په لېونو سترګو دې روغ نه کړو ویشتلی دې و
دا خو مې زړه و لکه ته، ښه که وژلی دې و
هغه اوس نشته تماشې یې د ماضي برخه دي
هغه اوس نشته، چې له پامه غورځولی دې و
ما په باهو، ما په وخي، ما په بنګړې کې لېدې
تا که خپل ځان لېدلی نه و شرنګولی دې و
ستا د بې روخه حال پوښتنه اوس له بل چا وکړه
هغه په هغو سترګو مه ګوره بایللی دې و
خبره دا نه وه چې تا ورپسې ونه ژړل
خبره دا وه، چې ټول عمر ژړولی دې و
په باورونو پسې ورک لالی راستون نه شو بیا
شاید په ورکو ورکو لارو اړولی دې و
په ځان یې سود نه کېده تاته یې ځواني دروړه
داسې مظلومې مرحلې ته رسولی دې و
2025 دسمبر 30
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.