نن سهار شاوخوا اته بجې د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په الفت مېنه سیمه کې يو ځل بيا تاوتريخوالی د يوې بېګناه ښځې ژوند واخيست.
د بېلابېلو سرچينو له مخې مخ پټو وسلهوالو کسانو د ښار امنیه قوماندانۍ ته نېږدې د دندې پر لور روانه يوه ځوانه روغتیاپاله شهيده کړې ده.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې نوموړې له نورو کارکوونکو سره په یوه موټر کې خپل کاري ځای ته روانه وه. د وژل شوې روغتیاپالې د کورنۍ یو غړی وايي، هغه له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله. نوموړي په خپل فېسبوک ليکلي:
«هغې سهار له لمانځه وروسته د قران کریم تلاوت وکړ، بیا له کوره ووتله. موږ ته یې یوازې د مرګ خبر راورسېد.»
وسلهوالو له پېښې وروسته له سیمې تښتيدلي او تر دې دمه نه کومې ډلې د دې برید مسؤولیت منلی، او نه هم د کابل رژيم له لوري کوم رسمي غبرګون څرګند شوی دی.
د پېښې ځای د جلالاباد ښار له تر ټولو حساسو ساحو څخه ګڼل کېږي، چې له امنیه قوماندانۍ یوازې ۲۰۰ متره واټن لري. دا موضوع د خلکو پر امنیتي اندېښنو يو ځل بيا پوښتنې راولاړې کړې دي.
مدني فعالان، د بشري حقونو ملاتړي، او د ښځو د حقونو مدافعین دا پېښه يوه بزدلانه او د انسانيت ضد حمله بولي. د دوی په باور دا ډول بريدونه د تعليم يافته او پر ځان بسيا افغان ښځو د ځپلو يوه سيستماتيکه برخه ده، چې د هېواد د روڼ سبا پر وړاندې ستر خنډ جوړېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.