نظریاتي اختلاف؛ یعنې د ګلو ګوزار

نعمت الله صدیقي

89

استاد هجرت الله اختیار یو ځل بیا د «اعتراف» تر مونوګرام لاندې د خپلو کالمونو یوه بېسارې لړۍ پېل کړې، چې د یوه مدني او انساني سیاست و تیوریو په لوري د ملي عقلانیت او تدبر کرښې او زموږ ورکې لارې او ادرسونه راته ښيي. تېر کالم یې د نظریاتي اختلافاتو په اړه و، چې د بېلا بېلو زاویو، برداشتونو او د فکري تنوع او زغم یوازې توصیې نه؛ بلکې په محسوسو مثالونو او بېلګو یې ثابته کړې وه، چې د علم او فکر اختلاف هیڅکله د دوښمنۍ او د یو بل د وژلو او ترټلو په مانا او مصداق نه دی؛ بلکې دا د بشري تنوع او فکري رنګارنګۍ طبیعت او فطرت دی، چې انسان یې د خپل طبیعي خلاقیت پر بنسټ باید حتمي ولري.

موږ چې د خپل عمر او زېږون په اندازه د خورا څو لسیزو د جنګونو او تاوتریخوالي څوم همزولی نسل یو، د همدغه اختلاف او دوښمنۍ په نه تمیز او تفکیک دا دی، اوس هم په خپلو غاړو او ګریوانونو راځوړند او یا په سره اور او جهنم کې ولاړ یو؛ یعنې دا بېخي نه پېژنو، چې د فکر او نظریاتو اختلاف او تایید یوازې یو نصبي او د یوه محدود او خوځنده عقلانیت او عمل نوم دی، نه د مطلقیت، تحجر او پر ځای د ولاړ وچ کلک فکر او چلن نوم، چې نه اختلاف ته لار ورکوي او نه یې تایید کومه ګټه او لاسته راوړنه لرلای شي؛ ځکه خو تر هغه تایید چې اختلافي یا تنقیدي بصیرت ونه لري؛ وچ اختلاف هم لا ډېر ښه دی، چې اساس یې د یوې پدیدې په اړه تاییدي نه؛ بلکې اختلافي وي.

زموږ خلک معمولاً هغه وخت لا زیات خوشحال وي، چې د یوه کار، فکر او عمل په برخه کې یې یو څوک بغیر له کوم چون و چاره صفت او تایید وکړي؛ مګر ویښ، لوستي او د اختلاف په ګټو پوه خلک او ټولنې بیا د کار اهمیت د نورو لخوا ورسره په اختلافي چلن کې ویني، چې ګنې دا کار او عمل داسې او دومره ځکه مهم دی، چې نور هم ورسره خپل فکري تایید یا مخالفت کولای شي؛ خو موږ عموماً ډېر کله تایید ته خوښ یو او نه پوهېږو، چې دا رښتیا هم تایید دی او که هسې ځان خلاصول دي؛ یعنې یوازې تایید هم د یوه کار او عمل بشپړ مثبتوالی نه ښيي. اصلاً د اختلاف له چلن د کار اهمیت معلومېږي؛ نه ېې په عام یا د پټو سترګو په تایید.

د پټو سترګو تایید په دوه ډوله تمایلاتو ولاړ وي، چې یو یې عقیدت او بل هغه یې د همغې پدیدې په اړه د نه پوهېدو یا یې ورسره په اصطلاح د نه پېژندنې ده، مانا دا چې یو څوک د یوه شي یا پدیدې په اړه دومره قاطع فکر او دریځ ولري، چې په هغې حتی یوه وړه خبره، استدلال، نېوکه او معمولي شک هم ورته د سپکاوي او توهین په مانا وي او دومره یې سپیڅلی شی بولي، چې نور هیڅ په کې د لوستلو، ځایولو او بدلولو لوری نه ويني، دا اصلاً یوازې عقیدت وي، نه د هغې نظریې او تیورۍ حقانیت. په دویم هغه تمایل کې بیا د یو شي په اړه یو څوک نه پوهېږي او په هیڅ علاقه، رابطه او په ګټو، تاوانونو او مقاصدو یې نه وي خبر، چې دا څه مانا او موخې یې څه وي. په داسې یوه تمایل که یو څوک د یوې نظریې، تیوری او فکر تایید هم کوي؛ نو د دې دواړو تمایلاتو اساس همغه د پټو سترګو تایید دی؛ یعنې اول ډول خلک د یوې نظریې او تیورۍ داسې ملاتړ او ملګري دي، چې بله خبره په کې سره کرښه بولي او دویم ډول خلک یې نه پېژني او نه په کې کومه دلچپسپي لري، خو هسې د سر په خوځولو تایید کوي، چې دا دواړه ډوله تاییدوونکي خلک نه له همغه نظریې سره ولاړ خلک دي او نه ورباندې فکري حساب کېدای شي؛ ځکه د پټو سترګو تایید یې د ګټو پر ځای تاوان کوي.

