اکسون مجله، دویمه مقاله
سریزه
په دې وروستیو کلونو کې د چټکې مطالعې په اړه په نوره نړۍ کې ډېر بحثونه رامنځته شوي دي. انسان تل په دې فکر کې دی چې یو کار څرنګه ژر ترسره کړي او ښه پایله ولري. په ځانګړي ډول د کتاب لوستل او مطالعه کول. د کتاب لوستلو یو غلط تصور چې زموږ په ذهن کې پاتې دی، هغه دا دی چې د هر کتاب، رسالې او مقالې هره کلمه باید په دقت ولولو. دا تصور د ښوونځي له وخته زموږ په ذهن کې دی. په هغه وخت کې د ازموینې ډار و او دا مو زده کړي وو چې یو کتاب باید خط په خط ولوستل شي. موږ ناخبره له دې چې هغه زموږ په لنډمهالي حافظه کې پاتې کېږي او که موږ وغواړو یا نه هېرېږي مو. د انسان ذهن د دې وړتیا لري چې د هر کتاب او مقالې هره کلمه او جمله درک کړي. ډېری وخت ځینې ملګري د کتاب لوستنې سپارښتنه کوي چې دا کتاب ولولئ او دا کتاب مه لولئ. ځینې ملګري بیا د کتاب د مطالعې د ډولونو پوښتنه او غوښتنه کوي چې یو کتاب څه ډول ولولي چې په ذهن کې یې پاتې شي یا یې ژر «چټک» ولولي او مطالعه یې کړي.
تر هر څه لومړی د یوه انسان مینه او علاقه اړینه ده چې څه ډول کتاب یې خوښېږي او کوم کتاب لولي. د کتاب لوستل او مطالعه کول دا د انسان تر شخصي ذوق پورې اړه لري. یو څوک به ممکن له داستان سره مینه لري، بل له ارواپوهنې، بل له ساینسي علومو، ځینې له اجتماعي علومو او څوک له دیني علومو او ځینې له نورو برخو سره مینه لري. دا ټول زموږ له ذهن سره جوخته اړیکه لري چې څه ډول یې ځای پر ځای کړو او د خپلې مطالعې ساحه معلومه کړو. د پوهنتون دوره کې زموږ له یوه ټولګیوال سره «سینوهه» کتاب و، استاد ورته ویل چې دا کتاب دې لوستلی دی؟ هغه ورته ویل: کابو دوې اونۍ کېږي چې شروع کړی مې دی، ایله مې نیم ته رسولی دی او نور درسونه او کتابونه مې ټول ورته پرېښي دي. استاد ورته موسک شو او ویل یې چې دا کتاب ما په درې ورځو کې ولوست. د استاد دې خبرې او لوستلو په فکر کې کړم چې دومره لوی کتاب نو څه ډول په درې ورځو کې لوستلی شو. استاد ویل چې دا یو هنر دی. ممکن یو هنر به وي خو ځینې نور اړخونه هم لري چې دلته به یې یادونه وکړو.
د لیکنې کلیدي لغتونه:
– تفتیشي لوست: «تفتیشي لوستل د لوست یوه واقعي درجه ده چې له ابتدایي او تحلیلي لوست سره په طبیعي ترتیب سره توپير لري.»۱ دا لوستل په دوه ډوله دي: ۱- پاڼې اړونه یا له لوست مخکې کړنه ۲- سطحي لوستل. لومړی ډول یې: «د کتاب عنوان او سریزه لوستل، د کتاب د عمومي جوړښت معلومولو لپاره د موادو لړلیک لوستل، د کتاب په پای کې د هغو کتابونو او موضوعاتو لیست کتل چې په کتاب کې یې حواله ورکول شوې ده، د کتاب د وقایوي پوښ پر داخلي څنډو لیکل شوی یادښت لوستل، د کتاپ پاڼې اړول. ځای ځای پراګرافونه یې لوستل. دویم ډول یې: په کتاب کې چې په څه پوهېږئ، هغه ته پاملرنه وکړئ او په څه چې نه پوهېږئ، ترې تېر شئ. کله چې په لومړي ځل مشکل کتاب لولی. په مسلسل ډول یې لوستلو ته ادامه ورکړئ؛ هغو شیانو ته مه درېږئ چې اوس پرې نه پوهېږئ او مه پرې په لومړي ځل لوستلو کې د پوهېدلو ډېره هڅه کوئ.»۲
– تحلیلي لوست: (د کتاب له پیلولو مخکې باید پوه شئ چې کوم ډول کتاب لولئ؟ باید په دې پوه شوي وئ چې ایا افسانه، ناول، اوږد شعر یا قصیده لولئ او که پر یوې ځانګړې موضوع کوم توضیحي یا تشریحي کتاب.
