د سږ ۲۰۲۶م کال د نوبېل جایزه ۷۶ کلنې سپین سرې ادیبې او لیکوالې این کارسن (Anne Carson) ته ورکړای شوه، دا خبر د هغو خلکو لپاره دومره خبر نه وي، چې د ادبیاتو په بنیادي روح او جوهر پوهېږي؛ خو مطبوعات یې باید خبر خرڅ کړي او لوی اکثریت یا هغوی چې په داسې معنوي کار یې ډېر کار نه وي، باید دا خبر واخلي او یو شمیر نور یې د تحلیل او قضاوت په تله هم داسې تول کړي، چې ګنې ادبیات به همدغسې له اصل ور اخوا د مادي جایزو لپاره تخلیق کېږي.
ما د کارسن هیڅ کومه ادبي فنپاره او یا حتی لیکنه او مقاله نه ده لوستې؛ خو له دې وروسته دا هم یو کار شي، چې ډېر خلک یې پر همدې اساس په لوست ځان اړ وبولي، خبره دا نه ده، چې موږ د کارسن د کار یا لیک او تخلیق په اړه په نالوستلي دلیل خبره کوو، یا دې ته په ورکړای شوې جایزې نقد کوو؛ زما دوه نورې خبرې دي.
اول دا چې دا او دې ته ورته جایزو ته باید لیکوال او پنځګر دومره خوشبین یا یې د یوه دومره مهم خبر په توګه ونه ګوري؛ ځکه چې جایزه د یوه ادبي کار و زیار کوم ټولمنلی یا په علمي اعتبار هغسې اصولي او فکري معیار نه وي، چې نور لیکوال او پنځګر دې ورسره خپل تخلیقي ارزښت غوټه کړي. دویم یې دا چې ادبي تخلیق د شهرت، جایزې او یا یوازې د نورو د خوښۍ لپاره نه وي؛ بلکې د پنځګر د دروني اړتیا او هنري احساس له مخې هم رامنځته کېږي. کله چې لیکوال د خپل لیک او تخلیق لپاره د خپل تخلیقي ضرورت پر ځای بهرني معیارونه خپل اصل ګرځوي؛ نو پخپله هغه هنري خپلواکي یې هم اغېزمنېږي. جایزه د ادبي ارزښت د پېژندنې یو معیار خو کېدای شي، ولې کوم علمي او اصولي معیار نشي ګرځېدای.
دویمه خبره یې بیا ورکړه یعنې د لیکوالو او پنځګرو په انتخاب کې ده، دلته هم دوه خبرې دي یوه یې دا چې جایزې هر چیرته او په هره برخه کې تنازعې لري؛ خو بهترې یې همغه جایزې دي، چې په مخالفت کې یې غږ کمزوری او د ورکړې دلیل یې زورور وي، د سږ کال د کارسن د جایزې دلیل د نوبل جایزې رسمي ادرس د هغې زړور او نوښتګر ادبي تخلیق ښودلی دی، چې د کلاسیکو ادبیاتو دود یې له معاصرې ادبي تجربې سره په خلاقانه ډول یوځای کړی دی. د دوی په وینا کارسن د شعر او نثر د دودیزو پولو په ماتولو او د ادبي بیان د نوو بڼو په رامنځته کولو سره یې د معاصر ادب په پراختیا کې ځانګړی رول لوبولی دی.
زه نه وایم چې د کارسن نوښتګر او زوړور تخلیق او خلاقانه مکالمه به رښتیا هم دغسې نه وي؛ خو پوښتنه دا د چې د ټولې نړۍ په کچه دغسې یو قضاوت چې د ټولې نړۍ خبر دې ګرځي، د سلګونو او زرګونو دغسې د خلاقو، نوښتګرو پنځګرو په حق کې ناانصافي نه ده؟ دا خبره هم منطقي نه ده، چې ګنې دوی به د ټولې نړۍ په کچه ادبیات راټولوي او بیا به یې په خپلواکه توګه د تحلیل او معیار له فلتر باسي، دا د دغې جایزې هغه نېمګړتیا ده، چې یو چاته په ورکړه یې د نړۍ د سلګونو او زرګونو نورو لیکوالو او پنځګرو استحصال ورسره کېږي.
بله خبره، چې له همدې خبرې سره غوټه ده، هغه د سویډش د همدې نوبل کومیټې تراوسه ویش او معیار دی، دوی تر لکونو ډالرو پورې ماديت ورکولای شي؛ خو په هیڅ برخه کې یې خپل امکانات یا د امکاناتو د معیار په کچه کوم نظري او علمي فلیټفارمونه نلري؛ مثلاً د ادبیاتو په برخه کې یې کوم داسې کار و زیار بنده په ګوته کولای شي، چې دوی ته په یوه معیار تثبیت وي؛ یعنې له دې ښکاري، چې دوی کوم علمي یا ډېر داسې ذوقي معیار ته ژمنتیا نلري.
په ویش یې که فکر کېږي، له ۱۹۰۱م کال راهیسې تر اوسه د ادبیاتو دغه جایزه ۱۱۹ ځله ورکړل شوې ده، چې فرانسوي او انګلیسي ژبه پکې تکرار مخې ته راځي، عربي ژبې ته یوازې یو ځل؛ خو اردو، فارسي، هندي او پښتو ژبو ته لا تراوسه د ادبیاتو نوبل نه دی ورکړل شوی. پر دغه ویش د ځینو هېوادونو او ژبو اعتراض همدا دی، چې د نړۍ د ادبیاتو په دومره لویه دایره کې ولې ځینې ژبې تکراري حضور لري او ځینې نورې یې لا تراوسه له دې جایزې بېبرخې دي؟ خبره دا نه ده چې د اردو، فارسي، هندي او پښتو ژبو ادبیات به د نوبل د معیار وړ نه وي؛ خبره دا ده چې د نړیوال ادبي ارزښت په پېژندنه کې د کومو ژبو ادبیات د ژباړې، لیک او تخلیق او یا د نړیوال شهرت ډېر امکانات لري او د کومو ژبو ادبیات له همدې امکاناتو بېبرخې دي. د یوې ژبې نوبل نه لرل د هغې ژبې د ادبیاتو د کمزورۍ دلیل نشي کېدای؛ لکه څنګه چې د نوبل جایزه هم د ادبي ارزښت وروستۍ فیصله نه ده؛ خو پوښتنه دا ده چې د نړۍ د ادبیاتو په اړه د قضاوت دعوه کوونکې جایزه تر کومه بریده د همدې نړۍ د ادبي تنوع استازیتوب کولای شي؟
کالم/ رنسانستان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320