ازبکستان له افغانستان سره په سرحدي سیمه کې ګډ سوداګریز زون جوړوي

189

د ازبکستان د ولسمشر مرستیال جمشید خوجه یوف وايي حکومت یې چمتو دی چې افغانستان سره په سرحدي سیمه کې ګډ سوداګریز رامنځته کړي.

د طالبانو حکومت وايي خوجه یوف دا خبره ملا برادر سره د کتنې پر مهال کړې ده.

ملا برادار د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته په سفر تللی دی.

د نوموړي له دفتره خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان او ازبکستان په ګډ سوداګریز زون کې به د جلغوزیو او پنبې د پروسس فابریکې، د بستهبندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یوشمېر خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي.

طالبان وایي ازبکستان ورسره د نفت او ګازو د استخراج او پروسس په برخه کې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د ازبکستان صدراعظم عبدالله عارفوف د تېر کال اګست میاشت کې کابل ته سفر کړی و او له لوړپوړو طالب چارواکو سره یې لیدلي وو.

ازبکستان طالبانو سره تعامل لري، خو په افغانستان کې د وسله والو ډلو او بالخصوص دا.عش خراسان د شتون، نشه يي توکو او وسله د قاچاق په اړه یې اندېښنې ښودلې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.