تقریباً هر لوستونکی چې ناول یا افسانه وویني، پېژني یې. ځینې کتابونه له نومونو او عنوانونو څخه معلومېږي چې د څه په اړه لیکل شوي دي. د بېلګې په توګه، ټول هغه کسان چې له کتابونو سره اشنایي لري، پوهېږي چې «یو زر او یوه شپه» (الف لیلة ولیلة) پر خیالي کیسو بنا کتاب دی. خو ځینې کتابونو ته چې لوستونکي داخل نه شي او ویې نه لولي، له نوم یې د موضوع معلومول ښايي ورته ستونزمن وي، لکه «بغدادي پير»، له نامه یې فهمېږي لکه د کوم پیر اړوند کیسې چې پکې لیکلې وي، خو دا په حقیقت کې د امان الله خان په اړه لیکل شوی ناول دی. د شهرت ننګیال «دوولس ګرامه ماغزه» که لوستونکی په لومړي ځل وویني او د لیکوال نوم ته فکر ونه کړي، یا د لیکوال نوم ولولي؛ خو د ننګیال صاحب په اړه هېڅ معلومات ونه لري چې نوموړی لیکوال دی او که ډاکټر، ښايي کتاب یې د طب اړوند وګڼي، خو هغه په حقیقت کې د نوموړي د یادښتونو، له مرحوم مولوي جلال الدین حقاني سره د تېر کړي ژوند د خاطرو او د ژوند لوړو او ژورو، خوږو او ترخو ټولګه ده…
لومړی باید د کتاب تفتیشي لوست ترسره کړئ. عنوان، فرعي عنوان او لړلیک یې ولولئ او د لیکوال سریزې او د کتاب په پای کې ورکړل شوي جدول ته یو نظر وکړئ. که کتاب وقایوي پوښ لري، د خپرندوی یادښت پرې ولولئ. دا نښه ییز بیرغونه دي چې پر مټ یې لیکوال غواړي، تاسې ته وښيي چې هوا کوم لور ته چلېږي. که تاسې ورته متوجه نه شئ او د کتاب په سفر کې ناسم لوري ته ولاړ شئ، دا د هغه نه، بلکې ستاسې تېروتنه ده.)۳
د مطالعې سرعت او چټکتیا د ظاهري مواردو تر څنګ ځینې باطني موارد هم لري چې په یوه لوستونکي پورې اړه. که غواړي چې د مطالعې سرعت یې ډېر شي، باید په پام کې یې ونیسي. مخکې تر دې چې د مطالعې په سرعت او چټکتیا باندې خبرې وکړو، اړینه ده چې د مطالعې کولو په قوانینو باندې ځان پوه کړو او دلته به یې لنډ ډول نغوته ورته وکړو:
که غواړئ چې په سمه توګه مطالعه وکړئ، خامخا باید په ناسته وکړئ. په ولاړه، لاره، ډډه وهلې او نورو حالتونو کې مطالعه نه شته او نه هم چندان ګټه لري. د ناستې حالت مو هم باید داسې وي چې سیده او صاف به ناست وئ؛ منظم او راحت به وئ.
د مطالعې د ناستې په وخت کې باید ښه زوایه ولرئ. که د چوکۍ او مېز امکانات وي، خو تر ټولو ښه ده مګر په دې شرط چې سر به نه ځوړندوئ. که په دې وخت کې مو خپله زاویه له لاسه ورکړه، د اکسېجن په تنفس کولو کې ستونزه پېښېږي؛ د وینې په جریان کې هم تغییر راځي. کله چې دا دواړې درته پېښې شوې نو خپل تمرکز له لاسه ورکوئ او مطالعه مو تاثیر نه لري او ژر ترې زړه په تنګي کېږئ او بیا وایو چې ولا مطالعه نه شم کولای.
