کیف، اوکراین – د روسیې پوځ بېګا شپه پر اوکراین په ځانګړي ډول د پلازمېنې کیف پر مختلفو برخو پراخ هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي، چې ۹ ماشومان هم په کې شامل دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي ویلي، روسیې تېره شپه پر اوکراین تر ۳۰۰ ډېر ډرونونه او ۸ توغندي توغولي. د نوموړي په وینا دا بریدونه داسې تنظیم شوي وو چې د اوکراین د هوايي دفاع سیستمونه له وسه وغورځوي او له معمول ظرفیت څخه یې لوړ بوخت وساتي. زېلنسکي دا بریدونه “ډېر مکارانه” وبلل.
ژغورونکي ټیمونه لا هم د ویجاړ شوو استوګنیزو ودانیو ترڅنګ د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کوي.
د پولیسو د راپورونو له مخې تر اوسه له ۲۰۰۰ څخه زیات شکایتونه ترلاسه شوي، چې زیاتره یې د خلکو د ویجاړ شوي ملکیتونو او زیانونو په اړه دي. عدلي او جنایي څېړونکي پر سیمه ییزو سیمو کار کوي، د شکایتونو ثبت او زیانونو ارزونه روانه ده.
د بریدونو له امله د کیف ګڼې ودانۍ، کورونه او ملکي بنسټونه سخت زیانمن شوي، او دا تازه پېښه د روسیې له خوا د روانې جګړې په لړ کې یو له ستر هوايي بریدونو څخه بلل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.