تيره شپه د افغانستان پر پلازمينه کابل باندې د دښمن هيواد پاکستان له لورې دوه هوایې بريدونه، د ټولو افغانانو له خوا سحت غندل شوی او د دوي ډيره غصه يې راپارولې ده.
پر کابل دا هوایې بريد بې ساری دی، کم تر کمه د هيواد والو له پاره بيخې يو نوی ناورين دی، داسې يو کرغیړن هيواد چې د خپل موجوديت له رامنځ ته کيدلو راهیسې، په لومړي ځل دا جرآت پیدا کوي او د افغانستان پر زړه داسې، يو سفاکارانه بريدونه کوي. بيا يې د پوځ وياند په پوره سپين سترګۍ، د ژورناليستانو پوښتنو ته، سم ځواب نه ورکوي، خو دا زياتوي، چې موږ په هر ځاي کې چې ترهګر وي، هغه په نښه کوو، معنا دا چې بريدونه موږ کړي دي.
دا چې ټول افغانان په دې پوهيږي، پاکستان زموږ داسې يو دښمن دی، چې د هیوادونو، په تاريخونو کې به يې ساری کم ليدل شوی وي.
دوي زموږ هيڅ ډول پرمختګ، هغه که اقتصادي، فرهنګي، سیاسی او نور وي، نه شی زغملی. دوي په خپلو شومو اعمالو سره، دا ثابته کړې ده، چې د افغانانو د وژلو او له منځه وړلو له پاره له هيڅ ډول، کرغيړن عمل څخه ډه ډه نه کوي او نه به يې وکړي.
پاکستان تر اوسه زموږ په لکونو رسیدلي کدرونه او د سر سړي راته وژلي، چې دا لړۍ د شهيد داود خان او ان له هغه مهاله تر مخه هم، د دوي دسیسې او د افغانانو وژنې روانې وې، چې تر اوسه يې دوام کړی دی.
خو پوښتنه دلته ده، چې طالبان د کوم درد دوا دي؟
دوي د خپل هيواد هواي حريم نه شي خوندي کولي.
واک ته د رسيدلو يې څلور نيم کاله تيريږي، خو د جينکو زده کړې، تر اوسه د امر ثاني پورې ځنډيدلي، د ښځو په کار کولو بنديز دی، په داسې حال کې جې په لکونو کونډی ښځې، په هیواد کې ژوند کوي او د خپلې کورنۍ ساتلو دنده یې پر غاړه ده.
اساسي قانون شتون نه لري او حکومت يې تر اوسه سرپرست دی.
د عام ولس ساه په مرۍ کې بنده ده، په ميلونونو ځوانان بيکاره دي او د سپين ږيرو تقاعد نه ورکول کیږي، خو د دوي يو لک مفت خوره پوځ په لکونو تنخوا ګانې اخلي او د مظلوم دوکاندار، کاریګر او نورو بيوزلو څخه، په ميلونونو مالیات راټولوي، څوک شته، دې ښاغلو څخه پوښتنه وکړي، چې د بهرني تيرې پر وړاندې د پوځ مسوليت څه شی دی؟
د عامو افغانانو په خبره، دا طالبان يوازي ستونزې زيږوي، هيواد يې مخ پر شا روان کړی دی، له خپلو جيبونو نه د اسلام په نوم فتوي راباسي او په راز راز بنديزونو، لکه په عام محضر کې انسانان، د دورو په وهلو، محکوموي او سزا ورکوي، ځوانې ښځې سنګساريږي، يا ځوانان د ږيرې لنډولو له کبله وهل ټکول کيږي، په سلګونو داسې کړنې، چې خلک يې تر سپيږمو رسولي او په داسې اعمالو د عام ولس له پاره سر خوږی جوړوي، چې له هیواد څخه یې بندیخانه جوړه کړې ده.
په لومړي قدم کې، د هرې ټولنې وګړي له پاره، په ژوند کې اساسی غوښتنه د هغوي د اولادونو سالمه روزنه ده، د جينکو او هلکانو له پاره يې مور او پلار يو ډول غوښتنه لري، چې د امارات له داسې بندیزونو وروسته په ميلونونو کورنۍ د خپل اولاد د تعليم له کبله، هیواد پريښودلو ته اړ شوي دي.
اوس مهال بيا پاکستان د ټولو نړیوالو قوانينو او نورمونو خلاف د افغانستان پر زړه، بريدونه کړ يدي.
دوي تر اوسه په داسې خلاص مټ د هيواد پر هر ولايت، لکه خوست، پکتيکا، پکتيا، کونړ او نورو سیمو کې، بې سارې بمبارۍ کړي او تيره شپه يې پر کابل او ورسره پر پکتيکا ولايت کې هم بمبارد کړی دی.
طالبان بايد پاکستان ته ورته ځواب ووايې. که چيرې يې په تير کال کې پر خوست او پکتيکا کې د بمبارد کولو، له کبله پاکستان ته غاْښ ماتونکی ځواب ورکړی وايې، نن به پاکستان په دومره بې حيايې او سپين سترګتوب د افغانستان هواي حريم نه نقص کوو.
ډيرې افغان څيرونکي د پاکستان له خوا داسې بربنډ تيری، د طالبانو بې واکي او پر پاکستان پورې د دوي تړل يايې غلامان ګڼي، چې دوي نه شي کولي د دغه موذي هيواد پر وړاندې خپل سر پورته کړي.
د پاکستان له خوا پر کابل داسې د دښمنۍ ډک بريدونو ته، طالبان بايد پرته له ځنډه ځواب ووايې، که نه وي، دا خبره به نوره هم ثابته شي، چې طالبان د پاکستان ګوډاګيان دي او د هغوي پر وړاندې بې وسه او بي واکه دي، چې د افغانانو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
Donate Here
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.