نور او رڼا د مطالعې په وخت کې ډېر مهم دي. نه به په ډېره رڼا کې مطالعه کوئ او نه هم په ډېر تیاره ځای کې. د لمر مستقیمو وړانګو ته به هم مطالعه نه کوئ. کوښښ وکړئ داسې ځای غوره کړئ چې د لمر وړانګو ته مخامخ نه وئ. ځکه دا مو په سترګو اغېز کوي او ستړې کېږئ. همدارنګه د لامپونو او څراغونو رڼا به هم نه ډېره سپینه وي او نه هم ډېره زېړه.
د مطالعې تر ټولو مهم اصل بیا دا دی چې مطالعې ته باید ذهناً اماده او تیار وئ. که ذهناً نه وئ برابر بیا نو مطالعه مه کوئ ځکه چې له ګټې یې تاوان ډېر دی. که کوم مشکل او ستونزه وه، لومړۍ هغه حل کړئ بیا مطالعه شروع کړئ. زموږ او تاسې ډېرې ستونزې دي، ممکن حلول یې میاشتې او کلونو ونیسي. په دې اړه د ارواپوهنې علماء وایي چې هغه د کاغذ پر مخ ولیکئ، ممکن ذهن مو یو څه ورسره سپک شي، وروسته مو بیا مطالعه پیل کړئ.
وروستی قانون د مطالعې، شاته تګ او درېدل منع دي. څه مانا؟ یانې یو کتاب لولئ، له یوې پاڼې لوستلو وروسته مو پام کېږي چې هرڅومره مو لوستلی دی، هېڅ په پوه شوي نه یئ او نه مو هم په یاد دي چې څه مو ویلي. نو داسې مطاله وکړئ چې دویم ځلي شاته ونه ګورئ او نه هم ودرېږئ. دا د چټکې مطالعې یو قانون هم دی چې د مطالعې په منځ کې به نه درېږئ او نه به هم شاته ګورئ.

څنګه کولای شو چې د خپلې مطالعې سرعت «چټکتیا/چابکتیا» ډېر کړو؟
– د سترګو سرعت
– د لید حوزه
– د مطلب درک کول
– د حافظې قوي کول
دا هغه موارد دي چې په پلي کولو سره یې کولای شو خپله مطالعه چټکه کړو. په دې څلورو کې لومړي دوه یې په سترګو او دوه نور یې په مغز پورې اړه لري. د دې قوانینو له تشرېح کولو مخکې د لوستلو په اړه یو څو خبرې دي چې باید ورباندې پوه شو:
لومړی: په لوړ غږ او په شونډو مطالعه مه کوئ. ځکه د شونډو او خولې سرعت د سترګو او ذهن له سرعت څخه خورا ډېر ټیټ دی. څوک چې دا عادت لري، هغوی دا فکر کوي چې په خپل کار کې ډېر بریالي دي او ښه چټکه مطالعه کوي؛ خو په حقیقت کې داسې نه ده. دا چاره یوازې دولتي مامورینو ته په اداره کې په درد خوري ځکه چې په دې چاره کې یوازې یوه ګټه ده، هغه دا چې ټول تمرکز مو په متن وي. مکتوب، وړاندیز، استعلام او نور اسنادونه باید هم په تمرکز او غور ولوستل شي.
دویم: په ذهن کې لوستل؛ دا چاره هم باید هېره کړئ. ځکه د وخت په تېرېدو مو ذهن قوي کېږي او مطلب ژر درک کولای شئ. کله چې مو ذهن قوي شي او د مطلب په ژر درک کېدو کې پیاوړي شئ، هغه وخت مو بیا په ذهن کې لوستل د مطلب د ژر درک کېدو مخه نیسي. عیناً لکه په شونډو او خوله چې په لوړ غږ لوستل کوئ. په لومړیو وختونو کې به ممکن یو څه درته ګرانه وي چې داسې لوستل ونه کړئ خو وروسته وروسته بیا درته اسانه کېږي. تمرین غواړي. مثلاً: یوه کلمه په منځ کې پرېږدئ، یو څه وخت وروسته بیا دوې کلمې په منځ کې پرېږدئ. البته، دا هغه کلمې دي چې لولو یې نه خو درک کوو یې لکه: یې، چې، مې، څنګه، په، پر او داسې نورې. د یوه فلم، داستان او ډرامې ټولې خبرې مو په ذهن کې نه پاتې کېږي خو ځینې خبرې مو بیا تر ډېره په ذهن پاتې وي او د لاشعور برخه وګرځي. دا ځکه چې ذهن مو عادت شوی چې کومې کلمې جذب کړو او کومې پرېږدو. اصلاً زموږ مطالعه باید په کلمو نه، د جملو په درک پورې اړه ولري.
