له افغانستان څخه د امريکا پوځ په بیړه وتلو، ډيرې نيوکی راوپارولي او اوس پوښتنه دا ده، چې امريکا افغانستان ته د بيرته، ورګرځيدو خيال لري او که څنګه؟
افغانستان د خپل جيو پولتيک او جيو ستراتيژيک موقعيت له کبله مدام د سترو استعماري قوتونو د تاړاک او بريدونو ښکار شوی دی.
په ۲۰۲۱ م کال کې، له افغانستان څخه د امريکاي پوځ وتل، د ډيرو څارونکو او سیاست والو د نیوکو سبب شول او د دوي دا بيړنې اقدام يې، د هېواد شل کلن اردو او بنسټونو، له منځه وړلو لامل و ګڼه، چې ورسره سم په لکونو لا نور افغانان هيواد پریښودلو ته اړ شول.
پر خپل هېواد مينو ډيرو افغانانوغوښتنه دا وه، چې له هېواد څخه امريکایې ځواکونه ووځي، خو دوي وایې، چې بايد د يو هر اړخيز پلان له مخې وتلی وايې، تر څو د جګړه زپلي هېواد پوځي بنسټونه په کې خوندي پاتې شوي وایې او هغه شل کلن اردو له منځه تللی نه وايې.
ورسره سم، لکه چې په خپله د امريکا له پاره دغه سیمه د جغرافیای موقعيت له مخې ډير ارزښت لري، چې دوي نه شی کولې خپلې سترګې پرې پټې کړي او حتي په خپله لوړ پوړو امريکايانو له افغانستان څخه وتلو ته د انتقاد ګوته نيولې ده. ځکه په دغه سیمه کې د چين او روسيې اغيز دوي نه شي زغملی.
خو دا چې تر اوسه افغانستان، د هيڅ استعماري قدرت تاړاک ته نه دی تسلیم شوی او هم بهرنۍ ځواکونه په هيواد کې دننه، چاته د منلو وړ نه دي، چې دا ټولې نړۍ ته اوس جوته شوې ده او په خپله جو بايدن هم دي ټکې ته ګوته نيولې وه.
له شمشاد تلويزيون سره په خبرو کې، د نړيوالو او سیمه ايزو چارو کارپوه ښاغلی سید بلال احمد فاطمي وويل:
«افغانستان د خپل جغرافياي موقعيت له مخې چې د چين، روسيې او نورو ګاونډيو په منځ کې پروت دی، له هيڅ يو ګاونډي څخه دومره مرسته نه شی تر لاسه کولې، لکه له امريکي څخه. زموږ بيوزله هيواد بيا رغاونې او پرمختګ ته اړتيا لری، چې نه روسیه او نه هم چين ورسره داسی مرسته کولې شی، لکه امريکا. ياد هيواد، د دوستۍ په فضا کې د حاکم حکومت سره د تفاهم له مخې، چې زموږ د هيواد ملي ارزښتونه په کي خوندي وي، کولی شي، دلته راشي.»
د طلوع نیوز خبري سرویس په خپور شوی خبر کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزير مارکو روبیو له يوې کانادایې اصله امريکایې خبريالي سره په خبرو کې ويلي:«
کله چې په يوه سیمه کې حکومت والی ستونزه ولري، لکه مشروعیت ونه لری او ناکامه حکومتونه وي، هلته داسې ډلې وده کوې، چې د طالبانو حکومت د دغه ډلو د کنترول وړتيا نه لری.» ښاغلي روبیو زياته کړه:
«اسلامي امارات په ځينو برخو کې د القاعده او داعش په له منځه وړلو کې له موږ سره همکاري کړې او ځينو برخو کې نه ده کړې.»
د طلوع نيوز خبري سرویس سره، د امريکې د بهرنیو چارو وزير د خبرو په غبرګون کې افغان سياست وال معين ګل څمکني وويل:
« اوسنې حکومت توانیدلی چې پر ټول افغانستان خپل حاکميت ثابت کړي او يوه لويشت خاوره هم د دوي له حاکمیت څخه بهر نه ده. باید دوي دا روښانه کړي چې د افغانستان کومه برخه يا ځای د امارات اسلامي له حاکميت څخه بهر دی.»
له داسې څرګندونو څخه خلک غواړي پوه شي، چې امريکا څه غواړی.
يا دا چې ايا امريکا، افغانستان ته بيا ورګرځيدل غواړي او خپله تشه هلته محسوسوي او که څنګه، په دې اړه له امريکا غږ سره د سیاسی چارو شنونکي ښاغلي امين الله حبیبي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير، مارکو روبیو پر خبرو تبصره وکړه او د هغه نقل قول ته يې ګوته ونيوله، چې دوي د افغانستان وضعیت ته فکر کوي، هغه د مارکو روبيو د وينا دا ټکي داسې وسپړل او وې ويل:
« د دې خبرو معنا دا ده، چې ګواکي په افغانستان کې اوس امريکا شتون نه لري، چې لس کاله پخوا يې حضور درلود. نو بايد یوه تشه شتون ولري، چې د بهرنيو چارو وزير په اند، د دې په هکله بايد فکر وشي، يا دا چې پر دې خاوره کې به د امريکا په غياب کې داسې بدلونونه او تحولات راشي او د امريکایانو په ذهن کې به دا مسله مطرح وي چې کاشکي امريکا دلته شتون درلودایې..»
خو د ښاغلي حبيبې ارزونه دا ده، چې دونالد ترمپ اوس مهال د افغانستان په هکله له پوښتنو څخه ځان ګوښه کول، په احتمالي ډول دا معنا لري، چې دا مسله د استخباراتي اړوندو دستګاو سره پر مخ لاړه شي او دوي په کي مخامخ ښکيل نه اوسي.
ولي بيا هم د بيرته ګرځيدلو په هکله یې څوک اوس مهال څه نه شی ويلې، ځکه د ترمپ ټيم لپاره افغانستان نه، نور نړيوال مسايل مهم دي. خو سره له دې له دغه سيمې سره یې بیا هم فکر او ذهن مشغول دی او د بيا ورګرځيدلو په تړاو يې څوک څه نه شي ويلې.
زيړه غوا (د ماشومانو کیسه)
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.