کله چې خداى ښځې د نارينهوو ترمنځ وېشلې
او تا يې ماته راکړې
ما حس کړ
چې هغه څرګنده زما خوا ته ولاړ دی
او د خپلو ټولو آسماني کتابونو پر خلاف يې عمل وکړ.
ما ته يې شراب راکړ، هغوی ته يې غنم؛
زما تن ته يې ورېښمين لباس ور واغوست
هغوی ته يې له کتان جوړ جامې؛
ما ته يې ګل راکړ،
هغوی ته يې یوازې ښاخونه
کله چې خداى زه تا سره آشنا کړم
او زه د هغه کور ته ولاړم
ما فکر وکړ چې يو آبي کاغذ باندې يو ليک ولیکم، هغه آبي پاکت کې کېږدم
او پر اوښکو سره يې ووينځم
د (زما ملګریه!) له جملې سره یې پيل کړم.
ما غوښتل له هغه مننه وکړم
چې ته يې ماته راکړې
ځکه چې خداى ـ لکه څنګه چې ماته ويل شوي ـ يوازې د مینې ليکونه اخلي
او يوازې هماغو ته ځواب ورکوي
کله چې خپل انعام مې واخيست،
ته مې د مگنولیا د ګل په څېر پر خپلو لاسونو کيښودې، زه راغلم چې د خداى لاس مې ښکل کړم
ما مياشت او ستوري يو په يو ښکل کړ
غرونه، درې مې ښکل کړې
لويې وريځې مې ښکل کړې
ان کوچني وريځې مې هم ښکل کړې
هغوی چې لا هم مکتب ته ځي…
ما د نقشو ټولې ټاپوگانې ښکل کړې
او هغه ټاپوگانې مې هم ښکل کړې، چې لا د نقشو له ياده نه دي وتلي..
ستا هغه اوږې چې پرې به نقش جوړوې،
او ټولې سپینې کبان مې ښکل کړې،
هغوی چې ستا جهیز به پر خپلو وزرو راوړي…
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.