….په تیر پسي
ملي هوئیت او د ښاروندي حقوق:
.په یوویشتمه پیړی کي دا اړتیا احساسیږي چي د افغان وګړو حقوق د نوي عصر د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ضروریاتو او اړتیاو په اساس تعریف او وټاکل شي. د وګړو د ښاروندي حقونو پیژندنه او ورته درناوی ټولنه کي داخلي تضادونه کموي او د متخاصمو فرقو د جګړي انګیزه کمزوی کوي.
افغان ملي هوئیت د مدني ملت پالني او د هیوادپالني د عناصرو په اساس تعریف کیږي، هر افغان د ګډ هیواد له مخې اوسېدونکي هیوادپالنې ته رابلي، هر افغان د هیواد ټول وګړي پرته له نژادي، ژبنیز، قومي او مذهبي ورته والي د یو هیواد اوسېدونکي ګڼي او د شهروندۍ د حقونو پر اساس ملي هویت تعریفوي. بناٌ ویلي شو چي ملي هوئیت د یو هیواد د شهروندی پر حقونو ولاړ دی.
د شهروندی حقوق د انسان د ژوندانه ټول اړخونه لکه سیاسی، اقتصادی، ټولنیز، کلتوری او امنیتي برخی په برکی نیسي ، د ښاروندي حقونه په بیلا بیلو برخو کی عبارت دی له:
- امنیت
- خپلواکي
- آزادي
- پرمختګ
- عدالت
- مصوؤنیت څخه.
- امنیت:
د ځمکي په سر د ژوند حق د کایناتو د ستر خالق ستره پیروزینه دی چي انسان ته يي ورکړی لکه د نړی د نورو انسانانو په شان افغانان هم په ځمکه کي د ژوند حق لري هیڅوک، کومه ډله یا کوم دولت دا صلاحیت او واک نلري چي د یو افغان څخه د هغه د ژوند حق واخلي ځکه چي دا حق الهي امانت دی، قرآن کریم انسان ته د اشرف المخلوقات خطاب کوي او دا ځکه چي د انسان د ژوند شرایط ډير پراخ او وسیع دي، هر انسان دا حق لري چي فزیکي او رواني امنیت يي تامین واوسي، فزیکي امنیت دا معنا چي څوک ورنه د ژوند حق وانخلي او په مختلفو بهانو يي ونه وژني او په فزیکي دول محوه نشي، رواني امنیت معنا دا چي هر انسان په ځمکه کي د ژوند او حیات د دوام دپآره خپل هیواد کي د مالکیت، د نظر د اظهار، د زده کړي، صحي خدماتو ته د لاسرسی، د کار او د شغل د انتخاب حق لري چي باید ورته تامین شي.
سوله او جګړه:
کله چي د رواني او فریکی امنیت بحث کوو د سولي او جګړي بحث مو مخته راځي سوله او جګړه پراخ بحثونه دي که څوک یو انسان په فزیکي ډول نه وژني خو رواني امنیت يي ګډوډوي د شغل د انتخاب، د زده کړي، د صحت، د سیاست او نور مدني او قانوني حقوق تري اخلي دا په حقیقت کي په خپل ذات کي نرمه جګړه ده چي پیل شوي ده او بالاخره د لږ وخت په تیریدو سره په توده جګړه بدلیږي، البته د یو ټولني یا یو شخص د رواني امنیت د تامین د پآره د بل شخص یا بلي ټولني فزیکي او رواني امنیت مختل کول ظلم او استبداد دي.
همدا ډول د سولي بحث هم ډیر وسیع دی، سوله معنا د جګړي بندیدل، د نورو انسانانو فزیکي او رواني امنیت ته درناوي کول، صحی خدماتو ته لاسرسۍ، پرته له تبعیضه نر او ښځي ته د تحصیل زمینه سازي، د سیاست او د بیان آزادي، د نظر د اظهار او د نورو انسانانو ټولو مدني آزادیو ته درناوی کول سوله ده.
