اروپایي ټولنې د خوست روغتیایي برخې سره ۷میلیونه ایرو مرسته اعلان کړه

100

خوست کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي چې ولایتي چارواکو سره د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې، ویرونیکا بوسکووچ پوهار لیدنه کې روغتیايي برخې سره ۷ میلیونه یورو مرسته اعلان شوه.

طالبان وايي اروپايي ټولنې د خوست روغتیا برخې سره د نورو ۷ میلیونو یورو مرستې ډاډ ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې د پلاوي د دې سفر موخه په خوست ولایت کې د روانو پروژو ارزونه، له اړوندو ادارو سره د همغږۍ پياوړتیا او د بشري خدماتو کیفیت لوړول دي.

دغه پلاوي ویلي، چې اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ دا مهال د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې فعالیتونه روان دي، چې له مخې یې اړمنو وګړو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

په وروستیو کې د امریکا بهرنیو مرستو بندېدو سره د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړ، چې په افغانستان کې سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې نړیوالې ټولنې تمویلول.

د خبرپاڼې له مخې د خوست چارواکو د اروپايي ټولنې استازو ته ویلي، چې خوست د مرستندویه ټولنو لپاره مناسب دی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې خپلې مرستې شفافې او موثرې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو سختې مداخلې او اداري او چاپېریال ستونزو بشري مرستې کمزورې کړې دي.

که څه هم طالبان بشري مرستو کې لاسوهنې ردوي، خو د ملګرو ملتونو سربېره، نورو نړیوالو بشري او بشردوستانه سازمانونو اندېښنې څرګندې کړې دي، چې دغو مداخلو یې چارې هم ټکنۍ او ستونزو مخ کړې دي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.