د يو شاعر زړه ودريد او له زور و شوره ډک اواز چُپ شو
د خداي بخښلي مطيع الله تراب د ناڅاپي غمجنې مړينې په هکله ګڼ شمير لیکوالانو او شاعرانو، خپله غمرازي څرګنده کړه او د دغه نوميالي شاعر د شعرونو ارزونه يې وکړه، چې له دې فانې نړۍ کوچيدل يې د پښتو ژبې ادب ته څومره ژور او دروند زيان ورسوو.
په دې معنا چې په شعري بانډارونو کې د هغه له شور او ولولو څخه ډک غږ تري تم شو او نور به د شعر مینه وال یې د هغه غږ له اوريدولو بې برخې وي.
زه د دغه حماسي او انقلابي شاعر د جزبو، ولولو ډک شعرونو د غږ مينه والې په توګه غواړم، د دغه بې سارې خوږ ژبې شاعر د رحلت، دروند غم په دريمه ورځ کې يوه لنډه يادونه وکړم.
او هم نه غواړم د دغه نوميالي شاعر د شعر په جوړښت او څرنګوالي وغږيږم، يوازي د ولسونو بې ساري مينې ته يې لنډه ګوته نيسم.
موږ ښه شاعران لرو او شعرونه هم ډير اورو، خو داسې يو شاعر چې اواز یې ويده ذهنونه وتخنوي او بې حاله فکرونه بیدار کړي، هغه ډير کم دي.
ځکه ډير کله مې، يو ډير ښه شعر لوستلی او دا هيله راسره پيدا شوې، چې دا شعر په خپله د شاعر په غږ کې واورم، خو د شاعر غږ مې ډير کم اوريدلې او کله چې مې اوريدلی، هغه خوند او کيف چې په شعر کې و، هغه مې نه دی محسوس کړی.
د مطيع الله تراب صاحب د ويلو انداز بيخې جلا و، دی د خپل ولس له زړه نه خبر و او د هغوي له منځه راپورته شوی و، د ژوند په نیمګړتياو يې ډير ښه پوهيده.
په ادبې غونډو او مشاعرو کې ترينه د ګډون والو هرکلی بې سارې و، ځکه چې، کلام يې ټول حقيقت و، حماسه او هيواد پالنه په کې نغښتې وه او شعر يې ځانګړې ښکلا درلوده، چې په خپل بې جوړې غږ او انداز کې وړاندې کوو، په اوريدونکو کې شور او ولوله را پاڅوله او له ده به يې د بيا بيا ويلوغوښتنه کوله.
شعري کيفيت يې داسې و،چې زموږ د ورځني ژوند ترخه حقايق يې، په بې سارې ځواک او خپله اورنۍ ژبه داسې ويل، چې د ناروا او تيري پر وړاندې به يې اوريدونکو ته د پاڅون او بغاوت الهام ورکوو.
د شعر ويلو دا خداي(ج) ورکړی خاصه وړتيا تر اوسه په کوم شاعر کې نه شته او يا کم تر کمه ما نه ده لیدلې.
ده د خپلې شاعرۍ په لنډ سفر کې، چې لا به يې د ولسونو تر منځ د غږ اوريدلو موده شل کلونو ته نه وي رسیدلي، خو محبوبيت او شهرت يې، داسې خپور شو، چې ته به وايې لس ګونه کلونه پرې تير شوي دي.
دا ستره ضايعه د پښتو شعر ادبي بڼ له پاره ډيره ژوره ده او بيا به داسې يو بې جوړې، د ولولو او شور پاڅولو شعرونو ويونکی شاعر، زموږ په ټولنه کې سر راپورته کړي او که نه، نه پوهيږم، يا الله او يا نصيب.
پر هميشنې ګور يې د لوې الله نور او ګلونه. يادونه يې تل پاتې نه هيريدونکي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=176112
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.