د امریکا متحدین هڅه کوي خپل استخباراتي عملیات د ټرمپ له ادارې خوندي کړي

270

پوليټکو رسنۍ نن پر خپله پاڼه د امريکا د متحدوينو د مرحومو رازونو په اړه تازه مقاله خپره کړي ده،هغه ليکلي دي چې:

بهرني استخباراتي چارواکي د داسې یوه ولسمشر سره احتیاط کوي، چې د محرم رازونو افشا کولو تاریخچه لري.

هغه هېوادونه چې له امریکا سره استخباراتي معلومات شریکوي، د دې لپاره لارې لټوي چې خپل ډېر محرم معلومات د ټرمپ له ادارې څخه خوندي کړي، خو د دوی امکانات محدود دي.

دا هېوادونه له ډېر وخت راهیسې اندېښمن دي چې ټرمپ به د محرم معلوماتو افشا کولو خپله مخینه د دوهمې دورې پر مهال هم دوامداره وساتي.
دا اندېښنې لا زیاتې شوې دي،ځکه چې کانګرس د هغه د استخباراتو د مشرانو لپاره د جنجالي نوماندانو تایید کړی او همداراز داسې تورونه شته چې محرم معلومات له مخکې نه؛سم نه دي مدیریت شوي.

خو د استخباراتي معلوماتو راټولول او شریکول ډېر ژورې ریښې لري او پرېکون یې اسانه نه دی.

واشنګټن اکثراً له خپلو متحدینو سره تر هغه زیات استخباراتي معلومات شریکوي، لکه څومره چې ترلاسه کوي، او د امریکا او اروپايي استخباراتو ترمنځ ګډ عملیات عام دي.

“تاسو نشئ کولی دا سیستم په یوه شپه کې بند کړئ” یو اروپايي دفاعي چارواکی وايي، چې د حساسو استخباراتي اړیکو د ارزولو لپاره یې نوم پټ ساتل شوی.

سره له دې، لا هم دا امکان شته چې د بشري استخباراتو (Human Intelligence) د خوندي کولو لپاره ګامونه واخیستل شي.
دا هغه ارزښتناک او محرم معلومات دي چې د بهرنیو هېوادونو د جاسوسانو له شبکو څخه راټولېږي، او که افشا شي، د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کولی شي.
د مثال په توګه،متحدین کولای شي چې له امریکايي همکارانو سره د خبرو پر مهال د هغو جزئیاتو له یادولو ډډه وکړي چې د استخباراتي مامورینو هویت یا موقعیت افشا کولی شي.

ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د استخباراتو چارواکي حیران کړي وو.

د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال ځینو متحدینو لا دمخه د استخباراتي معلوماتو شریکول محدود کړي وو، وروسته له هغه چې نوموړي یو لړ داسې ګامونه پورته کړل چې استخباراتي چارواکي یې حیران کړل.
د بیلګې په توګه هغه د ایران د یو توغندويي ازموینې د ځای ډېر محرم عکس تویت کړی و او له روسي چارواکو سره یې د اسرائیلي استخباراتو ډېر حساس معلومات شریک کړي وو.

د بریتانیا د بهرنۍ استخباراتي ادارې MI6 یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي: “موږ د ټرمپ د لومړۍ ادارې پر مهال د ډېر حساسو پروژو په اړه ډېر احتیاط کاوه. او زه باور لرم چې دا ځل به هم زموږ اداره لا ډېره محتاطه وي.”

د امريکا متحدین هڅه کوي چې له CIA سره تعامل وکړي، نه له ټلسی ګبارد سره.

اندېښمن بهرني شریکان ممکن دا ترجیح ورکړي چې  د CIA مشر جان رټکلف سره تعامل وکړي، نه  د ملي استخباراتو له مشرې، تولسي ګبارد سره.
رټکلف د ټرمپ د لومړۍ ادارې پر مهال د ملي استخباراتو مشر و او د ټرمپ د کابینې تر ټولو کم جنجالي غړی ګڼل شوی.