د چټکې مطالعې لومړی قانون:
خپله ګوته مو د سترګو له حرکت سره برابره کړئ او په هره کلمه يې د سترګو له حرکت سره یو ځای تېروئ. په دویمه مرحله کې مو د ګوتې حرکت د سترګو له حرکت څخه لږ چټک او تېز کړئ؛ داسې چې ټولې کلمې ووینئ خو درک یې نه کړئ. د مطالعې پر وخت په کرښه باندې د ګوتې تېرولو په اړه ځینې وایي چې دا مو د مطالعې سرعت کموي؛ ممکن داسې هم وي خو دا بیا دایمي نه ده، تر هغه وخته چې څو مو د مطالعې چټکتیا لوړېږي دا تمرین باید هېر نه کړو. د مطلب د درک لپاره مو پورته اشاره وکړه، هغه وروسته «په مغز پورې اړوند» برخه کې راځي.
د چټکې مطالعې دویم قانون:
د خپلو سترګو د لید حوزه پراخه کړئ. موږ چې د چا سترګو ته ګورو که وغواړو یا نه د هغه کس مخ هم وینو. خو د هغه تر څنګ د بل کس چې له ده سره یو ځای ولاړ دی یو ګام شاته ولاړ دی، سترګې سمې نه شو سیي کولای، څو لږ ډېر ورته متوجه نه شو. خو په تمرین سره دا کار کولای شو. د دې تمرین لپاره لومړۍ یوه سپنه پاڼه را واخلئ. د پاڼې په منځ کې یو ټکی کېږدئ، یوه سانتي یوې خوا او یوه سانتي هم بلې خوا ته دوه رقمي عددونه ولیکئ. اوس ورته وګورئ چې دواړه یو ځای لیدلی شئ که سترګې ورسره اړوئ؟ دا فاصله سوکه سوکه ډېرهوو: دوې سانتۍ، درې سانتۍ، څلور سانتۍ… هغه ځای ته رسېږو چې نور یې نه شو لیدلی. همدلته د لید حوزه پراخېږي. په دې تمرین کې به ستړي شئ، ممکن سترګې مو هم په اسانۍ ورسره بلدې نه شي خو له لږ زیار او هڅې وروسته درته عادي کېږي او په مطالعه مو مثبت اغېز لرلی شي.
تمرین
۱۲ ۳۲
۴۶ ۸۹
۷۸ ۸۷

د چټکې مطالعې درېیم قانون:
د مطلب درک؛ پورته دوه قانونونه د انسان په سترګو پورې اړه لري. ژر زده کېږي او د مطالعې په چټکتیا ډېره اغېزه لري. د چټکې مطالعې درېیم قانون بیا په مغز پورې اړه لري او ډېر تمرین غواړي. د انسان مغز په دوو برخو «ښۍ کُره او چپه کرُه» باندې وېشل شوی دی. په ښي اړخ هنري چارې، ادبیات، تخیل، انځورګري، موسیقي او نورو کارونه پې ترسره کېږي او په چپ اړخ باندې بیا ټولې محسابوي چارې ترسره کېږي. دا قانون راته وایي چې په یوه وخت کې به د مغر په دواړو خواوو کار کوې. خو دا یوه څه ستونزمنه ده، ځکه موږ هېڅکله هم نه دي لیدلي چې د ریاضي معادلې د حلولو په وخت کې د شعر الهام راشي او یا دې شعر لیکلو پر وخت د ریاضي سوالونه هم حل کړو. خو ځینې لارې شته دي چې په تمرین سره کولای شو په یوه وخت کې د مغز په دواړو برخو کار وکړو. څنګه؟ د تورو او اعدادو ترکیب: یوه کلمه وایو، یو عدد، یوه کلمه، یو عدد، لکه: کتاب، یو، قلم، دوه، رنګ، پنځه، کرښه، لس او داسې نور… خو دا خورا ډېر تمرین او تکرار ته اړه لري. په ژبه کې مو چې کوم خنډ او ځنډ راځي، هغه باید لرې شي. هر وخت چې دا کار درته اسانه او عادي شو، بیا نو د مطلب درک درته داسې دی لکه دا موضوع چې مخکې درته تشرېح شوې وي او په مغر کې مو وي.
