واړه پلونه؛ ستر فکرونه

نعمت الله صدیقي

167

په موږ کې له اوله د ماشوم تربیوي روزنې او ښوونې ته هغسې منظمه توجه نه وه، لکه څنګه چې یې اوسنی نړی د یوه بېل او سنجیده مضمون په توګه حتمي و ضروري بولي، خلکو تر ټولو اسانه فارمول همغه سترګې برګول او په غبرګه چېغه خبره کول زده وو، همدا وه چې «چیرته ډب، هلته ادب» یې د متل یا تاریخ برخه جوړ وګرځاوه. حکومتونه هم خشاش بشاش و، هیڅ معاصرو حکومتونو یا سیاسي او فرهنګي نهادونو په خپلو فکري او فرهنګي ستراتیژیو کې ماشوم روزنې ته د یوه اصل او مهم کار په سترګه ونه لېدل. وروستیو بې ثباتیو او جنګونو خو یې د خپل طبعي حق تر څنګ د ژوند او ژواک کولو پېرزو هم ترې واخیسته، ښوونه، روزنه، تربیت، خلاقیت او هنر خو یې لا لرې خبره ده.
په موږ کې چې همدا د سترو او بېلا بېلو طبقو او نسلونو استحصال ښه په ښکاره او ډاګه روان دی، ماشوم یا کوچنی څوک دی؟ چې له دغسې یوه فکر و سوچ سره دې یې تسلیم کړای شي، چې ښه ژوند، ښوونه، روزنه، تربیت، خواړه او چاپیریال یې د ده مدني او بشري حق وبولو؛ برعکس زور، قهر او غصه زموږ د روزنیزې برنامې یوازیني هغه اوزار او چلندونه دي چې حل یې پر همدغه څه کې وینو.
دا ثابته خبره ده هغه ماشومان چې په وړکوالي کې له قهر و غضبه لرې وساتل شي، په لویېنه کې یې د خشن او جنګي طبعیت لرل کم ممکن وي. نرم، سوړ او منطقي چلن د یوه ماشوم په راتلونکي همغسې اغیز لري لکه څنګه چې یې قهر او غصه پر خشن او جنګي طبعیت لري.
دا یې ممکن زموږ د عامه یا ټولنیز او ټولیز چاپیریال په اړه عمومې خبرې وي، چې دلته یې که تاسې د کالم مقدمه هم وبولئ، زه یې کلیشه نه ګڼم؛ بلکې پر همدغه مقدمه یوه خبره درته کوم، هغه خبره چې که مو اورېدلې وه او زموږ د اجتماعي چلن او مسوولو نهادونو برخه وه، قطعاً مې نه درتکراروله.
په دې خو پوهېږو، چې د ماشوم روزنې لپاره لیک او لوست نهایي او حتمي ده او دا هم رامعلومه وه، چې ماشوم ادبیات یې په نقش کې بنسټیز رول لري؛ مګر دا چې څنګه یې ثابته کړو؟ یا د هغه روایت او استدلال په مقابل کې یې روایت څه دی؟ چې ماشوم خو لا څه چې ان ټول ادبیات د همداسې یوه استدلال له مخې د معاصر ساینس او ټیکنالوژۍ یا پرمختګونو پر وړاندې خنډ بولي؟
نوې موندنه او واقعیت دا دی، چې دغه استدلال برعکس دی، کیسه یا په ټوله کې ماشوم ادبیات د هیڅ ماشوم د هیڅ بلې کومې برخې په ځای کې مانع نه دی؛ بلکې لا قوت ورکوي. د برطانیې د یوه ډېر مشهور ادیب او لیکوال نیل ګیمن هغه لیکچر اوس په علمي او ادبي حوزو کې د یوه خورا مهم ماخذ او لاسوند ځای او اهمیت لري، چې ماشومانو ته په کې کیسه لوستنه د ساینسي اهمیت له مخې وړاندیز شوې ده، د ګیمن په باور کیسه یو ماشوم په لیک او لوست معتادوي، همداسې یې له نورو سره د اجتماعي خوی او خصلت په اساس مثبت روابط، تعامل او همغږۍ په عملي مفهوم پوهوي.
ګیمن په دغه لیکچر کې خپله هغه خاطره هم یادوي، چې په ۲۰۰۷ م کال کې یې د چین په لومړي ساینس فکشن سیمنار کې ګډون کړی و، دای وایي له چینایي منتظمینو مې یې د ګټې او اهمیت په اړه وپوښتل، هغوی په خورا لوړ اعتراف وویل: زموږ چینایان په نقل کې تکړه دي، له نورو تقلید ښه کولای شي؛ مګر خپل تخلیقي ايډیا یا د اختراع تفکر یې هغسې خلاق نه دی، همدا وو، چې موږ یو چینایي هیات د همدې علت د څېړنې لپاره د نړی لویو کمپنیو او ایجادي فکټورونو ته ولېږه او د پایلې په توګه مو ترلاسه کړه، چې د نړۍ اکثریت برخه کامیاب مخترعین او ساینس پوهان همغه دي، چې په وړوکوالي کې یې له کیسې او ساینس فکشن سره مخه وه. ګیمن د خپل لیکچر په پای کې د ساینس پوه این سټاین حواله ورکوي، چې د یوه ماشوم د چټکې ذهني روزنې لپاره یې کیسه اورول، لوستل او لیکل نهایي زیاته ضروري بلله.
ماشوم ادبیات په تېره کیسه د همداسې یوه نوعیت او بنسټ له مخې د یو ماشوم ذهني ودې ته لار پرانیزي، تخلیقي وړتیاوې پیدا کوي، تخیل او تفکر ته مخه کوي او بلااخره د یوې نوې، ځانګړې او په عین حال کې د خپل ذهن و فکر په مرسته د ګڼو هغه نویو خیالونو او فکرونو د پیدا کولو کوښښ او زیار باسي، چې له دې مخکې یې په ذهن او فکر کې نه وو.
ماشومانو ته کیسې کول یا پرې د ویلو او اورېدلو بله ګټه یې دا ده، چې لفظي ذخېره یې ورسره جوړېږي، د حافظې فعالیت او د قوي کولو د تمرین سبب کېږي، د لفظ، مانا او مفهوم جوړونې پروسه او عمل یې ورسره سرعت پیدا کوي، تر ټولو یې ډېره جالبه همغه د لیک او لوست یا چټکه مطالعوي وده او پراختیا هم ده؛ ځکه ښایي ماشوم ته په وړوکوالي د کیسې د کولو، اورولو او لوستلو مسوولیت یو له خورا جدي مسوولیتونو دی. موږ د یوې برخې د ناکامۍ پړه بغیر له کوم استدلاله ولې پر هغه بله ورواچوو، ساینس یا هر هغه بل مسلک هیڅ د داسې کومې جګړې یا توجیه مخه نلري.
دا د پیداکوژۍ د اکثریت پوهانو تجربه او خبره ده، چې د ماشوم واړه پلونه د همداسې کیسو یا د ځانګړیو او مستقلو ماشوم ادبیاتو د مطالعې او لوست په پلونو ستر فکرونه کولای او ایجادولی شي. کنه واړه پلونه چې د وخت په تیرېدو ظاهراً لوی هم شي واړه به وي، لوی نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.