خو ګبارد بیا د امریکا د استخباراتو یوه منتقده وه او د اوکراین د جګړې په اړه یې د روسیې دریځ ته نږدې څرګندونې کړې دي.
هغې د کانګرس غړيتوب پر مهال داسې لایحه وړاندې کړې وه، چې غوښتل یې د NSA پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن ته بخښنه ورکړل شي، هغه کس چې ګڼ شمېر محرم اسناد یې افشا کړي وو.

د امریکا د استخباراتو مرستیالې الیکسا هینینګ د دې نیوکو په ځواب کې ویلي: “دا بې نومه پخواني چارواکي له واقعي وضعیت څخه لیرې دي. دوی هڅه کوي د دروغو خپرولو له لارې د امریکا ملي امنیت ته زیان ورسوي.”

د ټرمپ لخوا د FBI لپاره د نویو مشرانو ټاکل هم متحدین اندېښمن کړي دي.

د FBI لپاره د کاش پټېل د مشر په توګه ټاکل چې د ټرمپ نږدې متحد بلل کېږي، هم متحدین اندېښمن کړي.
پټېل د ۲۰۱۶ کال ټاکنو ته د روسیې د لاسوهنې په اړه د پلټنو د مخنیوي هڅه کړې وه،او ژمنه یې کړې چې د FBI ادارې ته به د پام وړ بدلون ورکړي.

د ټرمپ د دوهمې دورې له پیله یوازې یوه میاشت تېره شوې، خو لا دمخه د محرم معلوماتو د ناسم مدیریت تورونه پرې پورې شوي دي.
راپورونه وایي چې CIA د نوي ګمارل شوو جاسوسانو نومونه له هغو معلوماتو سره یو ځای لیږلي، چې د فدرالي ادارو د کارکوونکو کمولو لپاره کارول کېدی شي. دا کار د چین استخباراتي ادارو ته د جاسوسانو د تعقیب فرصت ورکولی شي.

د امریکا متحدین د استخباراتو شریکولو ته څنګه ګوري؟

دا ډول اقدامات د امریکا د پینځه سترګو استخباراتي شبکې (Five Eyes) متحدین؛ لکه کاناډا، بریتانیا، استرالیا او نیوزیلنډ اندېښمن کړي دي.
د بریتانیا یو پخواني پوځي چارواکي ویلي:

“د امریکا سیاسي باور مخ پر خرابېدو دی. دا وضعیت د ملي امنیت ټولو برخو ته زیان رسولی شي، په شمول د استخباراتو.”

د استخباراتو شریکول نه یوازې د معلوماتو د ورکولو په اړه دي، بلکې د ترلاسه کولو اهمیت یې هم شته.
د مثال په توګه د امریکا استخباراتو د روسیې د اوکراین د یرغل د پلانونو په اړه اروپايي متحدین له مخکې خبر کړي وو، چې د دوی لپاره خورا مهم و.

خو د استخباراتو شریکولو محدودیتونه کولای شي د امریکا استخباراتي اړیکې اغېزمنې کړي. په دې برخه کې باور ډېر مهم دی، ځکه چې د امریکا استخباراتي ادارې د خپلو متحدینو پر ملاتړ حساب کوي.

ټرمپ او پوتین خبرې کړي، اروپایان اندېښمن دي.

د مونیخ د امنیتي کنفرانس پر مهال د ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ تماس اروپايي چارواکي اندېښمن کړي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي،چې د ټرمپ بېرته واک ته راتګ د اروپا لپاره “یو برېښنا شاک” دی.

که څه هم د امریکا متحدین لا هم هڅه کوي له واشنګټن سره خپلې استخباراتي اړیکې وساتي، خو دا اړیکې اوس د ازموینې لاندې دي.
د ټرمپ ادارې د استخباراتو د مدیریت په اړه اندېښنې زیاتې کړي او که دا اندېښنې دوام وکړي، د امریکا استخباراتي همکارۍ ته به جدي ضربه ورسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.