د نعمت الله صديقي شعري ټولګه “لکه ته چې آيينه يې” د ده د احساساتو، فکرونو، او ژورې مشاهدې د اظهار لومړی کوښښ دی، چې د ادب پۀ ډګر کې يې ورسره خپل نوم د یوه شاعر په توګه ثبت کړ.
دا ټولګه، چې پۀ ۱۴۰۴ هـ.ش / ۲۰۲۵ ز کې چاپ شوې، ټول ۱۷۸ مخونه لري، چې پکې درې مخونه د شاعر خپلې خبرې دي او پاتې ټول يې شاعرانه او تخليقي هڅې او تجربې دي. پيل یې له روايتي ادب سره تړاو لري؛ مثلاً شاعر د حمد او نعت له لارې خپله تخليقي نړۍ د تقدُّس پۀ لمن کې پرانیستې، چې دا يې روحاني رجحان ظاهروي، چې دا میتود د پښتو د کلاسيکې شاعرۍ تسلسل هم دی او د شاعر د درون صراحت او انعکاس هم.
صديقي صاحب پۀ دې ټولګه کې هڅه کړې، چې ژبه ساده؛ خو مؤثره وساتي، تشبېهات او استعارې پکې له خيال سره ګډې شوې او د شاعرۍ اکثر مضامین یې د شخصي تجربو، ټولنیزو مشاهداتو او باطني احساساتو انګیزه اخلي.
د کتاب د نامې په اړه یې که فکر وکړو؛ نو يو څوک له آيینې سره نه دي تشبيه شوي؛ بلکې ګڼې نورې ماناوې یې هم افاده کړي دي. آيينه د ريښتينولۍ يو غوره سمبول دی چې څۀ ګوري هغه درښیي، تور مخ نه سپينوي او نۀ سپين مخ توروي، په دغه اساس که يوۀ انسان ته له آيينې سره تشبېه ورکړای شي؛ مانا دا چې انسان ريښتونی او غير متعصب وګڼل شو؛ يعنې هغه انسان چې څۀ يې پۀ زړۀ وي هغه يې پۀ خوله وي يا که ووایو، هغه انسان چې دعویٰ کوي چې “زما يوۀ وي پۀ رښتيا وي” آئينه دومره ريښتينوې ده که څوک يې مخ ته پۀ پرده راځي نو پرده دار يې ښايي؛ خو که څوک جامې وباسې؛ نو بيا يې هم لحاظ نۀ کوي، د آيينې بله خوبي دا ده چې څومره ورنږدې کېږې هغومره بۀ پۀ ځان خبرېږې، دلته “لکه تۀ چې آيينه يې” زما پۀ ذهن کې يو آيينيز و آيينه خوی يا يو ښيښين انسان انځور کړ. ښه د آيينې دي زورورتيا ته ګوره چې لمر ته هم د هغۀ مخ ورښيي. متل هم شوی چې “انسان پۀ انسان آیينه ده.” صديقي صاحب فرمايي:
د خلکو پۀ څېر زۀ هم تاته راشم، درته ګورم
څېرې درکې لګيدۀ شي، “لکه تۀ چې آيينه يې”
”لکه ته چې آيينه يې” د زړۀ د تل نه راوتلي هغه شاعرانه تجربې دي، چې پۀ غږ نه، بلکې پۀ سکوت اثر پرې باسي. دا ټولګه د يو داسې شاعر احساساتي، فکري، او ټولنيز سفر بيانوي، چې پۀ لفظونو کې د خپلو دردونو د پټولو په هنر پوهېږي؛ او لوستونکی په همدغه هنر له ځانه سره اخلي. شعرونه پۀ ظاهره شخصي وي، خو پۀ باطن کې د يوه نسل تجربه انتقالوي مثلاً د یوې ټولنې د خلکو د ژوند ژواک ، ښهٔ و بد، کډوالي، تنهایي، احتجاج، مينه، او خيال پکې ټول ګډ وي. دا مجموعه لوستونکيو ته همداسې یو احساس ورکوي، لکه يوه غلې آيينه، چې پکې هر څوک خپل عکس ويني، خپل غږ اوري، او خپل زخم پېژني.
