۳۰ جولای ۲۰۲:د روسیې د کامچاتکا په سيمه کې د ۸.۸ درجې زورورې زلزلې له امله رامنځته شوی سونامي اوس د آرام سمندر په پراخه سیمه کې هېوادونه لوی ګواښ سره مخ کړي دي.
د CNN د راپور له مخې د سونامي غښتلي څپې لا دمخه د امریکا د الاسکا ایالت او هوايي ټاپوګانو ساحلي سیمې نیولې دي.
اوبه تر ۱.۲ مترو پورته شوې دي، او ممکنه ده چې تر درې مترو پورې هم ورسېږي. د خطر له کبله خلک له خپلو سیمو څخه په پراخه کچه ایستل کېږي.
په جاپان کې هم د زلزلې له امله څپې تر ۶۰ سانتيمتره پورې د ختیځ ساحل ته رسېدلي، او چارواکو د خلکو د خونديتوب لپاره احتیاطي تدابیر نیولي او خلکو ته يې له سيمې څخه د وتلو خبرداری ورکړی دی.
د زلزلې او سونامي له امله خبرداري یوازې امریکا او جاپان ته محدود نه دي، بلکې د آرام سمندر نور هېوادونه لکه فلیپین، اندونیزیا، چیلي، پیرو، ایکواډور، مکسیکو، پاناما او تایوان هم دخبرداری زيګنالونه ترلاسه کړی دی.
زلزله تېره شپه د کامچاتکا په سیمه کې وشوه، چې مرکزي نقطه یې د سمندر لاندې وه. د سونامي څپې له همدې ځایه راپورته شوې، او اوس د سمندر د څپو چټک حرکت د سیمې ګڼ هېوادونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
چارواکي خلک هڅوي چې له ساحلي سیمو څخه لیرې پاتې شي او د بیړنیو خدماتو له اعلانونو سره ځانونه همغږي وساتي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.