- خپلواکي:
خپلواکي معنا په خپل هیواد کي د مالکیت احساس، په بل عبارت خپلواکي هغه حالت ته وايي په کوم چي یو ملت، او یا دولت په خپل هیواد کي واک او اختیار ولري.
هر انسان حق لري چي د خپل هیواد د سیاسي اقتصادي او ټولنیز برخلیک په ټاکلو کي واک ولري او د خپل هیواد د اقتصادي زیرمو منحیث د فرد د یوي حصي او منحیث د ټولني د ټولی جغرافیي د طبعي شتمنیو مالک واوسي، خپلواکي یو پراخ مفهوم دی، فکري خپلواکي، سیاسي خپلواکي او اقتصادي خپلواکي، د دولتونو او ټولنو ترمنځ په مقایسوي ډول د خپلواکی هره برخه یو نسبیت لري او هم د یو بل سره مستقمي اړیکي لري د مثال په ډول که په یوه ټولنه کي اقتصادي خپلواکۍ نسبیت کم وي اتومات ورسره د فکري او سیاسي خپلواکۍ نسبیت کمیږي، اقتصادي خپلواکي د خپل هیواد د ملی شتمنۍ د سرچینو څخه د ګټي اخیستني اراده او توان دی، سیاسي خپلواکي د ملي حاکمیت اعمال دی، فکري خپلواکي د خپلواکۍ د نورو ډولونو د دفاع او ساتني علم دی. خپلواکي په خپلو مټو ولاړ نظامي ځواک، با انګیزه او متفق ولس ګټل کیږي او په مدرنو دولتي ادارو، علمي او کاري بشري ځواک، او د عادلانه زعامت په رامنځته کولو ساتل کیږي. د خپلواکۍ په ګټلو کي د پردیو امکانات او ابزار کارول د خپلواکۍ د مبارزي تقدس بي اعتباره او مشکوک کوي او بالاخره د خپلواکۍ مبارزه په یو نیابتي استخباراتي جګړه بدلیږي، همدارنګه که په هیواد کي د خپلواکۍ ساتني اسباب شتون ونلري او شرایط نه وي ورته برابر دخپلواکۍ ګټل او اخیستل ځکه بي ارزښته کیږي چي د بل هجوم زمینه مساعد وي او د یو نوي اشغال خطر د منځه نه ځي.
سیاسي خپلواکي:
سیاسي خپلواکي عبارت دی د ملي حاکمیت د اعمال څخه، سیاسي خپلواکي مستقیم متناسب دی د اقتصادي خپلواکي سره، اقتصادي خپلواکي نسبي دي، کوم هیوادونه چي د اقتصادي خپلواکي نسبیت يي کم وي سیاسي خپلواکي يي ثبات نلري، افغانستان یو بشپړ مصرفي هیواد دی چي نه صنعت لري او نه پراخي زراعتي ځمکي، او نه پریمانه مالداري، د زراعت او مالدارۍ په برخه کي هغه څه چي شته هغه ډبر کم دی او د ټول نفوس ضروریات نشي مرفوع کولي ځکه نو افغانان د صنعتي وسایلو څخه نیولي تر خوراکي توکو، کالی، پوښاک سامان او نور هر څه له بهره واردوي، دغه اقتصادي اړتیاوي ددي سبب شوی چي افغان حکومتونه بهرنیو دولتونو سره یوه وابستګي ولري او دغه وابستګي بیا ددي سبب شوی چي زمونږ دهیواد د سیاسي خپلواکي نسبیت تر ټولو ټیټي کچي ته ورسیږي. سره له دي چي افغانستان پراخي طبیعی زیرمي، او قیمتي ډبرو کانونه لري خو د څیړنیزو مرکزونو، د برق د انرژۍ، بشري مسلکي نیرو د نه موجودیت له امله افغانستان یو محتاج او په پردیو مرستو یو متکي هیواد پاتي شوی په دې برخه کي ډیر د انتقاد او اعتراض ګوته افغان حکومتونو ته نیول کیږي چي د افغان وګړو د اقتصادي ښیرازي په طرف پاملرنه نه دی کړی ، افغان حکمروایان زیاتره وخت د خپل کورنی اقتدار د بقا او دوام دپاره هلي ځلي کړی او د خپلو داخلي رقیبانو د ځپلو دپاره يي بیګانه قوتونو ته پناه وړي او ډیر وخت او انرژي يي په داخلي او قبیلوي کشمکشونو کي تیر شوی چي له امله يي زمونږ هیواد خپل اقتصادی او سیاسي ثبات دلاسه ورکړی.