د چټکې مطالعې څلورم قانون:
حافظه قوي کول: د قرآنکریم د حفظ کولو اول وختونه مې وو. درس یادول راته بېحده سخت وو. نه پوهېدم چې څه وکړم. تر ما کوچنيو ملګرو به مې په یوه شوا روز کې یونیم مخ درس یاداوه خو ما به نیم مخ هم نه شو یادولی. یوه ورځ مې یوه مشر استاد ته د خپلې ضعیفې حافظې شکایت وکړ. استاد راته ویل چې قرآنکریم دې له مخې زده دی؟ ما ورته ویل لږ لږ مې زده دی. ده راته کړل: له استاده چې دې درس ولوست، هغه یو وار له مخې ښه زده کړه خو د زده کولو په وخت کې د یادولو کوشش مه کوه. خپل درس ته متوجه اوسه او شاو خوا هم مه ګوره. دې طریقې د یو څه مودې وروسته دا ګټه راته وکړه چې یو خو یې حفظ کول راته اسان کړل او بل دا چې د هغه تورو، ټکیو او خطونو انځورونه مې تر اوسه په ذهن کې شته دي. چې څنګه یې څوک تلاوت شروع کړي، ما ته یې هغه کلمه ذهن ته راشي او یاد مې شي چې کوم ځای دی.
نو موږ هغه وخت قوي حافظه لرلی شو چې ښه ذهني تصویر کښنه وکړو. ذهني تصویر کښنه څنګه کولای شو، چې په لاشعوري توګه مو حافظه ورسره قوي شي؟ یوې تابلو، انځور او عکس ته ښه په ځیر ګورو. هره غټه او وړه برخه یې په ښه غور سره ګورو. وروسته مو خپلې سترګې پټوو او هغه بیا ذهن ته راولو. ټولې لیدلې برخې یې سترګو ته دروو. په لومړیو وختونو کې به ممکن دا تصویر خپ او ګډوډ وي خو د وخت په تېرېدو سره مو ذهن او حافظه قوي کېږي. په دې سره کولای شو چې ښه چټکه مطالعه وکړو، هم به مو په ذهن کې پاتې وي او هم به مو په مطالعه کې دقت موجود وي.
پایله
«موږ ډېر کله د ځینې داسې شیانو پر لوستلو ډېر وخت تېروو چې په زیات وخت نه ارزي. که همدغه شیان په سرعت سره ونه لوستل شي، تل به مو د وخت لویه برخه ضایع کېږي. موږ ځینې شیان بیا ډېر ورو لولو، په داسې حال کې چې په بیړه یې لوستل پکار وي. خو ځینې شیان بیا ډېر تېز لولو، حال دا چې هغه باید ورو ولوستل شي. نو انسان باید دا وړتیا ولري چې په لوستلو کې د سرعت بېلابېلې درجې مراعت کړي، یوازې تېز یا ورو لوستل اغېزمن نه وي. انسان باید د خپل لوست سرعت د موادو له پېچلتیا او اسانتیا سره عیار کړي… ځینې کتابونه په پاڼو اړولو هم نه ارزي؛ ځینې باید په بېړه ولوستل شي او لږ دومره اهسته لوستل شي چې انسان یې په بشپړه توګه هضم کړای شي. د هغو کتابونو ورو لوستل د وخت ضیاع ده کوم چې باید په سرعت ولوستل شي او دا ستونز د لوستلو د سرعت د وړتیا په موندلو سره حل کېدی شي. څرګنده ده چې پر یو مشکل کتاب پوهېدلو کې په عامه توګه ستونزې بدني یا رواني نه وي، بلکې لوستونکی نه پوهېږي چې مشکل خو ګټور کتاب څنګه لولي؛ د لوستلو اصول نه ورته معلومېږي…
د لوست د سرعت موخه دا نه ده چې انسان یوازې تېز لوستل وکولی شي، بلکي دا ده چې په بېلابېل رفتار سره لوستل وکولی شي. د دې تر څنګ دا هم درک کړي چې کله څومره رفتار مناسب دی… کتاب که هر څومره مشکل وي، داسې ځایونه پکې وي چې باید په بېړه ولوستل شي او په هر ښه کتاب کې داسې ستونزمن ځایونه هم وي چې باید ډېر ورو ولوستل شي څو په ښه توګه وفهمول شي.»
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320


Comments are closed.