صدیقي صاحب چې خپله یو تکړه نقاد دی، په شعر کې یې د یوه خاص او فکر پاروونکي شاعرانه سټایل او اسلوب خاوند هم دی. د ده شاعري یوازې احساسات نه دي، بلکې یو ژور فلسفي او انتقادي لیدلوری هم لري، چې د هیئت او ماهیت دواړو په اساس ارزول کېدای شي. که ژبې ته يې ګورو نو ژبه يې روانه، خو پۀ عین حال کې ژوره او فکري شاعرانه ده. داسې الفاظ کاروي چې حتی یو عادي لوستونکی یې هم په اسانی سره درک کولی شي؛ خو معنا یې بیا دومره ساده نه ده او ژورې فکري او شاعرانه سطحې او درک ته اړتیا لري. دای د عامیانه یا محلي ژبې او دودیزو جملو هم ګټه اخلي، چې شعرونو ته یې یو ډول ریښتینی او پښتون رنګ ورکړی.
اوس که موږ د صديقي صاحب د شعر جوهر يا ماهيت ته ځیر شو؛ نو د شاعرۍ ماهیت ته یې که څۀ هم د شعر د اغږلو پۀ وخت کې ترې د شعر پۀ روح د مينې رڼا زياته شوې ده؛ خو ورسره د وجود، هستۍ، وخت، او انسان د داخلي کشمکشونو پۀ څېر فلسفي موضوعات هم پکې په خورا کثرت سره مطرح دي. ځکه خو دای د ژوند او نړۍ پۀ حقایقو د ژور فکر او خیال شاعر دی.
د فکر و خيال له دغه ډول ژورتيا سره سره صديقي صاحب د يو نقاد پۀ توګه د ده پۀ شعرونو کې د نقد یو تېز او پټ انتقادي غږ هم لیدل کیږي، دا انتقاد هم پۀ فردي کړنو او هم پۀ ټولنیزو او سیاسي مسایلو را څرګندېږي، د ناروا بې عدالتۍ او ټولنیزې بې حسۍ پۀ اړه یې هم غږ رسا او ایغ نیغ دی. دې سره سره احساساتي اصالت او رښتینولي پکې هم شته. د مینې، هجران، درد او د هیلو بیان یې ریښتینی او له د ده خپل دی.
کابل بۀ نۀ وي سقوط، ځه دا بۀ هم ومنم
دا دی څو کاله وشول ژوند پۀ لاهور ولې دی؟
د نظريې مظلوم بندي له ځانه مه جوړوه
تاييد کوه، د ناروا مخالفت هم کوه
ستا د دوو سترګو کوم ديد پکې موجود دی
ګني دا ژوند خو لا ډېر پخوا تمام دی
د صدیقي صاحب پۀ شاعرۍ کې د ادبي صنعتونو لکه تشبیهاتو، استعاراتو او کنایاتو بشپړه او ماهرانه کارونه لیدل کیږي. دې صنعتونو د ده شعرونو ته ادبي او هنري ژورتیا، ښکلا او مؤثرتيا وربخښلې ده. همدا د کتاب نوم یې تر ټولو لویه، زوروره، او اثرناکه تشبېه ده، تاسې یې د تشبېه په برخه کې د نورو کامیابو تجربو بیلګې هم ولولئ.
څۀ غواړې؟ پۀ چا پسې دې سترګې ووتې؟
څۀ له يې حيران لکه د ورکو؟ مازديګر
چې نازک نۀ وي پکې، زړۀ بۀ دې بيا داسې ښکاري
لکه سړی چې وي بې کوره دروازې ته ولاړ
شرنګيدلې خاموشي لکه سندره
راسره ده تنهايي لکه سندره
ښه ده ښه ده چې تکمیل ته ورسېږي
ښه ده ښه ده رسوايي لکه سندره
صدیقي صاحب په پراخه کچه له استعارو څخه کار اخلي. د استعارتي شعرونو بېلګې يې دا دي:
ځمکې غوښتی و باران
اسمان وينه وروي
دلته صديقي صاحب فرمايي چې ځمکې یعنې د ځمکې خلکو له اسمان (خدای) څخه د باران(خير) غوښتی و؛ خو په دوی وینه اوري، دلته صنعت مجاز مرسل کارېدلی، ځکه چې کله ذکر د محل يعنې د ځمکې دی مګر مراد ترې حالَّ فيه يعنې د ځمکې خلک دي. ورسره اسمان د خدای، باران د رحمت او وينه د خوني جګړې او د شر استعاره ده، چې دلته له وینې ورېدنې مقصد د خلکو هغه د جګړې جبلت ته اشاره ده، چې دوی څنګه ځان ته دا ښکلې او ښایسته نړۍ په وینو بدرنګه کړې ده. دا هم بايد ذکر کړم چې ځمکې ته يې د يو څۀ د غوښتلو او اسمان ته يې د هغۀ د برعکس کړنې خوبي ورکول یې پرسونيفيکېشن صنعت رامنځته کړی دی، چې پښتو او خويندو ژبو کې يې بديل د صنعت تشخيص دی.
