس چې بېخي عام دی؛ نو د شعر د یو اصل په توګه یو چاته یې منسوبول مناسب نه دي؛ بلکې د یوه کلي اصل په توګه یې منل، اخیستل او پرې په عام ډول پوهېدل یې مهم دي. ترڅو ریشخند او د هغه خرافاتي بهانو او توطیو ښکار یې نکړو او یا هغه مخالف تمایل یې په خپل زوړ منطق او زوړ طرز رانه بېرته په شا ونه ګرځوي.
مرحوم استاد پسرلي صاحب چې د شاه سعود په اوله شعري مجموعه «درې کوټیزې دایرې» سریزه هم لیکلې؛ هلته یې د «بادلېزم» اصطلاح د همداسې خرافاتي او ګډوډو اندیښنو لپاره په ګوته کړې ده، په دې شعري تمایل کې چې د شاه نواز باقر غوندې شاعر هم خلکو له لږ و ډېر عامه ګډوډیو سره وخیسته؛ دا یې بېخي سراسري او سطحي شکل و؛ خو له ښه مرغه د خلکو د اجتماعي ذوق او خوښونې وړ حتماً وګرځېده؛ اوس چې د دغه شعري حسیاتو یا حسي شاعری تر ټولو ډېره زورور مخه هم عامه ده، د ځوانو شاعرانو عمومي پیرایې او طرزونه هم ورسره نهایتاً ډېر درانه او پرجوشه دي، چې انتها یې دا وخت یا د معاصر شعر ځوان او تنکی شاعر شفق اپریدی دی، چې ایله څو شل کلن دی؛ خو د همدې حسي شاعری تر ټولو زورور تخلیقي او عالي غږ او طرز لري، ایله بنده باوري شي، چې نه ذوق لوېدلی او نه دا تمایل د کمرنګۍ خوا ته روان دی؛ بلکې اوج او عروج یې راروان دی، چې دا د پښتو د معاصر شعر د معیار او عظمت لپاره له یوه نیک او ستر امیده کم څه نه دي.
د خپلې خبرې د حسن اختتام او استدلال دواړو لپاره د شفق د یو غزل جسارت ځکه کوم، چې د معاصرې شاعری هیڅ پنځګر په کې دوه زړی نشي؛ بلکې په همدې اساس دې د معاصر روایت او بنسټ ته لا توان، توجه او پام ورواړوي.
چې دَ مخــــــونو لۀ هجــــومه صادرېږي صحرا
شـفقه! لا دَ ښــــاریې زړۀ کې اوســــېږي صحرا
تۀ چې مـــخ واړَوې، په کـلي بـیابــان راواوړي!!
تۀ چې ويدۀ شې يؤ کالۀ کې راويـښېږي صحرا
بيا زما ذات کې بـوږنوونکی وحـشت اخلي پناه
بيا دَ کـــــمـرې لۀ دېـــــوالـُـونو راغـږېـږي صحرا
دَ هغه کــــور نه دريابـــــونه هم اوس لار بـدلوي
هغه نجلۍ اوس ښځه شَوې چې نومېږي صحرا
وجوده! بيا د کوم بـازار د هجوم شور واخستې؟
مزه مزه درکې ځــــــان ښــايي فــعالېږي صحرا
خپل لېونتوب دَ مارکيټونو نرخ ته مه غورځوه!
شفقه!! تـا پسې جـولۍ په لاس گرځېږي صحرا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.