پر دې دواړه ډوله تمایلاتو چې موږ د پټو سترګو تاییدوونکي وبلل یو بل منځلاری تمایل هم شته، چې هغې ته د پرانیستو سترګو تایید او مخالفت ویلی شو، منځلارۍ تمایل یې ځکه بولو، چې د همدې پورته دواړو تمایلاتو له افراط او تفریط راوتلي تاوان یې ګټه زیاته او عامه ده، دا هغه واقعي، ژمن او روښانفکره تمایل او خلک یې دي، چې علومو، نظریاتو او تیوریو ته په سراسري یا سطحي ډول نه ګوري او نه یې په پټو سترګو تایید او مخالفت کوي؛ بلکې دوی له نظریې او تیورۍ زیات د همغې پدېدې بشري او فکري اصل، ګټې او شفافیت ته ژمن وي او هره، خبره، تایید او مخالفت یې په پرانیستو سترګو وي، استدلال او عقلانیت یې اساس وي، همدا لامل دی، چې هغه ټولنې او خلک چې دغه وروستی تمایل او میتود لري، نظریاتي تنوع او فکري ډسکورس یې خپل او پرمختللی وي.

منظور د خبرې دا دی، چې په علمي، سیاسي او ټولنیزو چارو کې اختلاف لرل، کومه بده، ناوړه، د شرم وړ یا لکه موږ چې یې دوښمني بولو، دغسې بېخي نه ده، اختلاف ښایستګي، دلچسپي، زړه خوږي، ورورولي او همغږي ده، له هغه ډول د پټو سترګو له تاییده زر واره دا د پرانیستو سترګو مخالفت بهتر دی، چې د عقیدت د پټ تاوان پر ځای یې د پرانیستو سترګو پټه او معنوي ګټه درسېږي.

موږ چې په دغسې پټو او ښکاره ګټو او تاوانونو چندان حساب نه دی کړی، دوښمن هم په همدغه اندازه راته ضرب او کوډ لګولی، اولین او اساسي بشري بنسټونه او لومړیتونه یې راته په بل مخ اړولي؛ مثلاً علم، ښوونه او روزنه، پوهنیز بنسټونه او له عصري شعوره یې دومره لرې په بل څه له ځانه سره مصروف ساتلي یو، چې که اوس د فکر، مکالمې، اختلاف او زغم په اړه خبره هم کوو، دا راته یو یو ډول بې مانا او فضول بحث ایسي. حال دا چې موږ ته راپېښه له همدغه ځایه ده، همدا اوس چې نړۍ د پرمختللي او عصري ټکنالوژيک جنګ په جدل راسره اوښتې؛ موږ چېرته او په کوم ځای کې ولاړ یو؟ دوښمن یوه کلیشیي بیانیه او بهانه ده، ایا همدا موږ د سوشل رسنیو په انډوخر کې حتی یوازې د یو بل د زغملو، روداریو او د مخالفتونو په نوم د ښکنځلو، بداخلاقیو او بې تهذبیو په یوه رسوا او شرموونکي حد کې نه یو؟ چې نه مو علمي ارزښتونه پرېښودل او نه ملي او مقدس شعایر او مشاهیر رانه پاتې شول، نه پر ځان اړ یو او نه د نورو کوم ارزښت راته مهم دی، دا اصلاً یوه بې ساری ننګونکی حالت دی، چې د فکر، علم، نظریو او تیوریو د مخالفتونو په نوم او روش یې پر مخ بیایو، دا بېخي د بشري او فکري تنوع او زغم برعکس عمل او چلن دی، چې بغیر له بدې او بدترې ورځې بله هیڅ کومه نتېجه نلري.

فکري تنوع هم اصلاً همدې زغم ته وایي، چې د خدای دغه ویړ او پراخ کاینات او رنګارنګي یوازې د خپل فکر، نظریو او تیوریو په محدوده کې ایسار نکړای شي او نه یې د مخالفت او تایید په نوم د سپکو، سپورو او بدتهذیبه چلن یو ماحول جوړ کړي لکه څنګه چې دا کاینات او د طبیعت ساحه یې لوی، پراخ او متنوع دي، همدومره په کې د خلکو د فکر، سوچ، نظریو او تیوریو رانګارنګي او لویوالی هم طبیعي او حتمي ده، هغه څوک چې په دغه تنوع نه پوهېږي، بېشکه چې دوی د طبیعت په خورا لوی راز نه دي پوهېدلي.

ښکنځلې، سپکاوی او توهین د یوې پاکې نظریې او تیورۍ تقدس هم ننګولی شي، هغوی، چې په خپلو نظریو او تیوریو رښتیا میین وي، اولینه نښه به یې د همدې عمل برعکس استدلال، مکالمه او رواداري وي، کنه دای په خپله د خپل فکر، نظر او تیورۍ اولین دوښمن دی او معاصره دوښمني خو بیا څه وړه خبره نه ده، تاوان یې حتماً په نابودۍ وي. په خپلو نظریو، تیوریو او فکري لوریو زړه خوږاوی نه؛ بلکې د پایښت او بقا لپاره یې د استدلال او عقلانیت پرانیستی او مهذب اختلاف پکار دی، چې هم یې باید خپله وکړو او هم د نورو وزغمو.

موږ چې لسیزې لسیزې د جنګ و جګړو د اوزارو او وسایلو په مټ پر یو او بل د تورو ټوپکو او مرمیو ګوزارنه کړي؛ راځئ یو ځل د همدې مهذب او باتهذیبه اختلاف په عمل هم یو بل د همدې ګلو په ګوزارونوو وولو، که ګټه یې محسوسه نه وه، تاوان خو یې هغسې بېخي نشته لکه موږ چې په دې نورو ګوزارونو کړی دی.

کالم / رنسانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.