اقتصادي خپلواکي:
د خپل هیواد د ملی شتمنۍ د سرچینو څخه د ګټي اخیستني اراده او توان ته اقتصادي خپلواکي ویل کیږي.
په یویشتمه پېړۍ کې چې د اقتصادي ځان بسیایني، سیاسي خپلواکي او پوځي پیاوړتیا په اړه خبره کېږي نو د څېړنیزو مرکزونو د موجودیت بحث يي په سر کي راځي.
اوس دا خبره ټولو ته جوته ده چې په یو هیواد کي د څېړنیزو مرکزونو شتون د هغه هیواد د اقتصادي پیاوړتیا چې له پوځي او سیاسي پیاوړتیا سره مستقیما اړیکه لري، لامل کیږي.
هغه هیوادونه چي څیړنیز مرکزونه نلري او خپل ځمکني ذخایر او معادن په اومه ډول پلوري او له دي لاري موقته نقده ګټه ترلاسه کوي، مګر له پرمختللي سیاسي او نظامي ځواک څخه بي برخي دي دا ډول هیوادونه د کاذب اقتصاد درلودونکي هیوادونو په نوم یادیږي، د دې ډول هیوادونو یوه ښه بېلګه د تېلو زېرمتون لرونکي خلیجي هیوادونه دي.
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې د څېړنو لپاره یوه افغاني اختصاصي بودیجه نه لري او تولیدي امکانات یې هم په نشت حساب دي.
دې حالت له څېړونکو انګېزه اخیستې او ډېری یې یوازې د مالي امتیازاتو لوړولو لپاره له کتابونو څخه کاپي او سریښول کوي، په نوې بڼه کتاب چاپوي او د څېړنیز اثر نوم ورکوي.
د څېړنو لپاره یوازې بودیجه، لابراتوار او سامان آلات هم مهم نه دي. په دې پروسه کې اصلي اهمیت د څېړنو بشري قوه یا هم څېړونکي په کار دي.
- آزادي:
. آزادي په عمومي توګه د هر هغه څه ترسره کولو وړتیا ده، چې د یو چا خوښ وي، یا آزادي هغه حق یا معافیت دی، چې د جواز یا اجازې (امتیاز لرلو) یا مرستې په وسیله یو شخص د ټاکل شوي کار ترسره کولو لپاره ترې برخمن کېږي، دا اجازه یا امتیاز د آزادي کلمې مترادف دی.
ازایا برلین د آزادي دوه نظریې کتاب کې په رسمي توګه د دوه لیدلورو ترمنځ توپیرونه د آزادي د دوو مخالفو مفکورو ترمنځ توپیر په توګه بیان کړ مثبته آزادي او منفي آزادي.
منفي آزادي هغه حالت مشخصوي، چې په هغه کې یو فرد د ظلم او د واک له خپل سري کار څخه رامنځته کیږي، حال دا چې مثبته آزادي هغه حالت ته اشاره کوي چې پر ځان د حاکمیت او د داخلي مجبوریتونو لکه ضعف او ويرې نه رامنځته شوې وي. د انسان آزادي هم د طبیعت په برخه کې او هم په سیاسي ټولنه کې د قوانینو په وسیله محدوده شوې ده.