لکه څنګه چې صدیقي د خپل بې مراده و جنګ ځپلي ولس حال بيانوي، چې حتیٰ اسمان ترې هم مخ اړولی. کټ مټ د لاندې شعر روح ته که یې وګور هم همدا وير کوي:
پۀ دي کلي باندې اوس هم دوړې اوري
پۀ دي کلي باندې اوس هم تجربې دي
”دوړې” او “تجربې” دلته دا دواړه استعارې دي چې په یو کلي یا ټولنه کې د دوامداره جګړو او ازمایښتونو خبرې راپه زړه کوي.
زندګي مو له خپل حده اړولې
پاتې شوې له اورونو نه ايرې دي
”ایرې” دلته د تباهۍ او له لاسه وتلي ژوند استعاره ده.
د ټوپکونو مجلس وروسته وکړئ
دلته سندره ده پۀ وېره بۀ شي
دلته “ټوپکونه” د جنګ او تاوتریخوالي کنایه ده او “سندره” د سولې، هنر او ښکلا کنایه ده. دا بیت د هنر او سولې پۀ اړه د صديقي صاحب لیدلوری څرګندوي. همدا ډول که د صديقي صاحب پۀ شعرونو کې وګوروو، چې دای څومره ناقدانه خوی لري. پۀ لاندې شعرونو کې یو قوي انتقادي غږ اوریدل کیږي، چې هم پۀ فردي کړنو او هم پۀ ټولنیزو ستونزو نیوکه لري. دا انتقاد د یوه نقاد د نظر څرګندونه کېدای شي، تاسې یې یو ځل بیا د انتقاد له زاویې وګورئ:
دنظريې مظلوم بندي له ځانه مه جوړوه
تاييد کوه، د ناروا مخالفت هم کوه
کابل بۀ نۀ وي سقوط، ځه دا بۀ هم ومنم
دا دې څو کاله وشول ژوند پۀ لاهور ولې دی؟
دلته هر سړی له ځانه سره اوسي
دلته هر چا سره خپلې الميې دي
پۀ دي کلي باندې اوس هم دوړې اوري
پۀ دي کلي باندې اوس هم تجربې دي
زندګي مو له خپل حده اړولې
پاتې شوې له اورونو نه ايرې دي
د ټوپکونو مجلس وروسته وکړئ
دلته سندره ده پۀ وېره بۀ شي
دا بیتونه پۀ سیاسي بې عدالتۍ، د حقیقت له منلو انکار، ټولنیزه خود غرضي، خودخواهي او د جګړو ویجاړونکو اغېزو په اړه رغنده انتقادي طرز هم لري او خپله خبره هم کوي. شاعر د فرد پۀ مسوولیت ټینګار کوي چې باید د ناروا پۀ وړاندې ودریږي، پۀ ټولنیزو مسایلو لکه ټولنیزې او سیاسي اړې ګړې، جنګونه، کډوالي (ژوند پۀ لاهور کې) او د جګړو دوام ته هم اشاره ده.
د صديقي صاحب پۀ شعرونو کې د مینې یو ژور او پېچلی خو په عین حال کې نرم، مهین او خوږ اړخ هم لیدل کیږي چې زیاتره یې د هجران، درد او د محبوب د جمال پۀ ستاینه کې راڅرګندیږي:
ګوره يې دوه سترګو ته، پکې دي دوه ځوابه
عشق مرتبه ولې ده او عشق پېغور ولې دی؟
ستا د دوو سترګو کوم ديد پکې موجود دی
ګني دا ژوند خو لا ډېر پخوا تمام دی
مرور دې خدای پۀ خپله را پخلا کړي
د زړۀ زور مې نوره نشته دی ناکام دی
تور باڼۀ، زلفې دې جوړې کړې لښکرې
بيا روانه یې کوم جنګ ته زورورې؟
ګلابونه خجالت شي وشرمېږي
دا پۀ سرو غومبرو څۀ کوې کاپرې؟
بې له موسمونو د ګلونو وږم راوړې
تا سره سپرلي معاملې پټې جوړوي
دا بیتونه د مینې له ژورو ښکلاییزو فلسفي اړخونو (مرتبه او پیغور) څخه نیولې، بیا د محبوب د جمال پۀ ستاینه (سترګې، زلفې، غومبرې) او د هغۀ له نشتوالي (هجران) څخه د رامنځته شوي درد او ناکامۍ پورې دا ټول ښکلی داستان هنري شوی دی. د محبوب حضور ته “د ژوند پایښت” او له هغه پرته “ژوند تمام” بلل، د همداسې یوې مینې ژورتیا تو ژمنتیا ښیي.
