په بادغس کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست په دې ولایت کې د ګوزڼ (پولیو) د یوې مثبتې پېښې خبر ورکړى.
د پولیو دا مثبته پېښه د بالامرغاب ولسوالۍ په «قرتو» کلي کې ثبت شوې او اغېزمنه یوه پنځه کلنه نجلۍ ده.
په بادغيس کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د وقايوي چارو مسوول، محمد یوسف نجمي، د شنبې په ورځ (فبروري ٢٢) په دې اړه آزادي راډيو ته وويل:
“په بادغيس ولايت کې چې د پوليو وروستۍ مثبته پيښه ثبت شوې د نسيمې په نوم پنځه کلنه نجلۍ ده چې د بالا مرغاب د قرتو کلي اوسېدونکې ده، ماشومه د مخ له برخې فلج وه د جنورۍ مياشتې په ٢٩ يې اول سمپل ترې اخيستى او ٣٠ کې يې دوهم سمپل اخيستي بيا مو پايله هرات کابل او پاکستان ته ولېږله چې د فبرورۍ په ١٣ يې پايله مثبته را ووته”
هڅه مو وکړه چې د دې نجلۍ د کورنۍ له غړو سره هم وغږېږو خو له ډېر کوښښ وروسته دا چې د لرې پرتې سيمې اوسېدونکي ده، مخابراتي شبکو ته د دوى د نه لاسرسي له امله بريالي نه شوو.
دا په افغانستان کې د روان (۲۰۲۵) کال لومړنی د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ده.
تر دې وړاندې، د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه وه تأیید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اچ او) د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې تأیید کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې له کله نه چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د پولیو د واکسین کمپاینونه کور په کور نه تطبیق کیږي چې د روغتیاپالانو په وینا له دې کبله یوشمیر ماشومان له واکسین څخه بې برخې کیږي.
يو شمېر کورنۍ هم د واکسين له دې ډول تطبيق خوښ نه دي او د کور په کور د واکسين د ډول د بيا پيلېدو غوښتنه کوي.
د دوى په خبره په دې ډول تطبيق سره ډېرى ماشومان له واکسين پاتې کېږي.
د بادغيس ولايت د بالا مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي شهرزاد آزادي راډيو ته وويل:
“مخکې د خلکو ماشومان کور په کور واکسين کېدل ان پوښتنه يې کوله چې ماشوم څو کلن دى خو اوس واکسين د پخوا په پرتله ډېر کمرنګه شوى جومات پر جومات ګرځي په دروازه کې يو غلى غږ وکړي که څوک راغله ښه او تر ښه کنه زر بېرته ځي حال دا جې بايد په يو جومات کې يو ساعت ودرېږي دوى لس دقيقي درېږي ځکه نظارتي هيت نه لري په خپل سر چې له دوى تظارت وکړي د څلورو کلونو په پر تله د بادغيس په بالامرغاب کې واکيس ډېر کم رنګه شوى
“د کابل اوسېدونکې هديه چې له پنځو کلونو کم عمره خور او ورور لري هم د کور په کور واکسين د تطبيق غوښتنه کوي.
“ډېر وخت شوى چې نشو کوى خپل ماشومان او واړه خور او ورونه واکسين کړو ځکه مخکې خلک کور ته راتلل او ماشومان يې واکسين کول خو اوس وايي خپله صحي مرکزونو ته راولٸ زموږ ماشومان پوليو ته اړتيا لري غواړو بېرته همغه کور په کور لړۍ پيل شي”
د ننګرهار اوسېدونکى محب الله:
“مخکې چې واکسين کور په کور و يو ماشوم به هم نه پاتې کېده که هغه ويده و که ويښ و که به مېلمه و ټول واکسين کېدل نو اوس چې کور په کور واکسين نشته خامخا مس ماشومان زياد شوي دي مخکې به څلورمه ورځ تاکيدي ورځ وه چې ماشومان به واکسين کېدل کوم چې پاتې به وو اوس هغه ورځ هم له منځه تللې”
دا په داسې حال کې ده ، ټاکل شوې چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شي.
له پولیو پاک افغانستان په نوم یو بنسټ نن (د کب ۴مه) پر خپله ایکس پاڼه د دغه کمپاین د پیلیدو خبرورکړی او یوازې دومره یې ویلي چې دا کمپاین به په ځینو ولایتونو کې چې نومونه او شمیریې نه دى یاد کړي، پیل شي.
د يادولو ده چې پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم پهکې د پولیو یا د ګوزڼ مثبتې پېښې موجودي دي.
ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.