سیاسي آزادي:
د سیاسي آزادۍ ساده تعبير دا دی چې حکومت مستبد نه وي. که ملي ګرا رهبران د ټولني له بطنه راپورته او د خلکو د خوا و ټاکل شي تر ټولو کم د جبر او اکراه حکومت رامنځ ته کیږي. د حکومت تر واک لاندې د خلکو آزادي باید د هیڅ ډول محدودیت لاندې نه وي،پرته له دې چې د هغو قوانینو تر محدودیت لاندې وي، چې د ژوند کولو لپاره مشترک وي او په ټولنه کې د موجوده قانون جوړوونکي ځواک په وسیله رامنځته شوي وي. وګړي د دې حق یا ازادی لري، چې په ټولو هغو مواردو کې له خپلې خوښې پیروي وکړي، چې قانون منع کړي نه وي اود نورو د غیرمستقیمو، ناڅرګندو، نامعلومو او خپلسرو غوښتنو تابع نه وي. سیاسي ازادي د دې لامل ګرځي چې خلک وکولای شي د حکومت په پالیسیو باندې په آزاده توګه نیوکه وکړي، اتحادیې رامنځته کړي، سازمانونه او سیاسي ګوندونه جوړ کړي. ګوندونو کي غړیتوب واخلي او د حکومت په جوړولو کي په آزادانه ډول برخه واخلي او پارلمان یا مقننه مجلس ته خپل استازي ولیږي.
د بیان آزادي:
د بیان ازادي معنا د فکر او نظر د څرګندولو حق ؛ په بل عبارت، د بیان ازادي نورو ته د خپلو افکارو او نظرونو د رسولو په معنا ده. د بيان آزادي د بشري حقونو په نړیوال قانون کې په رسمیت پیژندل شوی بشري حق دی. په عام مفهوم کي د نظر د اظهار حق دوه حالته لري ژبني او غیر ژبني، ژبني هغه حالت ته وايي چي یو انسان کله د خپل فکر اظهار په ژبه کوي دا کیداي شي په تصویري رسنیو، غږیز رسنیو کي یا د غونډو او تجمعاتو وخت کي په عمومي او رسمي ویناوو کي وي، غیر ژبني لکه اشاره يي او یا په لیکلي بڼه لکه په ورځپاڼه، کتاب، یا مجله کي د خپل افکارو تذکر او لیکلو ته وايي. د بیان ازادي یو عمومي مفهوم دی چې له نورو کوچنیو آزادیو څخه جوړ دی لکه د فکر کولو ازادي، د نظر د اظهار آزادي، تر نورو د افکارو د رسولو ازادي، د مخاطب د ټاکلو آزادي، د بیان د وسیلي ( چاپی، صوتی، صوتي تصویري، او جمعي رسنی) د ټاکلو ازادي، د معلوماتو د راټولولو او خپرولو آزادي.
د بیان د آزادۍ د مفکورې د عمومي منلو سربیره، په ټوله کي یو عمومي توافق هم شتون لري چې د بیان د آزادۍ لپاره باید محدودیتونه وپیژندل شي؛ د بیلګې په توګه،هغه کلمې چې د افرادو ګټو ته زیان رسوي، لکه شخص ته سپکاوی او ښکنځل کول، او یا هغه سپکاوی یا وینا چې په ټوله کې ټولنې دیني باورونو ته زیان رسوي (که څه هم د ټولنیزو علومو د ځیني علماو په نظر دیني باورونه متغیر وي او ثابت حالت نلري) لکه د خلکو د ديني عقایدو سپکاوي او فحش وینا، یا هغه وینا چې د خلکو تر منځ ویره رامنځته کوي چي د عامه نظم ګډوډولو سبب شي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د مدني حقونو د میثاق په 2 دویم بند 19 ماده، او 20 ماده کي د وګړو وقار او شهرت څخه دحفاظت په خاطر،عامه نظم د مختل کولو د مخنیوي ، د ټولني روغتیا او عامه اخلاقو ته درناوي په خاطر، او همدا ډول دهغو ډلو د خود سرو فعالیتونو د مخنیوي دپاره چي خلک مذهبی، قومي او فرقه يي جنګونو ته دعوتوي د بیان په آزادۍ محدویتونه وضع شوي.
نور بیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.