صيقي صاحب پۀ خپلو شعرونو کې پۀ وخت، حافظې او د تاریخ پر بدلېدونکو پړاوونو غور کوي. دا برخه د هغۀ فلسفي لیدلوري ته اشاره ده:
تۀ سوچ کوه چې څو انقلابونه پۀ موږ تېر شول
نۀ زۀ هغسې پاتې شوم، نۀ تۀ هغسې پاتې
زۀ د خپل عصر د تاريخ له دې جملې ویرېږم
چې ښاريې وې بندې هيڅ محبتونه نۀ وو
ما پکې بيا ستا هغه مستې اشيانې ليدلې
ستاسې زړو کوڅو ته راغلم خو ستا پلونه نۀ وو
خدای خبر اور و لمبې چا يادې کړې
ماته يې هېرې شيبې بیا یادې کړې؟
خپلې حافظې ته بۀ مې بله کيسه وکړه
ځان بۀ مې غلط کړو هېرولې خو مې نه
دا بیتونه د بدلون، تېر وخت او هېرې شوې حافظې پۀ درد ټینګار کوي. د انقلابونو پۀ تېریدو سره د انسان او ښارونو نه بدلیدل، د تاریخ له بې محبتۍ څخه ویره او د هېرو شوو شیبو یادول، دا ټول د شاعر سیاسي، فکري او فلسفي لیدلوری او د وخت پۀ وړاندې د انسان بې وسي ښايي.
په ځینو شعرونو کې خو شاعر د ځان موندنې، داخلي کشمکش، او د خپل هویت د تعریف پۀ اړه هم جدي خبرې کوي:
انتها د ليونتوب
سړيتوب را زده کوي
يو سړي پکې موندلې زندګي وه
يو سړي مخ اړولی له خپل ذات و
زۀ بۀ د خپل ژوند او نري زړۀ کيسه څنګه وکړم
د کور وړو وړو جنګونو ژړولی يمه
پۀ خپلې بې روخۍ خو دې خدای ځانته ملامت کړه
چې زړۀ دې نۀ و، بيا ولې بامونو ته ختلې
دا شعرونه د انسان د داخلي مبارزو، د نفس څخه مخ اړولو او د کوچنیو ستونزو لکه (د کور جنګونه) دا ټول د روح د ځورېدو خبرې دي. “د ليونتوب انتها چې سړيتوب ور زده کوي” یو ژور پراډوکس دی چې مثلاً د انسان د بشپړېدو لپاره دا غیر معمولي تجربې کول هم ضروري دي.
په هر صورت زموږ د دغه تبصرې دا سفر نور تر پايه رسېږي، صديقي سره د زما (صديق) سفر نږدې يوه نيمه ورځ وه، خو ترمنځ مو لکه پېړۍ پېړۍ وخت چې اوښتی وي. صديق ته صديقي هغه څۀ وویل چې بل چاته يې نۀ وايي يا خو بۀ دا د صديقي د شعر اثر و چې لکه د کتاب د ننه هر لوستونکی خپل خپل ځان ګوري؛ نو سراپا کائنات کتاب وي يا بيا کيدای شي لږه برخه د صديق هم وي، چې دی د لوستلو پۀ وخت کتاب جذب کوي او پۀ خپله هره ذره کې يې محسوسوي.
که غواړئ چې تاسې ته هم صديقي هغه خبرې وکړې، کومې چې يې ما صديق ته وکړې، فوراً نه مخکې یې کتاب ترلاسه کړی او د خپلو خبرو د بیا پیدا کولو لپاره همداسې خبرې ولولئ، محسوس کړئ، د تجربو هنري او فکري تبادلې سره شریکې او ګډې کړئ. باوري یم چې دغه شاعرانه تجربې او خبرې تاسې ټولو سره د خپلو تجربو په اساس خواله او خبرې کولای شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.